د کونړ په نرنګ ولسوالي کې د ۱.۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو فرعي روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د یاد ولایت روغتیا ریاست په چوکاټ کې د اسلامیک ریلیف موسیسې په مالي همکاري د نرنګ ولسوالي په غرنۍ سیمه شینو کلي کې یو فرعي روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دې روغتون پر اساس ۷ زره خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې چمتو شوې دي.
د یاد ریاست چارواکي وايي، چې لرې پرتو سیمو کې یې د روغتیایي مرکزونو جوړېدو او خدمتونو پراختیا ته کلکه پاملرنه کړې او ښې لاسته راوړنې لري.