ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1332

د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او برېښنا شرکت ترمنځ د اداري پروسو د ساده کولو هوکړه‌لیک لاسليک شو

د چارو ادارې لوی رییس شيخ نورالحق انور د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او افغانستان برېښنا شرکت د اداري پروسو ساده کولو هوکړه لیک د لاسليک په مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت مسولين د ولس له منځه راپورته شوي، له درده يې خبر او ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې جدي هڅې کوي.
ښاغلي انور ویلي، چې د اداري پروسو د پېچلتيا له امله د خلکو حقوق تلف کيږي خو دا د اسلامي امارت وجيبه ده چې د خلکو د حقوقو څخه ساتنه وکړي.
دغه راز په دې غونډه کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریيس مولوي عبدالحنان عارف الله ویلي؛ هغه ستونزې چې په امارتي ادارو کې خلک ورسره مخ کيږي د دې ادارې په هڅو به له منځه وړل یو وړل شي او هېوادولو ته به هر ډول کې اسانتیاوې امنځته کوي.
د یادې ادارې رییس ویلي، چې په تېر يو کال کې د بېلابېلو امارتي وزارتونو او ادارو ۳۶۶ پروسې ساده شوي او دا بهير به لا دوام وکړي.
په غونډه کې د شهداوو او معلولينو چارو وزارت او افغانستان برښنا شرکت مسؤلينو د اداري پروسو ساده کولو له امله د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو رياست څخه مننه وکړه او دا چاره يې خلکو ته د اسانتياوو په رامنځته کولو کې مهمه بللې.

روزګان کې ۲۲۰ زره ماشومانو ته د ګوزن ضد واکسین کیږي

روزګان د عامې روغتیا ریاست کې د پولیو ۳ ورځني واکسین کمپاین پیل شوی، چي پر مهال به یي ۲۲۰ زره ماشومانو ته واکسین وشي.

واکسین د بیړنۍ خونې مسول ډاکټر بخت محمد مصطفی ویلي، چې د مرکز ترینکوټ ترڅنګ د روزګان په ټولو ولسوالیو کې ۲۳۷ زره ماشومان سته چي له جملې به یې ۲۲۰ زره ماشومانو ته یاد واکسین وشي.

د نوموړي په وینا؛ دا مهال روزګان کې د پولیو واکسین د تطبیق پروسه سایټ پر سایټ ده او په هرو شپږو میاشتو کې ویټامین اې ورکول کیږي.

ډاکټر بخت محمد مصطفی زیاته کړې، د تېر په څېر مو دا وخت د عامه پوهاوي پر مټ د ماشومانو د واکسینول ۲۵ سلنه زیات شوي او خلک خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین کوي.

د روزګان ولایت د اطلاعات او کلتور رییس قاري اغاولي قریشي پر ټولو والدینو غږ کړی، چې خپل ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي او د همیشني پلج څخه یې وژغوري.

ښاغلي مصطفی ویلي، یاد واکسین سره به ټول ماشومان سالمه روغتیا ولري او په راتلونکي کې به روغتیايي ستونزې ونلري.

واکسین د بیړنۍ خونې مسول د ملا امامانو او مخورو غوښتنه کړې، چې د یاد واکسین د پلي کیدو پر مهال د خپل عامه پوهاوی پر مټ خلک خپلو ماشومان د پولیو واکسین کولو ته وهڅوي.

تر دې وړاندي په هرو ۱۰۰ ماشومانو کې ۷۰ ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکول کیدل خو د عامه پوهاوي د کچې زیاتوالی له امله دا مهال هر ۱۰۰ ماشومانو کې ۹۰ تنه د یاد واکسین څخه برخمن شوي دي.

له افغانستان څخه په لومړي ځل ۱۵۰ ټنه وچ رومیان اروپا ته صادر شوي

د کندوز سپین زر دولتي شرکت له لوري اروپایي هېوادونو ته د وچو رومیانو ۱۵۰ ټنه لومړۍ محموله صادر شوې.

 په دې اړه په جوړو سوو مراسمو کي د دولتي شرکتونو عمومي رییس مولوي عبدالحميد اخوند زاده، د سپین زر دولتي شرکت رییس عبدالحفیظ فریاد او نورو لوړ پوړو مسولینو ګډون کړی وو.

د دولتي شرکتونو عمومي رییس ویلي؛ دا د اسلامي امارت لپاره یوه ستره لاسته راوړنه ده، چې د هېواد سبزیجات او ترکاري اروپایي هېوادونو ته استوي.

مولوي عبدالحميد اخوند زاده زیاته کړې؛ اسلامي امارت به دغه زار د واخان له لارې هېواد له اروپا او اسیا سره ونښلوي، چې په دې سره به هره ورځ د پرمختګونو شاهدان یو.

د یاد شرکت مسولینو دغه صادرات د هېواد د پرمختګ او ځان بسیاینې لپاره مهم ګام بللی او د ورته نورو تولیداتو ډاډ یې څرګند کړی.

سپین زر دولتي شرکت له تېرو ۲۱ کلونو راهیسي غیر فعال وو، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې بیا په فعالیت پیل کړی او اوس مهال پکې پنبه، د پنبې غوړي، کونجاړه او کاغذي دستمالونه جوړ او پروسس کېږي.

روسیه د اوکراین څخه د نورو سیمو خپلولو اراده لري

د روسیې پخواني ولسمشر او د دې هېواد د ملي امنیت شورا اوسنی مرستیال دیمیتري مدودف له اوکراین څخه د څلورو نیول شویو سیمو د نیولو کالیزې په مناسب جوړه شوې غونډه کې څرګنده کړې، چې مسکو ښايي د اوکراین نورې سیمې هم د روسیې د خاورې سره یوځای کړي.

مدودف دا څرګندونې پداسې حال کې کړي، چې کرملین یو کال وړاندې د اوکراین د څلورو سیمو د خپلیدو خبر ورکړی وو.

د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین په اوکراین کې د څلورو سیمو خارسون، زپروژیا، دونتسک او لوګانسک د نیولو او د روسیې له فدراسیون سره د یوځای کېدو د لومړۍ کالیزې له امله د روسیې خلکو ته مبارکي ورکړې او ټینګار یې کړی، چې د هېواد د نورو سیمو د اوسېدونکو په شان به د دغو سیمو اوسېدونکو ته هم د پام وړ خدمات وړاندې کړي.

روسیې د امنیت شورا مرستیال ویلي، ځانګړي پوځي عملیات به په کیف کې د نازي رژیم تر بشپړ له منځه وړلو پورې دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړې، بريا به زموږ وي او په روسيه کې به نورې نوې سيمې هم رامنځته شي.
روسیه د “نویو سیمو” اصطلاح د اوکراین د دونیتسک، لوهانسک، ژاپوریژیا او خرسون سیمو ته کاروي، چې مسکو یې د سپتمبر په میاشت کې د خپلې خاورې سره د یوځای کیدو ادعا کړې وه.
روسیه په داسې حال کې د اوکراین پر وړاندې روانه جګړه کې ځان بریالی ښيي، چې تازه د امریکا کانګرس د دغه هېواد د بودیجې په لنډ مهالي تمدید کې اوکراین سره مرستې نه دي شاملې کړي.

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير: ځوانان دې په تعلیمي ډګر کې د بریاوو هڅه وکړي

د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزير ملا خيرالله خيرخواه په کابل کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت لخوا د آنلاين سوداګرۍ (فريلانسينګ) تخصصي مرکز د پرانيستغونډې پر مهال ویلي، د ټولنې ځوان قشر باید د هېواد په ابادۍ او ښیرازۍ کې فعاله ونډه واخلي.

ملا خيرالله خيرخواه زیاته کړې؛ ځوانان د ټولنې نه ستړي کېدونکی قشر دی، دوی بايد تل د هېواد د ابادۍ او جوړولو فکر وکړي او د هېواد د ابادۍ لپاره نه ستړي کېدونکې هڅې وکړي.

سرپرست وزیر ویلي؛ اسلامي امارت ژمن دی چې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي، تاسو هم هڅه وکړئ چې له دې فرصت څخه اعظمي استفاده وکړئ.

د نوموړي په وینا، ځوانانو اشغال مات کړی، هېواد ته یې ازادي ګټلې، اوس بايد په تعليمي ډګر کې همغه ډول کوښښ وکړي، ترڅو په دغه ډګر ‌کې هم بریاوې ولرو.

چينایي سیلانيانو د کندهار سیاحتي سیمو څخه د لیدنه کړې

د ايران او ايټاليا هېوادونو د سیلانیانو تر څنګه د چين څخه هم د سیلانيانو يوې نهه کسيزې ډلې کندهار ولایت ته سفر کړی، نوموړو د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني سره د ليدنې پر مهال افغانستان ته په راتګ خوښي ښودلې او هلته یې د تاریخي سیمو، تاریخي ابدو او نورو تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې.
مولوي انعام الله سمنګاني دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ د بشپړ امنیت ډاډ ورکړی او د هېواد د نورو تاریخي او لرغونو سیمو ترڅنګ یې د کندهار پر تاریخي، سیاحتي او لرغونو سيمو هر اړخيزې خبرې کړي.
په دې وروستيو کې کندهار ته د بهرنیو سیلانیانو د راتګ شمېر زیات شوی، هره ورځ لسګونه سیلانيان راځي او د کندهار د بېلا بېلو سياحتي سيمو څخه ليدنه کوي.

د خاواک او انداراب کوتل ۱۲ کیلو متره رغول شوی

د ۲۱۷ عمري قول اردو د رهبرۍ په لارښوونه بغلان ولایت کې د خاواک او اندراب کوتل مواصلاتي لار د یادې قول اردو د دریمۍ انجینرۍ لوا له لوري د جوړولو چارې روانې دي.

خاواک کوتل لارې د مسافرو لپاره یو شمېر ستونزې جوړې کړې وې؛ چې د ۲۱۷ عمري قول اردو په لارښوونه یاد کوتل د انجینرۍ ټیم له لوري رغول کیږي.

تر اوسه پورې د یاد کوتل ۱۲ کیلومتره سړک تکمیل شوی او ۳۰ کیلو متره سړک نور هم ترمیم ته اړتیا لري، چې د یاد ټیم له لوري به یې کارونه ژر تر ژره پای ومومي.

په داسې حال کې چې د سالنګ تونل د جوړولو چارې شروع شوي دي، بدیله لار یې د خاواک کوتل او شیبر ټاکل شوې.

د مالیې وزارت مالي مرستیال او کفیل په افغانستان کې د WFP له مشرې سره لیدنه کړې

د مالیې وزارت مالي مرستیال او کفیل عبدالقدیر احمد په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروگرام (WFP)  له مشرې مېرمن شاو وې لي سره لیدنه کړې.
مالي مرستیال د WFP مسولینو څخه په افغانستان کې د فعالیتونو جاري ساتلو له امله مننه کړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې ورکړی.

نوموړي ویلي، مالیې وزارت به په بشري او پراختیایي برخه کې د WFP فعالیتونو لپاره د لا ډېرو همکاریو او اسانتیاوو رامنځته کولو ته دوام ورکړي.
عبدالقدیر احمد غوښتنه کړې، چې WFP دې د بشري مرستو ترڅنگ په پراختیایي برخو کې هم مرستې وکړي، ترڅو د افغانانو ستونزو ته په دایمي او اساسي توگه رسېدنه شوې وي.
په افغانستان کې د WFP مشرې له مالیې وزارت څخه مننه کړې، چې په تېرو دوو کلونو کې یې د بشري مرستو د رسولو په برخه کې یو لړ مهمې گمرکي او مالیاتي اسانتیاوې برابرې کړي، چې د بشري فعالیتونو د پراختیا په برخه کې یې مثبت اثر کړی دی.

نوموړې زیاته کړې، چې WFP د افغانستان وضعیت له نږدې څاري او د بهرنیو مرستو د راجلبولو په موخه به د افغانستان د وضعیت او د بشري مرستو په برخه کې د رامنځته شوو اسانتیاوو رښتینی انځور نړیوالو ته ورسوي.
په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروگرام مشرې ډاډ څرگند کړی، چې دوی به په افغانستان کې د اړوند وزارتونو سره په گډه د بشري مرستو رسولو او پراختیایي مرستو د برابرولو برخه کې خپلو کړنو ته دوام ورکوي.

د افغانستان بهرنیو چارو سرپرست وزیر سره د چین او پاکستان ځانګرو استازیو لیدنه کړې

د بهرنيو چارو سرپرست وزير مولوي امير خان متقي سره د مسکو فارمټ په څنډه کې د چين او پاکستان ځانګړو استازيو هر يوه يو‌شيانګ او اصف دراني ګډه ناسته ترسره کړې.

په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان او چين پر اړيکو، ګډو ګټو او ګواښونو هر اړخیزې خبرې شوي.

د بهرنيو چارو سرپرست وزير پاکستان سره د افغانستان اړيکې دوستانه بللي او ټينګار يې کړی، چې د ستونزو د راپورته کېدو پرمهال بايد د رسنيزو څرګندونو پرځای له ديپلوماتيکو لارو يې د حل هڅه وشي.

د پاکستان استازي هم ټينګار کړی، چې ستونزې د دوو اړخيزو ديپلوماتيکو چينلونو له لارې اوارې شي.

چينايي لوري د افغانستان او پاکستان د دوې اړخيزې ديپلوماسۍ ستاينه کړې، چې پر وخت يې اړوندو مسلو ته حل‌لاری موندلي دي.

چينايي لوري همداراز ډاډ ورکړی؛ چې په سيمه کې د امنیت، ثبات او پرمختګ د ملاتړي هېواد په توګه چمتو دی، چې افغانستان سره په ګڼو برخو کې خپلې مرستې لا زياتې کړي.

د اسلامي امارت په راتګ سره زابل کې ۱۸ روغې او جوړې شوې

د زابل ولایت د سرحدونو او قبايلو چارو رياست مسولين وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې د ولایت په کچه د قومونو او بېلا بېلو کورنيو ترمنځ ۱۸ روغې او جوړې کړې دي.

د یاد ریاست مسولین وايي، چې د يادو روغو جوړو په ترڅ کې داسې مشکل موضوعات هم حل شوي، چې د مړو موضوعات پکې شامل وو.

دغه راز د دې ولايت علماء او قومي مشران له اسلامي امارت خوښ څرګندوي او وايي، چې په راتګ سره يي د خلکو او قومونو تر منځ زيات شمير ستونزې حل شوې دي.

د یادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت په واکمنيدو سره د سرحدونو او قبايلو چارو د رياست ترڅنګ د سيمه ييزو مسږلينو او قومي مشرانو په منځګړيتوب لسګونه دښمنۍ او شخړې حل او پر دوستي بدلې شوې دي.