ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1331

انقرې د عراق په شمال کې کرد ملیشې په نښه کړي

د ترکیې هېواد دفاع وزارت وروسته تر هغې د عراق په شمال کې د هوا له لارې د کردي نظامیانو اډې په نښه او کڼ پټنځایونه، ډیپوګانې او روزنځایونه له منځه وړي، چې پرون یکشنبه انقره کې د ترکیې د کورنیو چارو وزارت سره نږدې دوه وسلوالو په بمي چاوندې او ډزو لاس پورې کړې وو او په پایله کې یې دوه ترکي نظامیان ټپیان کړي وو.

ترکیې په یاد برید سره د دغې ډلې ګڼ ترهګریز پلانونه شنډ کړي.

د ترکي رسنیو د راپورنو له مخې انقره کې د پروني برید مسولیت د کردستان د کارګرانو ګوند (پي کې کې) ډلې منلی وو.

ورته وخت کې ترکي چارواکو هم یو وسلوال، مخالفو ډلو پورې تړلی کس بللی او ویلي یې دي، چې د دویم وسلوال د پېژندلو لپاره څېړنې روانې دي.

انقره کې دغه وسلوال برید د دوبي له رخصتیو وروسته د ترکي پارلمان تر بیا پرانستل کېدو څو ساعته وړاندې شوی دی.

له اسيايي المپيک سياليو درې مډال ګټونکي لوبغاړي هېواد ته راستانه شول

د اسيايي المپيک په سياليو کې ګډون‌کوونکي ورزشکاران له درې مډالونو سره نن سهار په پوره وياړ او ډ‌ک لاسونه هېواد ته راستانه شول او د سپورت عمومي رياست د مشرتابه، ورزشکارانو او د ورزش مينه والو له لوري يې تود هرکلى وشو.

په همدې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې د بدني روزنې او سپورت عمومي ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د تکواندو، ووشو او جودو فدراسیون مسوولینو، ورزشکارانو او د دغو درېیو ورزشي رشتو سلګونو مینه والو برخه اخیستې وه او د ګولو د ګېډیو په ورکولو سره یې د راغلو لوبغاړو ستاینه وکړه.

دا پروګرام چې د چين په کوربه توب د اسيايي المپيک په سياليو کې د هېواد د مډال ګټونکو لوبغاړو د تشويق او ستاينې په موخه جوړه شوی و، د المپيک ملي کمېټې او سپورت عمومي رييس مولوي احمدالله وثيق، د دغه رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ د رياست سلاکار حيات الله رحماني ، ګڼ شمېر ورزشکارانو او مينه والو هم ګډون کړی و.

په دغه تشويقي پروګرام کې مولوي احمدالله وثيق دوی، د دوی کورنیو، اړونده فدراسيون او ټول ملت ته د دې لاسته راوړنې او مډال مبارکي ویلې او دا یې د سپورت په برخه کې لویه لاسته راوړنه بللې ده.

نوموړي ویلي؛ موږ د ډېرو مډال ګټونکو لوبغاړو د ستاینې شاهدان یو، چې هېواد ته یې ستر ویاړونه راوړي دي.

دغه‌راز د ورزش رياست به له ورزشکارانو څخه په هره برخه کې هېڅ راز ملاتړ او مرسته درېغ نه کړي.

ښاغلي وثیق زیاته کړې؛ دا د خوښۍ خبره ده چې د سپورت په تاريخ کې د لومړي ځل لپاره په دې سياليو کې ګڼ شمېر افغان ورزشکارانو ګډون کړی او هېواد ته یې ویاړ ور وباښه، په داسې سترو ورزشي سياليو کې ګډون کول اسانه کار نه دی، د افغانستان د ورزش په تاريخ کې زموږ ورزشکارانو په خپل هوډ او قوي ارادې سره په دې سياليو کې برخه اخیستې او خپل ګران هېواد ته وياړونه راوړي دي.

دغه راز داسې هېوادونه شته چې زموږ په پرتله زياتې اسانتياوې او امکانات لري او ډېر لوبغاړي یې په ورته برنامو کې برخه اخلي، خو هېڅ مډال یې نه دی ګټلی.

زموږ د هېواد ورزشکاران لږې اسانتیاوې او امکانات لري او ډک لاس هېواد ته راستنیږي، دا ډېر د ویاړ او خوښۍ ځای دی.

ښاغلي وثیق ویلي، چې د اسلامي امارت له راتګ سره ورزشي ډګر د ودې او پرمختګ په حالت کې دی، سپورت نه یوازې په مرکز بلکې د هېواد په کلیو او لرې پرتو سیمو کې هم په عادي ډول روان دی.

په پای کې یې ژمنه کړې، چې د ټولو ورزشي ډګرونو ورزشکارانو ته به د امکان تر حده ښه ورزشي زمینه برابره کړي او هڅه کوي چې د دغو ورزشکارانو لپاره د معنوي ملاتړ ترڅنګ مالي ملاتړ هم پیدا کړي، تر څو ورزشکاران له کومې ستونزې پرته خپل ورزش او ژوند ته دوام ورکړي.

په غونډه کې د بدني روزنې او ورزش د عمومي رياست فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ ویلي، چې په دې مهمو او اساسي سياليو کې زموږ د ورزشکارانو په ګډون او د مډالونو په ګټلو سره موږ ټولو ته خوښي راکړې.

دغه مډالونه یوازې د ورزشکارانو او د سپورت ریاست لپاره نه دي، بلکې د هیواد په ټولو توکمونو او د هیواد په ټولو خلکو پورې اړه لري.

د هېواد د تکواندو فدراسیون رییس ډاکټر نجیب الله سکندر ویلي، چې دا پروګرام د ورزشکارانو د روحیې لوړولو لپاره خورا ګټور او ارزښتناک دی، ځکه چې ورزشکاران د ځان او نورو په اړه فکر کوي او وایي چې د ورزش ریاست د ورزش په ټولو برخو کې د ورزشکارانو ملاتړ او ستاینه کوي.

ښاغلي سکندر زیاته کړې؛ مسولین باید نه یوازې د ورزشکارانو معنوي ملاتړ ته، بلکې د ورزشکارانو مالي ملاتړ ته هم پام وکړي، ځکه چې ورزشکاران یوه غریبه طبقه ده او په جدي توګه مالي ملاتړ ته اړتیا لري.

همدا ورزشکاران دي چې د هېواد لپاره وياړونه ګټي او په بهرنيو ورزشي ډګرونو کې د افغانستان استازيتوب کوي.

د پروګرام په پای کې د اسیایي المپیک سیالیو د ووشو مډال ګټونکي محمد خالد هوتک د ورزشکارانو په استازیتوب خبرې کړې او دې سیالیو ته د چمتووالي او څرنګوالي په اړه یې معلومات ورکړي او د ورزش له ریاست څخه یې د مالي او معنوي مرستو غوښتنه کړې ده.

د اسيايي المپيک سيالۍ د چين په هانګ ژو ښار کې د ۴۵ اسيايي هېوادونو د ۴۰ ورزشي رشتو د ١٢ زره ۵۰۰ ورزشکارانو په ګډون روانې دي، چې له افغانستان څخه د ۱۵ ورزشي رشتو ٨٠ تنو ورزشکارانو ګډون کړی، چې په تکواندو کې د محسن رضايي او په ووشو کې د محمد خالد هوتک اومحمد نصرت حبیبي له لوري د برونزو مډالونه ترلاسه کړل.

۱۱ بهرنیو سيلانيانو د هلمند تاریخي ابداتو څخه لیدنه کړې

تېره ورځ د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ښار ته د جرمني، امریکا، نيوزيلاینډ او سویلي افریقا هېوادونو څخه ۱۱ تنو سفر کړی.

یادو سیلانیانو د افغانستان د ډاډمن امنیت ستاینه کړې او زیاته کړې یې ده؛ افغانستان کې امنیت د دې سبب شوی، چې له بهر څخه سیلانیان دې هیواد ته راځي او د تاریخي سیمو څخه لیدنه کوي.

د دوی په وینا په اوسني وخت د سیاحتي سيلانيانو لپاره تر ټولو ښه وخت دی، ځکه په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت رامنځته شوی.

د سویلي افریقا څخه راغلي سیلاني ګینیس ګلیس ویلي، افغانستان د معدنونو له اړخه شتمن هېواد دی، دوی باید د خپلو ولس او وطن لپاره کار وکړي، ترڅو د نورو هېوادونو د اړتیا څخه وژغورل شي.

امریکایي انډري ویلي، خوشحاله یم چي له خپلو ملګرو سره مې د دغه تاریخي ولایت له بست کلا او له ځینو نورو تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړه.

د اطلاعاتو او کلتور ریاست د کلتور او ګرځندوی امر مولوي سلطان محمد حنیف ویلي، چې د اسلامي امارت له واکمنیدو څخه تر دې مهاله دې ولایت ته ګڼ شمېر سیلانیان د مختلفو هېوادونو څخه راغلي دي.

د چارو ادارې لوی رییس: اسلامي امارت مسولين د خلکو ستونزو د حل په اړه جدي دي

د چارو ادارې لوی رییس مولوي نورالحق انور د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او افغانستان برښنا شرکت د اداري پروسو ساده کولو هوکړه لیکونو د لاسليک په غونډه کې ګډون کړی.

د چارو ادارې لوی رییس، د رياست الوزرا اداري مرستيال او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس او د دې ادارې يو شمېر ریيسانو او مسولينو ګډون کړی و.

مولوي نورالحق انور ویلي؛ د اسلامي امارت مسولين د ولس له منځه راپورته شوي دي، له درده يې خبر دي نو ځکه يې ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې جدي دي.

نوموړي زیاته کړې؛ د اداري پروسو د پېچلتيا له امله د خلکو حقوق ګرځول کيږي خو دا د اسلامي امارت دنده ده، چې د خلکو د حقوقو څخه ساتنه وکړي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رییس ویلي؛ هغه مشکلات او ستونزې چې په امارتي ادارو کې خلک ورسره مخ کيږي، د دې ادارې په هڅو له منځه ځي او خلکو ته په چارو کې اسانتياوې رامنځته کيږي.

نوموړي زیاته کړې، په تېر يو کال کې د بېلابېلو امارتي وزارتونو او ادارو ۳۶۶ پروسې ساده شوي او په وينا يې چې دا بهير به لا دوام کوي.

د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او افغانستان برښنا شرکت مسولينو د اداري پروسو ساده کولو له امله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست څخه مننه کړې او دا چاره يې خلکو ته د اسانتياوو په رامنځته کولو کې مهمه بللې.

د قوش تېپې ملي کانال دوه ستر پلونه ګټې اخیستنې ته سپارل کیږي

د قوش تېپې ملي کانال د دوه ستر پلونو د جوړولو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي او نیږدې ورځو کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

انجنير روح الله اميري ویلي، د قوش تېپې ملي کانال د دوه ستر پلونو چې يو يې د موټرو او بل يې د ريل ګاډي لپاره دي د جوړولو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي او په نیږدې ورځو کې به د ترافیکو پرمخ پرانستل شي.

د ښاغلي اميری په وينا؛ اوس مهال اوبه پلونو ته رسېدلې او د کانال د جوړولو چارې په چټکي روانې دي.

د بلخ ولايت مقام وياند زيد وايي؛ چې د قوشتېپې کانال ملي پروژې چاري په خورا چټکی سره رواني دي، د مزارشریف او حیرتان ښارګوټي ترمنځ دوه ستر پلونه نیږدې تکمیل شوي.

د نوموړي په وینا؛ د بلخ ولایتي اداره ټول ولس ته ډاډ او اطمینان ورکوي، چې د خپل صلاحیت اړوند به د مشرانو په لارښوونه د دې ملي پروژې په ټولو چارو کې مرسته کوي.

د مزارشريف ښار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغه کانال په جوړولو سره به افغانستان تر ډېره اقتصادي او زراعتي ځان بسيايني ته ورسېږي.

 قوشتیپې کانال ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې د بلخ ولایت ـ کلداري ولسوالۍ د امو له سیند څخه پیلیږي او د فاریاب ولایت اندخوۍ ولسوالۍ کي ختمیږي.

کابل او ولایتونو ته پر غځېدلو لویو لارو جوماتونه جوړیږي

د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې کابل او ولایتونو ته پر غځېدلو لویو لارو جوماتونه جوړیږي.

کابل والي شیخ محمد قاسم خالد د کابل ولایت د کرنې، ټولګتو، حج اوقافو او ښار جوړونې له رییسانو سره مشورتي ناسته کړې.

کابل والي د عالیقدر امیرالمومنین حفظه الله د فرمان او د وزیرانو شورا د پریکړې په اړه چې له مخې یې په کابل او ولایتونو ته پر غځېدلو لویو لارو کې جوماتونه جوړیږي، خبرې کړي.

شیخ محمد قاسم خالد ویلي؛ دغه جوماتونه باید په ښه بڼه او اړینو ځایونو کې جوړ شي، ترڅو په لویو لارو کې د مسافرو د لمانځه د ځای نشتون ستونزه حل شي.

د غونډې نورو ګډونوالو هم په خپل وار د جوړېدونکو جوماتونو په اړه خپل نظریات وړاندې کړي او ډاډ یې ورکړی، چې د یادو جوماتونو د جوړېدو په برخه کې به په پوره صداقت کار وکړي.

په ناسته کې یو باصلا حیته پلاوی وټاکل شو، ترڅو په لویو لارو کې د جوړېدونکو جوماتونو لپاره ځایونه وټاکي.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر د لوګر له مخورو سره لیدنه کړې

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ملا عبداللطیف منصور د لوګر له مشرانو سره لیدنه کړې او په هغه ولایت کې  یې د اوبو او انرژي پروژو په هکله خبرې کړي.

د لوګر ولایت مشرانو د اوبو او انرژي پروژو په ځانګړې توګه د خروار بند د جوړولو غوښتنه کړې.

د اوبو او انرژي سرپرست وزیر ویلي، چې د خروار بند د دغه وزارت په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري او اوسمهال یې تدارکاتي چارې پرمخ وړل کېږي.

سرپرست وزیر ډاډ ورکړی، چې د لوګر ولایت د خلکو د اوبو او برېښنا ستونزو ته به هم د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره رسیدګي وشي.

د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او برېښنا شرکت ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو هوکړه‌لیک لاسليک شو

د چارو ادارې لوی رییس شيخ نورالحق انور د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او افغانستان برېښنا شرکت د اداري پروسو ساده کولو هوکړه لیک د لاسليک په مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت مسولين د ولس له منځه راپورته شوي، له درده يې خبر او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې جدي هڅې کوي.
ښاغلي انور ویلي، چې د اداري پروسو د پېچلتيا له امله د خلکو حقوق تلف کيږي خو دا د اسلامي امارت وجيبه ده چې د خلکو د حقوقو څخه ساتنه وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریيس مولوي عبدالحنان عارف الله ویلي؛ هغه ستونزې چې په امارتي ادارو کې خلک ورسره مخ کيږي د دې ادارې په هڅو به له منځه وړل یو وړل شي او هېوادولو ته به هر ډول کې اسانتیاوې امنځته کوي.
د یادې ادارې رییس ویلي، چې په تېر يو کال کې د بېلابېلو امارتي وزارتونو او ادارو ۳۶۶ پروسې ساده شوي او دا بهير به لا دوام وکړي.
په غونډه کې د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او افغانستان برښنا شرکت مسؤلينو د اداري پروسو ساده کولو له امله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست څخه مننه وکړه او دا چاره يې خلکو ته د اسانتياوو په رامنځته کولو کې مهمه بللې.

روزګان کې ۲۲۰ زره ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین کیږي

روزګان د عامې روغتیا ریاست کې د پولیو ۳ ورځني واکسین کمپاین پیل شوی، چي پر مهال به یي ۲۲۰ زره ماشومانو ته واکسین وشي.

واکسین د بیړنۍ خونې مسول ډاکټر بخت محمد مصطفی ویلي، چې د مرکز ترینکوټ ترڅنګ د روزګان په ټولو ولسوالیو کې ۲۳۷ زره ماشومان سته چي له جملې به یې ۲۲۰ زره ماشومانو ته یاد واکسین وشي.

د نوموړي په وینا؛ دا مهال روزګان کې د پولیو واکسین د تطبیق پروسه سایټ پر سایټ ده او په هرو شپږو میاشتو کې ویټامین اې ورکول کیږي.

ډاکټر بخت محمد مصطفی زیاته کړې، د تېر په څېر مو دا وخت د عامه پوهاوي پر مټ د ماشومانو د واکسینول ۲۵ سلنه زیات شوي او خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین کوي.

د روزګان ولایت د اطلاعات او کلتور رییس قاري اغاولي قریشي پر ټولو والدینو غږ کړی، چې خپل ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي او د همیشني پلج څخه یې وژغوري.

ښاغلي مصطفی ویلي، یاد واکسین سره به ټول ماشومان سالمه روغتیا ولري او په راتلونکي کې به روغتیايي ستونزې ونلري.

واکسین د بیړنۍ خونې مسول د ملا امامانو او مخورو غوښتنه کړې، چې د یاد واکسین د پلي کیدو پر مهال د خپل عامه پوهاوی پر مټ خلک خپلو ماشومان د پولیو واکسین کولو ته وهڅوي.

تر دې وړاندي په هرو ۱۰۰ ماشومانو کې ۷۰ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کیدل خو د عامه پوهاوي د کچې زیاتوالی له امله دا مهال هر ۱۰۰ ماشومانو کې ۹۰ تنه د یاد واکسین څخه برخمن شوي دي.