ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د اسلامي امارت مسولین د افغان شننونکو سالمې نیوکې په ورین تندي اوري

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې له مېشتو یو شمېر سیاسي شننونکو او رسنیزو فعالینو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو سیاسي شنونکو له اسلامي امارت څخه ملاتړ خپل دیني مسولیت یاد کړی او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خپل نظرونه او وړاندیزونه د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.

نوموړو ویلي، افغان سیاسي مبصرین د دیني ارزښتونو او ملي ګټو په رڼا کې د روانو چارو او سیاسي مسایلو په اړه خپل نظرونه له ولس سره شریکوي.

دوی زیاته کړې؛ که څه هم د حکومت لخوا په لویه کچه له دوی سره د اړیکو او د همکارۍ فضا‌ء شته؛ خو اړتیا ده چې د لا ښه فعالیت او اغیزمنتیا په موخه یو واحد ادرس رامنځ ته شي، څو د سیاسي شنونکو او حکومتي ادارو د همغږۍ سبب شي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په کور دننه سیاسي شننونکي او رسنیز فعالین د نظام مهمه برخه بللې او په وینا یې، اسلامي امارت د رسنیو په ګډون له ټولو افغان شننونکو څخه ملاتړ کوي او د نظام د تقویت او چارو د اصلاح لپاره د هغوی سالمې نیوکې او نظرونه په ورین تندي اوري.

مولوي عبدالکبیر څرګنده کړې، چې د سیاسي مبصرینو وړاندېزونو ته د رسیدنې په موخه به اړونده ادارې لاس په کار شي او د همغږۍ په موخه به ورسره د لا ډېرو لیدنو فرصت رامنځ ته کړي.