ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: د علماوو له برکته اشغالګر له ډېرو هڅو سربېره ونه توانیدل، چې دیني او افغاني ارزښتونو ته زیان ورسوي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر خوست ته د سفر پر مهال د یاد ولایت د جامعه مظهر العلوم نیازي مدرسې د دستار بندۍ په مراسمو کې چې پکې د امر باالمعروف، نهی المنکر او شکایت اورېدلو سرپرست وزير، د اسلامي امارت يو شمېر مسولينو، علمای کرامو او قومي مخورو هم شتون درلود، ګډون کړی.

مولوي عبد الکبیر ټولو فارغ شويو فاضلانو ته د مبارکۍ پر مهال په ټولنه کې د دیني او عصري بنسټونو د پیاوړتیا پر ارزښت ټينګار کړی او ویلي يي دي؛ څرنګه چې پخوانیو نسلو دیني ارزښتونه ساتلي، نو اوس د نویو نسلونو مسولیت دی چې اسلام ته خدمت وکړي او تر نورو یې په سمه توګه ورسوي.

د نوموړي په وینا:؛ د علماوو او قومي مخورو له برکته اشغالګر د ډېرو هڅو سربېره ونه توانید، چې دین او افغاني ارزښتونو ته زیان ورسوي، همدا د افغانستان د مسلمان ولس د قربانیو پايله ده، چې اوس مهال اسلامي امارت په ټول افغانستان واکمن دی.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړې، د ښوونځي او پوهنتون زدکوونکو د مدرسې د طلباوو په څېر د بهرنیانو په ماتولو کې ونډه لرله او د دوی په منځ کې توپير نشته.

نوموړي د خپلو خبرو په پای کې د خوست او په ټوله کې د لویې پکتیا له قومي مخورو او علماو غوښتي، د هغو مسایلو دې مخنیوي وکړي چې د ټولنیزو او قومي ستونزو سبب کیږي.

د دستار بندۍ په يادو مراسمو کې د ديني مدرسو استادانو، علمای کرامو او قومي مخورو له اسلامي امارت ملاتړ د هر افغان مسوولیت بللی.

دوی دغه راز خوست کې د دیني مدرسو د اغېزمن فعالیت لپاره د نصاب او دوامداره څار په موخه چارواکو او مسولینو ته لازمې سپارښتنې هم کړي.