ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1333

د اسلامي امارت په راتګ سره زابل کې ۱۸ روغې او جوړې شوې

د زابل ولایت د سرحدونو او قبايلو چارو رياست مسولين وايي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره یې د ولایت په کچه د قومونو او بېلا بېلو کورنيو ترمنځ ۱۸ روغې او جوړې کړې دي.

د یاد ریاست مسولین وايي، چې د يادو روغو جوړو په ترڅ کې داسې مشکل موضوعات هم حل شوي، چې د مړو موضوعات پکې شامل وو.

دغه راز د دې ولايت علماء او قومي مشران له اسلامي امارت خوښ څرګندوي او وايي، چې په راتګ سره يي د خلکو او قومونو تر منځ زيات شمير ستونزې حل شوې دي.

د یادولو وړ ده، چې د اسلامي امارت په واکمنيدو سره د سرحدونو او قبايلو چارو د رياست ترڅنګ د سيمه ييزو مسږلينو او قومي مشرانو په منځګړيتوب لسګونه دښمنۍ او شخړې حل او پر دوستي بدلې شوې دي.

ډاکټر عبدالباري عمر د ایران فارما په نوم د درملو او صحي محصولاتو له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې

د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د ایران فارما په نوم د درملو اوصحي محصولاتو له نړیوال نندارتون څخه لیدنه وکړه.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست ډاکټر عبدالباري عمر ایران ته د خپل سفر په جریان کې د ایران فارما تر عنوان لاندې د درملو او روغتیايي محصولاتو له نړیوال نندارتون څخه لیدنه کړې.

ښاغلي عمر په یاده لیدنه کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ایراني او نړیوالو کمپنیو له رییسانو سره هم لیدنه کړې او د هېواد په داخل د درملو، روغتیايي محصولاتو او خوراکي توکو په اړه شته اصولو او قوانینو او همدا راز په ځانکړې توګه د درملو او روغتیايي محصولاتو د بهرنیو کمپنیو او د هغو د تولیدي اقلامو د ثبت کړنلارې په اړه یې معلومات ورکړي، ترڅو کیفیت او معیار تضمین او د قاچاق او غیرې معیاري درملو له وارداتو مخنیوی وشي.

د دې تر څنګ د ایران او نورو هیوادو د درملو تولیدي فابریکو مسولینو د یادې کړنلارې څخه خوښي څرګندې کړې او لېوالتیا یې ښودلې، ترڅو خپل تولیدي درمل او روغتیايي محصولاتو د خوړو او درملو ملي ادارې د نوي طرزالعمل له مخې ثبت کړي.

کرېکټ؛ افغانمل لوبډلې د غزني کلب لېول سیالیو اتلولي وګټله

څه موده وړاندې په غزني ولایت کې د ۱۴ ثبت شویو کلبونو تر منځ کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې تېره ورځ په یوه جذابه سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو پایلوبې ته افغانمل او خپلواک شرافت لوبډلو لار موندلې وه، چې افغانمل پکې سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه او د کلبونو په کچه سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
په پای کې کفایت الله غوره توپوهونکی، داود شاه مخلص تکړه توپ اچوونکی او عبد الخالق پیاوړی الراونډر ونومول شو.

د اداري کمېسيون غونډه ترسره شوه

د اداري کمېسيون غونډه د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال محترم مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ او د دې کمېسیون د غړو په ګډون ترسره شوه.

په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست او د افغانستان طبي شورا پر اړوندو موضوعاتو بحث وشو او د يادو مواردو په اړه لازم تصميمونه ونيول شول.

د غونډې په پای کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو او کانونو او پټروليم وزارتونو او همداراز د چارو ادارې اړوندو موضوعاتو د لا زياتې ارزونې په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.

د مالیې وزارت مالي مرستیال د خوړو نړیوال پروګرام له مشرې سره لیدنه کړې

د مالیې وزارت مالي مرستیال او کفیل حاجي عبدالقدیر احمد په افغانستان کي د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له مشرې مېرمن “شاو وې لي” سره لیدنه کړې او هېواد کي یې د خوړو نړیوال سازمان په فعالیتونو او راتلونکو پلانونو خبري کړې دي.

ښاغلي احمد د خوړو نړیوال پروګرام افغانستان کې له جاري فعالیتونو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې مالیې وزارت به په بشري او پراختیایي برخو کې د (WFP) د فعالیتونو لپاره د لا ډېرو همکاریو او اسانتیاوو رامنځته کولو ته دوام ورکوي.

اغلي “لي” مننه کړې، چي مالیې وزارت د بشري مرستو د رسولو په برخه کي ګمرکي او مالیاتي اسانتیاوي رامنځته کړي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام مشرې ویلي، چې (WFP) د افغانستان وضعیت له نږدي څاري او د بهرنیو مرستو د راجلبولو په موخه به د افغانستان د وضعیت او بشري مرستو ریښتینی انځور نړیوالو ته وړاندې کړي.

د مسکو فارمټ غونډه کې د مولوي امیرخان متقي وینا!

کاوش | د اوبو د مدیریت په تړاو بحث!

مسکو فارمټ ناستې ته د مولوي امیر خان متقي وینا؛ تر بل هر وخت د “شمال او جنوب سوداګریز دهلیز” عملي کېدو ته شرایط برابر دي

له هر څه وړاندې د روسیې فدارسیون له حکومت او تاتارستان جمهویت نه مننه کوم چې د دې ناستې تابیا یې ونیوله او د افغانستان اسلامي امارت په استازیتوب یې موږ ته د ګډون بلنه راکړه، ترڅو د خپل هېواد په تړاو د وروستیو سیاسي، امنیتي او اقتصادي پرمختګونو په هکله د ناستې ګډونوالو سره هراړخیز بحثونه ولرو.

درنو حاضرینو، دوه کاله وړاندې د ۲۰۲۱م کال د اکټوبر پر ۱۶مه زموږ یوه لوی پلاوي داسې مهال د مسکو فارمټ ناسته کې ګډون وکړ، چې په افغانستان کې د امریکا او ناټو اشغال او پر هغوی تکيه اداره له منځه تللي وو او د افغانستان اسلامي امارت حکومت تازه کار پیل کړی و.

هغه مهال له ځینو لوریو سره د راتلونکې حکومتدارۍ، د حکومتي بنسټونو احیاء خصوصاً د امنیتي سکتور وزارتونو بیا فعالولو، امنیتی وضعیت او مخدره موادو په تړاو ژورې اندېښنې او جدي پوښتنې مطرح وې.

خو موږ د الله تعالی په خاص نصرت، د ولس په ملاتړ، او په خپل ټینګ عزم باور درلود چې د اشغال پای ته رسېدو سره به سم موږ د یوه خپلواک، امن او ښېرازه افغانستان د بنسټ ډبره ږدو، چی الحمدالله دا کار وشو‌ او په تقویت یی کار روان دی.

تیر دوه کاله موږ د همدې فارمټ او نورو ناستو او فارمټونو په چوکاټ کې سیمې او نړۍ ته د افغانستان امنیتي وضعیت په هکله اطمینان ورکړ او ژمنه مو وکړه، چې د افغانستان اسلامي امارت به د یوه مسول حکومت په توګه پرې نږدي، چې د افغانستان له خاورې د نړۍ، سیمې او په ځانګړې توګه خپلو ګاونډیو هېوادونو ته ګواښ پیښ شي، چي دا ژمنه په ښه ډول عملی شوې ده.

په تېرو دوو کلونو کې موږ د خپل حکومت سیاسي، امنیتي او اقتصادي بنیادونو رغولو سره هممهاله د اشغالګرو په سیوري کي د روزل شویو فتنه‌ګرو ډلو پرخلاف مبارزه چټکه کړه او وتوانیدلو، چي په ټول هیواد کې د داعش پټنځایونه په ډېر مسلکي ډول له منځه یوسو او د افغانستان په شمول د ټولې سیمې د امنیت پرخلاف د یوې سترې دسیسې وروستۍ هڅه هم شنډه کړو.

درنو حاضرینو؛ په تېره شاوخوا نیمه پېړۍ کې افغانستان له ګڼو سیاسي، امنیتي، اقتصادي، ټولنیز او په ځانګړې توګه د کورني مشروعیت له بحران سره مخ و چې د ګڼو ننګونو لامل شو.

علمي او عملي تجربو وښوده چې د بحران اصلي ريښه د کورنیو مسلو په اړه د خارجي نسخو، ماډلونو او فرمایشونو تطبیق وو چې زموږ جغرافیه، تاریخ، فرهنګ، دیني او ټولنیز ارزښتونه په کې له پامه غورځول شوي وو.

زموږ د دې ادعا ښه بېلګه تېره دوه کلنه حکومتولي ده، چې له بندیزونو او د کوم جهت له مرستې او ملاتړ پرته مو جنګ ختم او ډاډمن امنیت رامنځته کړ.

حکومت مو مرکزي کړ، بودیجه مو خپلواکه کړه، له هیواده مو چا ته ګواښ پیښ نه شو، مخدره موادو سره مو مؤثره مبارزه وکړه، په حکومتي او خصوصي سکتور کې مو کاري فرصتونه پراخ کړل، عدالت ته لاسرسی هرې ولسوالۍ او کلی ته وغزیده، تجارت، ټرانزیټ او پانګونې لپاره مو آسانتیاوې رامنځته کړې، د هیواد په بېلابېلو برخو کي مو د بیا رغوني پروژي پیل کړې او د ولس تر محرومې طبقې پورې مو د خدماتو رسولو کې شفافیت تضمین کړ.

دا هر څه په تېرو شلو کلونو کې په اصطلاح همه شمول رژیم د سوونو زرو بهرنیو او کورنیو عسکرو، پرمختللو وسلو، پراخ مالي ملاتړ او د سیمې او غربي هېوادونو سیاسي ملاتړ سره سره هم ترلاسه نه کړل، چې د پاشلتیا اساسي لامل یې د بهرنیو فرمایشونو د منلو په نتیجه کې د ولس په وړاندي د مشروعیت بحران رامنځ ته کېدل او په مقابل کي یې ولس را پاریدل و.

په همدې اساس مو د خپلو خلکو د دین، تاریخ، کلتور او خصوصا نژدې سیاسي واقعیتونو ته په پام کې نیولو سره د یوه داسې حکومت بنسټ کېښود، چې د ښې حکومتدارۍ ترڅنګ د دیني او ملي مشروعیت څخه برخمن وي.

هیله من یم چې د سیمې او نړۍ هیوادونه هم پر دې واقعیت د تایید مهر ولګوي ولې په تېرو ۴۵ کلونو کي د ناتعریف شوي همه شمولیت په څېر هیڅ بهرنۍ نسخې د افغانستان ستونزې نه دي حل کړي.

موږ له ټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه له خپلو ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو هیله لرو، لکه څنګه چې موږ نورو ته د حکومتدارۍ د بڼې په اړه نسخې نه وړاندې کوو، دوی دې هم د افغانستان د حکومتدارۍ د بڼې په تړاو د نسخې وړاندې کولو پرځای د افغانستان اسلامي امارت سره په هره برخه کې رسمي کار پیل کړي، ترڅو دلته له یوې خوا د شریرو جهتونو لاسونه پرې شي او له بلې خوا د یورو-آسیا سیمې، چې د نړۍ نږدې اویا سلنه نفوس، اکثره شتمني او د انرژي درېیمه برخه سرچینې لري، له ظرفیت څخه د سیمې د ثبات او ښېرازۍ لپاره ددې تاریخي فرصت څخه د ټولو په ګټه اعظمي استفاده وشي.

درنو حاضرینو؛ په پای کې ځینو مواردو ته غواړم مشخصې اشارې ولرم.

لومړی: اوس چې د افغانستان اشغال پای ته رسېدلی، امنیت راګرځېدلی او یوه قوي سیاسي اراده موجوده ده، نو د دې وخت راغلی چې د افغانستان په محوریت د سیمه‌ییز اتصال پروژې تطبیق شي.

موږ د خپل اقتصادمحوره بهرني سیاست پر بنسټ د سیمه‌ییز اتصال لپاره که هغه د ټرانسپورټ په بڼه او یا د انرژۍ د لېږد په ډول وي، چمتو یو چې ټولې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

له نوو سیاسي انکشافاتو وروسته، اوس تر بل هر وخت د «شمال او جنوب سوداګریز دهلیز» عملي کېدو ته شرایط برابر دي.

دلته د روسیې فدراسیون د لومړي وزیر ښاغلي میخائیل میشوستین له هغو څرګندونو ملاتړ کوو، چې ویلي و «روسیه چمتو ده چې د افغانستان او جنوبي اسیا په ګډون د یورو-آسیا په سیمه کې د سوداګریزو مسیرونو پر پراختیا تمرکز ولري».

د سیمې د هېوادونو لپاره هم باید همدا مهم وي چې څنګه خپلې ګټې خوندي کړي او له فرصتونو استفاده وکړي؛

دویم: افغانستان د اقتصادي همکاریو، سوداګرۍ او پانګونې قوي ظرفیت لري او موږ له هر ډول تبعیض پرته د زیربنايي پروژو، انرژۍ، معادنو، زراعت، مواصلاتي خطوطو او په ځانګړې ډول د اوسپنې پټلۍ، چې ټوله سیمه د افغانستان له لارې په لنډه توګه نښلوي، چمتو یو چې لازمې اسانتیاوې برابرې کړو.

درېیم: موږ ګاونډیو هېوادونو سره د سرحدي همکاریو په برخه کې د قاچاقبرانو او نورو ورانکارو عناصرو د تګ او راتګ د مخنیوي په برخه کې خپل تیاری بیا تکراروو.

د دغو ګواښونو دفع ډله‌ییزو همکاریو ته اړتیا لري.

موږ په دې برخه کې مؤثرې هڅې کړې دي او په کوردننه مو د مخدره موادو کښت او قاچاق د صفر کولو په موخه مبارزه کړې ده؛ مګر د قاچاق په برخه کې چې دوو اړخیزو همکاریو ته ضرورت ده، د اړوندو هېوادونو همکاریو ته اړتیا لرو.

څلورم: افغانستان د تېرو دوو کلونو په اوږدو کې ګڼو هېوادونو سره، په ځانګړې توګه د سیمې له هېوادونو سره د پراخو سیاسي او دیپلوماتیکو تعاملاتو د پیل شاهد و.

په دې اړه د سیمې هېوادونه ډېر مخکښ و، چې مننه یې کوو او دا د افغانستان او سیمې او نړۍ ترمنځ د دیپلوماتیکو اړیکو نوی فصل بولو.

د بېلګې په توګه د چین ولسي جمهوریت د افغانستان اسلامي امارت ته له دیپلوماتیکو تشریفاتو سره سم سفیر معرفي کړ.

موږ هیله‌من یو چې د چین دا اقدام نورو هېوادونو ته هم ښه مثال شي او زموږ سفیران هم ومني ترڅو د دوو اړخیزو ګټو په نظر کې نیولو سره مؤثرې ښکېلتیا ته زمینه برابره کړي.

پنځم: افغانستان ته د نړۍ له بېلابېلو هیوادو سیلانیان، دیپلوماتان، مرستندویان، خبریالان او څیړونکي په ډاډه زړه راځي او په ټول هیواد کي ازاد ګرزي.

بناء موږ یو ځل بیا اعلان کوو هر څوک چي له افغانستان څخه د امنیت او یا هم مخدره موادو په اړه تشویش لري د مغرضو کړیو د تبلیغاتو د اوریدو او د همدې غرضي تبلیغاتو په استناد او بنیاد د عکس العمل ښودوو پر ځای دي خپله افغانستان ته راشي، هیئتونه دي راولیږي او هر څه دي له نږدي په خپلو سترګو وویني تر څو یې تشویش رفع او اطمنان حاصل شي.

په پای کې د روسیې فدراسیون د دې ابتکار له امله د منني ترڅنګ یو ځل بیا ګاونډیو او د سیمې هېوادونو باندې غږ کوم، چې افغانستان د مشترکو مشروعو ګټو پر بنسټ ټولو سره مثبت تعامل ته چمتو دی او هیله‌من یو چې له دې فرصت څخه ټول هېوادونه د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره استفاده و کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر منځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر منځ د مخابراتي خدمتونو د مشترکینو د هویت د تثبیت ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر منځ د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د مشترکینو د هویت د تثبیت په موخه د برېښنايي پیژندپاڼو له سیسټم سره د سیمکارټونو د ثبت او مدیریت سیسټم د نښلېدو ګډ هوکړه لیک لاسلیک شو.

د دغې هوکړه لیک له مخې به افغانستان کې د غیرې قانوني سیمکارټونو مخه په پوره ډول ونیول شي چې د هېوادوالو د ازار اذیت او رواني امنیت د اخلال سبب شوي وو او ورسره به افغانستان کې د سیمکارټونو د ویش پروسه په بشپړ ډول شفافه او اسانه شي.

یاد هوکړه لیک چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت د وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس ښاغلي ډاکټر صاحب فقیر محمد زیار لخوا لاسلیک شو دواړو لوریو یاد اقدام افغانستان کې موثر او ګټور وباله .

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژي وزارت وزیر ښاغلي مولوي صاحب نجیب الله حقاني وویل، نه یوازې دا چې د یاد ګام په اخیستو سره به افغانستان کې د هویت د تثبیت ستونزه حل شي بلکې ومو کولای شول د ډیجیټلایزشن پر لوري هم یو موثر ګام واخلو له یوه لوري به مو د غیر قانوني سیمکارټونو مخه نیولې وي او له بل لوري به د شفافیت تر څنګ یاده پروسه ګړندۍ او سهولتونه به ورسره ایجاد شي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې رییس ښاغلي ډاکتر صاحب فقیر محمد زیار هم افغانستان کې د الکټرونیکي پیژندپاڼو له سیسټم سره د سیمکارټونو د ثبت او راجسټریشن پروسه ګټه وره او د وخت اړتیا یې وبلله .

د یادونې وړ ده چې له کلونو راهیسې افغانستان کې د غیر قانوني سیمکارټونو شتون افغانانو لپاره ستر سرخوږی جوړ کړی و او په بازارونو کې به په ازاد ډول پلورل کېدل، د افغانستان اسلامي امارت له راتلو سره سم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت یاده چاره په خپلو لومړیتوبونو کې ونیوله او د یوې جامع کړنلارې په اساس یې افغانستان کې د غیر قانوني سیمکارټونو مخه په پوره ډول ونیوله.

چین هانګ جو؛ دوو افغان ورزشکارانو د برنزو مډالونه وګټل

د چین په هانګ جو کې په روانو اسیایي المپیکي سیالیو کې د ووشو دوو تنو ورزشکارانو محمد خالد هوتک، محمد نصرت حبیبي د برنزو مډالونه وګټل او افغان تکواندو کار محمد اکبر امیري په لومړنۍ لوبه کې کوریایي سیال مات کړ.

محمد خالد هوتک په دوو لومړنیو سیالیو کې قزاقستاني او هندي سیال ته ماتې ورکړې وه؛ خو درېیمه هغه یې چینایي سیال ته بایلوده. همدارنګه محمد نصرت حبیبي هم یو استراحت او دویمه لوبه کې ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړې وه، چې په درېیمه لوبه کې یې له ایراني حریف څخه ماتې وخوړله.

د تکواندو په برخه کې محمد اکبر امیر په +۸۰ کیلو وزن کې په لومړنۍ لوبه کې پياوړي کوریایي حریف ته ماتې ورکړه؛ خو په دویمه لوبه کې یې چینایي سیال ته میدان بایلود.

بل پلو نن د هانګ جو په وخت اته بجې افغان بوکسر عبدالجبار پوپلزی له قرغیزستاني سیال سره مخ کیږي، له دې مخکې پوپلزي په لومړۍ لوبه کې بوتاني سیال ته ماتې ورکړې وه.