ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: جوزجان کې تېر کال نږدې ۱۶۵ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د جوزجان ولايت د احصايې او معلوماتو ریاست په ‍‍۱۴۰۲ لمريز کال کې په ټوليز ډول ۱۶۴ زره او ۷۹۷ کسانو ته پېژندپاڼې وېشلې دي، چې ۱۱۰ زره او ۳۵۵ برېښنایي او ۵۴ زره او ۴۴۲ نورې یې کاغذي پېژندپاڼې دي.
د یاد ولايت د احصايې او معلوماتو رییس حافظ عزیزالله عزام ویلي؛ چې هره ورځ شاوخوا ۵۰۰ کسان د برېښنایي پېژندپاڼو اړوند خدمتونو د ترلاسه کولو په موخه د دې رياست اړوندو دفترونو ته مراجعه کوي.
ښاغلي عزام زیاته کړې، چې د مرکز په ګډون د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د دوی اړوند دفترونه فعال دي او تېر کال د يادو دفترونو له لارې توانيدلي دي، چې پینځه زره او ۵۵۳ کسانو ته په کاغذي پېژندپاڼو کې د اصلاحاتو او پینځه زره او ۴۷۱ نورو کسانو ته د ژوند پېښو (درې زره او ۱۹۸ زېږون کارتونه، ۷۶۹ د مړینې پارچې، ۱۴۵۲ ودونو او ۵۲ طلاق ثبت) اړوند خدمتونه وړاندې کړي.
د جوزجان ولايت د احصايې او معلوماتو رياست د معلوماتو پر بنسټ په ياد ولايت کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوې وېش څانګې فعالې دي چې نارینه او ښځینه غوښتوونکو ته خدمتونه وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده؛ چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ لرې پرتو سیمو او ولسوالیو ته غځولې ده، چې د یادو سیمو اوسېدونکي په اسانۍ سره کولای شي خپلې برېښنایي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.