ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1334

چین هانګ جو؛ دوو افغان ورزشکارانو د برنزو مډالونه وګټل

د چین په هانګ جو کې په روانو اسیایي المپیکي سیالیو کې د ووشو دوو تنو ورزشکارانو محمد خالد هوتک، محمد نصرت حبیبي د برنزو مډالونه وګټل او افغان تکواندو کار محمد اکبر امیري په لومړنۍ لوبه کې کوریایي سیال مات کړ.

محمد خالد هوتک په دوو لومړنیو سیالیو کې قزاقستاني او هندي سیال ته ماتې ورکړې وه؛ خو درېیمه هغه یې چینایي سیال ته بایلوده. همدارنګه محمد نصرت حبیبي هم یو استراحت او دویمه لوبه کې ټایلنډي سیال ته ماتې ورکړې وه، چې په درېیمه لوبه کې یې له ایراني حریف څخه ماتې وخوړله.

د تکواندو په برخه کې محمد اکبر امیر په +۸۰ کیلو وزن کې په لومړنۍ لوبه کې پياوړي کوریایي حریف ته ماتې ورکړه؛ خو په دویمه لوبه کې یې چینایي سیال ته میدان بایلود.

بل پلو نن د هانګ جو په وخت اته بجې افغان بوکسر عبدالجبار پوپلزی له قرغیزستاني سیال سره مخ کیږي، له دې مخکې پوپلزي په لومړۍ لوبه کې بوتاني سیال ته ماتې ورکړې وه.

کونړ؛ نرنګ ولسوالي کې یو فرعي روغتیایي مرکز  جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د کونړ په نرنګ ولسوالي کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو فرعي روغتیایي مرکز  جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد ولایت روغتیا ریاست په چوکاټ کې د اسلامیک ریلیف موسیسې په مالي همکاري د نرنګ ولسوالي په غرنۍ سیمه شینو کلي کې یو فرعي روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دې روغتون پر اساس ۷ زره خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې چمتو شوې دي.

د یاد ریاست چارواکي وايي، چې لرې پرتو سیمو کې یې د روغتیایي مرکزونو جوړېدو او خدمتونو پراختیا ته کلکه پاملرنه کړې او ښې لاسته راوړنې لري.

کندهار کې د ګرځندوی نړیواله ورځ په شانداره مراسمو نمانځل شوې

د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې او د لویو هوټلونو سره په همږغۍ د ګرځندوی نړیواله ورځ د عینو مېنې په نقشې پارک کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل شوې.

په دغه مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي انعام الله سمنګاني، د بهرنیو چارو رییس مولوی عبدالشکور حقانی، د کندهار والي ، د اسلامي امارت مسولینو،  تاجرانو، د سیاحتي شرکتونو استازو او د لویو هوټلونو د مسولینو تر څنګ د ایران او پاکستان هېوادونو ډیپلوماتانو او د یوناما او نړیوالو سازمانونو مسولینو ګډون درلود.

د اطلاعات او فرهنګ رییس ویلي؛ د ازادۍ څخه وروسته اوس په افغانستان کي امنیت په بشپړ ډول خوندي دی، د کورنیو سېلانیانو تر څنګ بهرني سېلانیان په ډاډه زړه راتلای شي او د افغانستان له مختلفو تاریخې او سیاحتي سیمو څخه لیدنه کولای شي.

نوموړي خوښي ښودلې، چي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د تیر کال په پرتله پنځه برابره زیات د مختلفو هېوادونو سېلانیان راغلي او ورځ تر بلي یې په شمیر کي زیاتوالی راځي، او سېلانیان په ډاډمنه فضا کې کولای شي د سیاحتي او تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړي.

ښاغلي سمنګاني زیاته کړې، د کندهار میوزیم چې په يوه کوچني ځای کې جوړ شوی، پلان لرو، چې ډېر سم او لوی ځای ته انتقال کړو او د کندهار اړوند ټول هغه اثار به ورته را انتقال کړو، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او په نورو هېوادونو کې موجود دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله وینا کې افغانستان له مختلفو اړخونو یو لرغونی هېواد یاد کړی او ویلي يي دي، چې دلته مختلفو خلکو ژوند کړی او بېلابیل اثار یې موجود دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په تیرو ۴۰- ۴۵ کلونو کې افغانستان د سیاحت له اړخه مساعد نه وو، اوس د اسلامي امارت په راتګ سره زمینه برابره شوې ده، چې د خارجي هېوادونو سېلانیان راشي او له مختلفو سیمو لیدنه وکړي، چي دا د ویاړ ځای دی.

مولوي ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چي په بهرني هېوادونو کې د افغانستان تصویر منفي ښوول کیږي، موږ کولای شو د ګرځندویانو په مرسته دا تصویر مثبت وړاندې کړو.

نوموړو له تاجرانو غوښتي، ترڅو په داسي سیمو کې پانګونه وکړي، چې سیلانیان راجلب کړي.

د اسلامي امارت ویاند پر نړیوالو سازمانو او ادارو ږغ کړی، چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه استعمالیږي، نړیوال باید په افغانستان کې د تیرو شاوخوا دوو کلونو په لاسته راوړونو سترګې پټې نه کړي.

ښاغلي د بهرمېشتو مغرضو کسانو غوښتي، چې ناکامې توطيې دې نه جوړوي، ځکه افغانانان نور د تاوتریخوالي اجازه چاته نه ورکوي او هغوي دې هم په ابرومندانه ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

د کندهار والي خارجي اتباعو ته ډاډ ورکړی، چې په ګرځندوی، تجارت او نورو ټولو برخو کې ورته اوس تر بل هر وخت زمینه برابره ده او اسلامي امارت یې هر اړخیز ملاتړ کوي.

 د کندهار پوهنتون استاد انجینر شیرشاه رشاد ګرځندویانو ته د ځینو سهولتونو او اسانتیاو پر برابرولو خپله هر اړخیزه وینا کړې او ویلي يي دي، چې ګرځندوی اوس په نړیواله کچه د صنعت بڼه خپله کړې ده.

د تجارت خونې رییس محمد صدیق مهمند په تاریخي او سیاحتي سیمو کې د پانګونې ژمنه کړې او ویلي يي دي، چې سوداګر تیار دي، په هغو سیمو کې پانګونه وکړي، چې سېلانیان ورته راځي.

د عراق له زندانونو څخه ۲۵ تنه افغانان ازاد شوي

د بهرنيو چارو وزارت وايي؛ چې د دې وزارت او په بغداد کې د افغانستان د اسلامي امارت د سفارت په هلو ځلو د هېواد ٢٥ تنه اتباع، چې د عراق جمهوري دولت په زندانونو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله بنديان وو ازاد شوي، او د اړینو اسنادو له برابرولو وروسته هېواد ته راستانه شوي.

یاد وزارت زیاتوي، چې اسلامي امارت د هېواد اتباعو د حقوقو څخه دفاع خپله وجیبه بولي او همداراز په عراق او د نړۍ په نورو ټولو هېوادونو کې د خپلو اتباعو د خلاصون لپاره ولس ته ډاډ ورکوي.

 د اسلامي امارت مسولین د خپلو سفارتونو د مسولینو د هڅو قدردانی کوي.

مولوي امیر خان متقي د مسکو د لوی جومات له ملا امام سره لیدنه کړې

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي مسکو ته د رسمي سفر په لړ کې د روسیې فدراتیف د لوی مفتي او د مسکو لوی جومات له ملا امام راویل عین الدین سره لیدنه کړې.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد ویلي؛ په دې لیدنه کې مفتي راویل عین الدین د روسیې د مسلمانانو او دیني مراکزو په اړه بشپړ معلومات وړاندي کړي.

همدارنګه یې د تاتارستان او افغانستان ترمنځ پر تاریخي اړیکي روښانه کړي او تاتارستان یې د روس او اسلامي نړۍ ترمنځ د اړیکو تار بللی دی.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي؛ امید لرم، چې تاسې به د افغانستان او روسیې ترمنځ د هر اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې موثر او اغېزمن رول ولوبوئ.

مفتي راویل عین الدین د افغانستان او روسیي فدارتیف ترمنځ د اړېکو په پوره ښه کیدا کي د مرستې ډاډ څرګند کړی.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر له یو شمېر سياسي کارپوهانو او فعالانو سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدین حقاني د هېواد له سیاسي اشخاصو او لیکوالو سره لیدنه کې د ځينو ستونزو د حل او پرمختګونو په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون کړی.

 په دې لیدنه کې د سیاسي چارو کارپوه حميدالله هوتک د هېواد بېلابېلو سیمو ته د سرپرست وزیر په ګډون، د مشرانو سفرونه د ملي او سیاسي تفاهم د روحیې د پياوړتیا لپاره ګټور بللي او د ولسي حقونو تضمین یې د حکومت له دقته ډک مسولیت یاد کړی. 

د غونډې د ګډونوالو په وینا، د سرپرست وزیر سفرونه د ولس د اقشارو ترمنځ د یووالي سبب ګرځېدلي.

 دغه راز نوموړو ویلي؛ له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون باید د کادرونو د رابللو چارې لا ګړندۍ کړي او د پردیو هېوادونو له کمپونو یې را وباسي. 

ګډون والو زیاته کړې؛ د پردیو توطیو دا هېواد ۴۵ کاله په شخړو کې ښکېل کړی و، چې باید له دې وروسته افغانان د نورو په لمسون د ناخوالو څخه ځان وساتي. 

د کورنیو چارو سرپرست وزیر د ګډونوالو د نظرونو تر اورېدو وروسته ویلي؛ د متقابل زغم له لارې اکثره ستونزې ختمېدلی او د بدبينۍ او نفاق روحیه له منځه تللی شي.

خليفه سراج الدین حقاني په وینا، ملي او اسلامي روحیه د ملت د استحکام بنسټونه دي او تر ټولو ډېره توجه د مثبت ذهنیت جوړښت ته اړینه ده. 

دغه راز نوموړي زیاته کړې، چې د فکري اختلاف ستونزه به هم په مشوره او وحدت حل شي، خو مهمه دا ده چې موجود فرصتونه ضایع نه شي. 

سرپرست وزیر د عامه نظم د ټينګښت په اړه ویلي؛ له جوازه پرته څوک وسله نه شي ګرځولای او د پوليسو د تشکیلاتو تر بشپړاوي وروسته به یې جوازونه او يونیفورم هم تکمیل شي. 

ښاغلي حقاني د سیمې او نړۍ اړوند زیاته کړې، اسلامي امارت له هيچا سره ستونزه نه لري او په دوحه کې شوې ژمنې د دوی له خوا عملي شوې دي.

شیخ مولوي ندا محمد ندیم شمال زون ته د ولایتي سفرونو په دوام تخار پوهنتون کې پینځه بېلابېلې پروژې افتتاح کړې

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر تخار ولایت ته د رسمي سفر په ترڅ کې د دې پوهنتون پينځه بېلابېلې پروژې افتتاح کړې.

سرپرست وزیر شیخ مولوي ندا محمد ندیم په تخار پوهنتون کې د سولر برق ۴۰ کیلو واټ سیستم، زراعت پوهنځی څېړنېز فارم، پوهنتون په انګړ کې ٣ کیلومتره حلقوي سړک، د عربي او انګلیسي نړیوالو ژبو روزنیز مرکز او په پوهنتون کې د مسجد اعمار پروژو پرانيستنه کړې.

دغه راز سرپرست وزیر یادې پروژې د تخار پوهنتون لپاره حیاتي بللې او زیاته کړې یې ده، چې په راتلونکي کې په بېلابېلو تحصیلي بنسټونو کې دې ته ورته نورې رغنيزې او انکشافي پروژې ترلاس لاندې لري.