ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د وحشتونو دوام؛ په رفح ښار ځمکني او هوايي بریدونه زیات شوي

صهیونیستي رژیم، د حماس غورځنګ له لوري غزه کې د اوربند په تړاو د وړاندیز شوې طرحې له منلو، څو ساعته وروسته په رفح ښار پرله‌پسې بمبارۍ پیل کړې.

اسرائیلي یرغلګرو دوې ورځې وړاندې له مصر سره د رفح ښار د ګډې پولې واک په لاس کې اخیستی او د یاد ښار په ختیځو سیمو کې یې عملیات پیل کړي دي.

له مصر سره د رفح پوله په بشپړ ډول تړل شوې او غزې ته د مرستو رسولو بهیر درول شوی دی.

صهیونیستي عسکرو له نن سهار سره سم په دې سیمه هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړي او په ټولنیزو رسنیو کې له نشر شویو ویډیوګانو ښکاري، چې سیمه کې جګړه روانه ده.

قطر په رفح د اسرائیلي بریدونو پیل غندلی او ویلي یې دي، چې پر غزه د اسرائیلو بریدونه، له مصر سره د رفح د پولې تړل او د کډوالو له کمپ څخه د پناه اخیستونکې ایستل غندو.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په جبري ډول د رفح ښار د اوسېدونکو ایستل د نړیوالو قوانینو ښکاره او خطرناک نقض ګڼلی او ویلي یې دي، چې دا اقدام به په محاصره شوې غزه کې انساني ناورین لاپسې زیات کړي.

له بل لوري د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش ویلي، چې پر رفح ښار د اسرائیلي بریدونو پیل به د زغم وړ نه وي.

د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسې ۱۱۳ زره فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي، چې ۷۰ سلنه یې ښځې او ماشومان دي او شاوخوا ۱۰ زره جسدونه تر ویجاړو شویو ودانیو لاندې دي.