ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کندهار کې د ګرځندوی نړیواله ورځ په شانداره مراسمو نمانځل شوې

د کندهار اطلاعات او فرهنګ ریاست د سیاحتي شرکتونو د اتحادیې او د لویو هوټلونو سره په همږغۍ د ګرځندوی نړیواله ورځ د عینو مېنې په نقشې پارک کې په شاندارو مراسمو سره نمانځل شوې.

په دغه مراسمو کې د افغانستان د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد، د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي انعام الله سمنګاني، د بهرنیو چارو رییس مولوی عبدالشکور حقانی، د کندهار والي ، د اسلامي امارت مسولینو،  تاجرانو، د سیاحتي شرکتونو استازو او د لویو هوټلونو د مسولینو تر څنګ د ایران او پاکستان هېوادونو ډیپلوماتانو او د یوناما او نړیوالو سازمانونو مسولینو ګډون درلود.

د اطلاعات او فرهنګ رییس ویلي؛ د ازادۍ څخه وروسته اوس په افغانستان کي امنیت په بشپړ ډول خوندي دی، د کورنیو سېلانیانو تر څنګ بهرني سېلانیان په ډاډه زړه راتلای شي او د افغانستان له مختلفو تاریخې او سیاحتي سیمو څخه لیدنه کولای شي.

نوموړي خوښي ښودلې، چي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د تیر کال په پرتله پنځه برابره زیات د مختلفو هېوادونو سېلانیان راغلي او ورځ تر بلي یې په شمیر کي زیاتوالی راځي، او سېلانیان په ډاډمنه فضا کې کولای شي د سیاحتي او تاریخي سیمو څخه لیدنه وکړي.

ښاغلي سمنګاني زیاته کړې، د کندهار میوزیم چې په يوه کوچني ځای کې جوړ شوی، پلان لرو، چې ډېر سم او لوی ځای ته انتقال کړو او د کندهار اړوند ټول هغه اثار به ورته را انتقال کړو، چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو او په نورو هېوادونو کې موجود دي.

مولوي ذبیح الله مجاهد په خپله وینا کې افغانستان له مختلفو اړخونو یو لرغونی هېواد یاد کړی او ویلي يي دي، چې دلته مختلفو خلکو ژوند کړی او بېلابیل اثار یې موجود دي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په تیرو ۴۰- ۴۵ کلونو کې افغانستان د سیاحت له اړخه مساعد نه وو، اوس د اسلامي امارت په راتګ سره زمینه برابره شوې ده، چې د خارجي هېوادونو سېلانیان راشي او له مختلفو سیمو لیدنه وکړي، چي دا د ویاړ ځای دی.

مولوي ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، چي په بهرني هېوادونو کې د افغانستان تصویر منفي ښوول کیږي، موږ کولای شو د ګرځندویانو په مرسته دا تصویر مثبت وړاندې کړو.

نوموړو له تاجرانو غوښتي، ترڅو په داسي سیمو کې پانګونه وکړي، چې سیلانیان راجلب کړي.

د اسلامي امارت ویاند پر نړیوالو سازمانو او ادارو ږغ کړی، چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه استعمالیږي، نړیوال باید په افغانستان کې د تیرو شاوخوا دوو کلونو په لاسته راوړونو سترګې پټې نه کړي.

ښاغلي د بهرمېشتو مغرضو کسانو غوښتي، چې ناکامې توطيې دې نه جوړوي، ځکه افغانانان نور د تاوتریخوالي اجازه چاته نه ورکوي او هغوي دې هم په ابرومندانه ډول خپل هېواد ته راستانه شي.

د کندهار والي خارجي اتباعو ته ډاډ ورکړی، چې په ګرځندوی، تجارت او نورو ټولو برخو کې ورته اوس تر بل هر وخت زمینه برابره ده او اسلامي امارت یې هر اړخیز ملاتړ کوي.

 د کندهار پوهنتون استاد انجینر شیرشاه رشاد ګرځندویانو ته د ځینو سهولتونو او اسانتیاو پر برابرولو خپله هر اړخیزه وینا کړې او ویلي يي دي، چې ګرځندوی اوس په نړیواله کچه د صنعت بڼه خپله کړې ده.

د تجارت خونې رییس محمد صدیق مهمند په تاریخي او سیاحتي سیمو کې د پانګونې ژمنه کړې او ویلي يي دي، چې سوداګر تیار دي، په هغو سیمو کې پانګونه وکړي، چې سېلانیان ورته راځي.