ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هلمند کې د یتیمانو لپاره په ۲۷۲ جریبه ځمکه هستوګنیز ښارګوټی جوړیږي

د امیر المؤمنین حفظه الله د ځانګړي حکم پر بنسټ د کور او ښار جوړولو وزارت له لوري د هلمند ولایت نهر سراج ولسوالۍ کې د ۵۰۰ یتمیانو لپاره عصري او د ژوند له ټولو اسانتیاوو څخه د برخمن هستوګنیز ښارګوټي پر جوړولو کار پیل او د بنسټ ډبره یې کېښودل شوه.
د یاد هستوګنیز ښارګوټي د بنسټ ډبرې اېښودلو مراسمو کې د کور او ښار جوړولو وزارت د سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني سربېره د اطلاعات او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخوا، د هلمند مرستیال والي، د دغه ولایت امنیه قوماندان ، د کور او ښار جوړولو رییس، د هلمند د اطلاعات او کلتور رییس د قطر هېواد د شاهي کورنۍ د خیریه بنسټ استازي او ځینو نورو رییسانو او د ادارو مسولینو ګډون کړی و.
د کور او ښار جوړولو سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني ویلي؛ د خوښۍ ځای دی، چې هلمند کې د یتیمو کورنیو لپاره سر پناه جوړیږي.
یاد هستوګنیز ښارګوټی په ۲۷۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي او د لګښت چارې د قطر هېواد د شاهي کورنۍ خیریه بنسټ په غاړه اخیستې دي، چې نورې چارې به یې د کور او ښار جوړولو وزارت تر چتر لاندې پرمخ وړل کېږي.