ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1446

د عبدالله بن مسعود جامعې د افتاء او قضاء له لومړۍ دورې ۳۷ کسان فارغ شول

د لوړو زده کړو وزارت عبدالله بن مسعود رضی الله عنه جامعې د افتاء او قضاء تخصصاتو څخه ۳۷ تنه فاضلان فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې، چې په کابل پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، د حکومت لوړ پوړو چارواکو، د هېواد جیدو علماوو، د تحصیلي بنسټونو استادانو او د یادې جامعې استادانو، فاضلانو او کارمندانو ګډون کړی و.

په یادو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د دې وزارت فعالیتونو او لاسته راوړنو ته په اشارې سره ویلي، چې اسلامي امارت دیني او عصري زده کړو ته ژمن دی او د دې برخې لپاره یې ډېره بودیجه ځانګړې کړې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې زموږ په محاکمو کې دې ډول متخصصینو ته ډېره اړتیا ده.

ښاغلي ندیم له فارغو شویو فاضلانو غوښتي، چې له خپل مسلک سره سمې دندې ترسره او خپل هېواد او خلکو ته خدمت وکړي.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر حاجي خلیل الرحمن حقاني فارغ شویو فاضلانو ته په خطاب کې ویلي، چې تاسو ته الله تعالی ستر مسولیت سپارلی او له هغوی څخه یې غوښتي چې د خلکو د یووالي لپاره کار او مبارزه وکړي.

په دې مراسمو کې د کابل والي شیخ محمد قاسم خالد ویلي، چې په مدارسو کې باید کیفیت ته لا زیات پام وشي.

نوموړي فارغو شوو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ زیاته کړې، چې د خپل مسلک اړوند ډېره او هر اړخیزه مطالعه وکړي.

وروسته د دیني جامعات او تخصصاتو رئیس شیخ عبدالمالک نیازي د دغه ریاست د موخو، زده کړو او د درسي مهال وېش په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې دغه فاضلان د هېواد په قضیايي سیسټم کې عدالت او روڼتیا تامینولی شي.

دغه راز د افتاء او قضاء امر مفتي احسان الله احسان، د افغانستان اسلامي بانګدارۍ رییس مفتي عبدالسعید او د هېواد جید عالم شیخ نقیب الله فارغو شویو فاضلانو ته د مبارکۍ تر څنګ، د موضوع اړوند خبرې کړې دي.

ملا عبدالغني برادر اخوند: اسلامي امارت د قوش تیپې کانال پلې کېدو ته ژمن دی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند د قوش‌تېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر کړی.

په دې سفر کې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او یو شمېر نور لوړ پوړو چارواکو او سیمه‌ييزو مسولینو د نوموړي ملتیا کوله.

ملا عبدالغني برادر اخوند د یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال ویلي، چې زموږ د نني سفر موخه د قوش‌تېپې کانال له کاري پرمختګونو څخه لیدنه ده، چې الحمدالله کارونه یې د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ او سالم مدیریت د پلان سره سم پر مخ روان دي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان اسلامي امارت د قوش‌تېپې کانال پلي کېدو ته ژمن دی.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملت ته ډاډ ورکړی، چې موږ د دې ملي او حیاتي پروژې جوړېدو او په هر صورت پای ته رسولو ته ژمن یو.

په پای کې محترم ملا صاحب د یادې پروژې د مسولینو له ترسره شوو هڅو ستاینه کړې او د کارونو د لا ښه‌والي په موخه یې اړینې سپارښتنې او لارښوونې ورته کړې دي.

د کابینې ۲۶مه غونډه؛ له بهر نه د افغان زندانیانو د انتقال اړوند کمېټه تایید شوه

د کابینې په ۲۶مه غونډه کې د لوی څارنوال په مشرۍ د بهرنیو چارو، کورنیو چارو او عدليې وزارتونو، سترې محکمې او د زندانونو چارو د سمون ادارې استازیو په ګډون له نور هېوادونو د افغان زندانیانو د را انتقالولو کمېټې جوړېدل تایید شول.

همدارنګه د اقتصادي کمیسیون تخنیکي کمېټې ته دنده وسپارل شوه، چې د اقینې بندر-شبرغان او هرات-روزنک پورې د رېل پټلۍ د جوړولو په موخه طرحه برابره او د کابینې ناستې ته يي وړاندې کړي.

د دې تر څنګ د امربالمعروف، نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د لوبو اړوند ادارو او محتسبینو ته سپارښتنه وکړي چې د ځینو لوبو پر مهال نندارچیانو ته د لمانځه توصیه وکړي.

دا ناسته چې د ريیس الوزرا الحاج ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ ترسره شوه د چارو ادارې لوی ریاست د مالي او اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي ته دنده پکې وسپارل شوه، چې د اوبو او انرژي وزارت له لوري د بندونو او هایدرو تخنیکي تاسیساتو د سروې، امکان سنجۍ، تفصیلي ډیزاین او بررسۍ پړاوونو اړوند طرحه و ارزوي او پایله دې يي د کابینې غونډه کې شریکه کړي.

دغه راز کندهار کې د جامعه عمر د شویو کارونو د ارزونې او د پاتې کارونو د ترسره کېدو د لګښت په اړه د چارو ادارې لوی ریاست د استازي په مشرۍ هغه پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې پکې د ماليې، کور او ښار جوړولو وزارتونو، ملي پراختیا شرکت، د کندهار ولایت مقام او کندهار ښاروالۍ استازي هم برخه لري.

په دې غونډه کې د اوبو او انرژي وزارت مرستیال په مشرۍ یو پلاوي ته دنده وسپارل شوه، چې د ۲۲مې ګڼې مصوبې د پرېکړې پر اساس د ګمارل شوي پلاوي راپور په پام کې ونیسي او د ارغنداب رود، هلمند رود او نورو رودونو له اوبو په واټرپمپونو د ګټې اخیستنې اړوند له سیمې لیدنه وکړي او له ځايي خلکو سره د ستونزې د حل په موخه خبرې وکړي.

مولوي عبدالکبیر: د هېواد ټولو مدرسو او علماوو ته ځانګړې پاملرنه کوو

د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د خوست ولایت د جهادي مدرسې له مشر شیخ مولوي افضل حسین او د دې مدرسې له یو شمېر علماوو او استادانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو علماوو په هېواد کې د اسلامي نظام په ټينګښت خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په تېر نظام کې مدرسو او علمای کرامو ته لکه څرنګه چې لازمه وه پاملرنه نه کېده، خو اوس اسلامي امارت د علمای کرامو مشورو او وړاندیزونو ته پوره ارزښت ورکوي.

دوی ژمنه کړې، چې د اسلامي نظام د ټینګښت او ثبات لپاره به له اسلامي امارت سره هر راز همکارۍ ته دوام ورکوي.

یادو علماوو د دې مدرسې ځینې ستونزې د حل په موخه د ریاست الوزراء له سیاسي مرستیال سره شریکې کړې دي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له دوی څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو مشورې او وړاندېزونه په حوصله اوري او د پلي کېدوهڅې یې کوي.

ښاغلي مولوي عبدالکبیر ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د خوست د جهادي مدرسې په شمول د هېواد ټولو مدارسو او علمای کرامو ته ځانګړې پاملرنه کوي.

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت هېوادوالو ته د دیني او عصري زده‌کړو زمینه برابروي

د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له یو شمېر علماوو او مشرانو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې یادو علماوو د اجتماعي، امنیتي، ښوونې او روزنې، روغتیا او دیني مدرسو د وضعیت په اړه ښاغلي حنفي ته معلومات ورکړي.

د فاریاب علماوو او مشرانو د اسلامي نظام بیا راتګ الهي نصرت بللی او زیاته کړې یې ده، چې د فاریاب علماء او خلک به په هر ډول شرایطو کې په هېواد کې له اسلامي نظام ملاتړ وکړي.

دوی ښوونه او روزنه او معیاري دیني مدرسې د فاریاب ولایت د خلکو اساسي اړتیاوې بللې او د اسلامي امارت له مسولینو یې غوښتي، چې یادو موضوعاتو ته پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب ولایت له دغو علماوو او مشرانو سره پر لیدنه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې له اسلامي امارت څخه د خلکو، علماوو او مشرانو ملاتړ د اسلامي نظام د مسولینو د خوښۍ او د دین او وطن د دښمنانو د ویرې لامل دی، چې د اسلامي نظام مسوولین یې قدرداني کوي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان خلکو ته د دیني او عصري علومو په برخه کې ښوونې او روزنې ته د زمینې برابرول د اسلامي امارت له تعهداتو بللي او زیاته کړې یې ده، چې مسوولین به په دې برخه کې هېڅ راز هڅې دریغ نه کړي.

“د اسلامي امارت په راتګ سره د سوداګرو ځاني او مالي امنیت خوندي شوی”

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د هېواد له یوه ملي سوداګر الحاج ابراهیم حبیب یار سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې ښاغلي حبیب یار د اقتصادي وضعیت، سوداګرۍ او بازار په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د سوداګرۍ او پانګوالۍ په بحث کې تر ټولو مهمه موضوع د سوداګرو او پانګوالو د ځاني او مالي امنیت خوندیتوب دی چې د اسلامي امارت له حاکمیت وروسته تامین شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې ډېری افغان سوداګر او پانګوال په بېلابېلو برخو کې په هېواد کې پانګونې ته لېواله دي او په دې برخه کې د اسلامي امارت د مسولینو له لوري د لا زیاتو اسانتیاوو برابرولو او ملاتړ ته اړتیا لري.

یاد ملي سوداګر له مسولینو غوښتي چې د هېواد سوداګرو ته په بېلا بېلو برخو کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال ښاغلي حبیب یار ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې اسلامي امارت په هېواد کې د افغان سوداګرو او پانګوالو له پانګونې ملاتړ او هرکلی کوي.

ښاغلي حنفي ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت د پانګوالو د اقتصادي فعالیتونو او مالي او ځاني امنیت تامین ته ژمن دی.

د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو له قومنداني ۳۳۰ سرتېري فارغ شول

ملي دفاع وزارت وايي، چې د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۳۳۰ سرتېري د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومانداني له درې میاشتني مسلکي، عقیدوي او نظامي زده‌کړو وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله حکیمي د ښوونې، روزنې او دوکتورینو قومندان الحاج ملا عبدالجبار صدیقي او دیاد وزارت ګڼ شمېر مسولینو او سرتېرو ګډون درلود.

ښاغلي حکیمي پخپلو خبرو کې یاد فارغان خپلو مسولیتونو ته متوجې کړي او ویلي یې دي، چې زده کړې د ټولنې د سمون او رغولو لپاره اړينې دي. دغه راز اطاعت ،ژمنتیا او په نظام باور درلودل د یو پیاوړې نظام لپاره ضروري دي.

په پای کې یې د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ له مسولینو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی، چې په راتلونکي کې به هم په عقیدوي او مسلکي زده‌کړو سمبال سرتېري د هېواد د خدمت لپاره روزي.

طارق علي بخیت: په نږدې راتلونکي کې به د اسلامي هېوادونو د علماوو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د افغانستان لپاره د اسلامي همکاريو سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره لیدلي.

په دې لیدنه کې ښاغلي بخیت له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په اړه د دې سازمان د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو وروستۍ ناستې په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې په یاده ناسته کې افغانستان ته  د بشري مرستو پر دوام سربېره د پراختیایي پروژو په پلي کولو ټينګار شوی او پرېکړه شوې، چې د نورو اړتیاوو د ارزونې لپاره دې افغانستان ته یو فني او تخنیکي ټيم واستول شي او په نږدې راتلونکي کې به د اسلامي هېوادونو د علماوو یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، چې د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې مهم او مثبت رول لوبولای شي او له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په اړه یې د اسلامي همکاریو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ناستې هرکلی کړی دی.

ښاغلي حنفي زیاته کړې ، چې افغانستان کې سراسري امنیت تامین شوی، عمومي بښنه اعلان شوې، اداري فساد ختم او د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند شوی دی.

دغه راز نوموړي له یاد پلاوي غوښتي، چې د اسلامي همکاریو سازمان غونډو ته د اسلامي امارت استازی ور وبولي ترڅو له دوی سره په بېلابېلو برخو کې د افغانستان په اړه مشورې وکړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د اسلامي هېوادونو له شرکتونو غوښتي، چې د کانونو د را اېستلو، د انرژۍ تولید، مواصلات او نورو برخو کې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني: نړۍ مو په یوه واحد صف او قوي ارادې سره ماته کړه

د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د کندهار د اسلامي او ملي پولیسو په ښوونیز او روزنیز مرکز کې د ۳۸۰ تنو ملي پولیسو په فراغت غونډه کي ویلي، چې کندهار کې د یاغي امپراطوریو پر وړاندې د احمدشاه ‌بابا، میرویس خان نیکه، امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد، امیرالمؤمنین شهید ملا اختر محمد منصور تقبله الله او عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله په څېر مشران راپورته شوي او د اسلامي نظام د راوستلو لپاره یې هڅې کړې دي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې؛ په مبارزه کې د اسبابو په لحاظ ډېر عاجز او د خلکو له نظره ورک خلک بلل کېدو؛ خو د الله تعالی په پیرزوینه مو نړۍ په یوه واحد صف او قوي ارادې سره ماته کړه.

دغه راز نوموړي فارغ شویو ملي پولیسو ته په وینا کي وویلي کومې زده‌کړي مو، چې په دې مرکز کې کړي، نور تاسې خدمت ته چمتو یاست او د جهادي مبارزې له وخت څخه مو مسولیتونه ډېر دي. ستاسو هغه وخت بریالي کېدلی شئ، چې ولس په باور او همږغۍ کي وساتئ، که چېرې د امنیتي ځواکونو او ولس ترمنځ باور او همغږي وي د جرم کچه خپله ښکه کېږي.

ښاغلي حقاني زیاته کړې له نورې نړۍ سره زموږ توپير په دې کې دی، چې موږ امنیتي ځواکونه په سپېڅلې عقیده روزو او د امنیتي ځواکونو ټول کړه وړه په یوه سپېڅلې عقیده جوړه و.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر فارغ شویو ملي پولیسو ته سپارښتنه وکړه، چې په هره برخه کې له نرمي او ښو اخلاقو څخه کار واخلئ، خپله جهادي جذبه، روحیه او فکر مو تل ژوندی ساتئ، ډېر زغم ولرئ، خلګو ته اسانتیاوې برابروئ، کومې زده‌کړې مو چي کړې دي عملاً یې په ټولنه کې تطبیق کړئ، د دندي پر وخت له ټولنیزو رسنیو څخه ډډه وکړئ، د ولس پر زخمونو پټۍ کېږدئ او د مشرانو پیروي وکړئ.

ملا عبدالغني برادر اخوند: د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو استعمال د هېواد پر طبیعت ناوړه اغېزه کړې ده

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د کرنې، اوبو لګولو او مالداري وزارت له لوري په بادام باغ کې د نیالګیو کېنولو ملي کمپاین کې د وینا پر مهال ویلي؛ افغانستان یو زراعتي، د پرېمانه اوبو او مناسب طبیعي چاپېریال لرونکی هېواد دی، چې باید هوا یې تر نورو هېوادونو پاکه وای، خو له بده‌مرغه د پاکې انرژۍ نشتون او د څو لسیزو په اوږدو کې د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو او کیمیاوي وسلو استعمال زموږ د هېواد پر هوا او طبیعت ناوړه اغېزه کړې.

نوموړي ویلي، چې د دغه ککړ چاپېریال او وژونکو کیمیاوي موادو له تاثیراتو څخه د خلاصون یوازینۍ لاره د نیالګیو کېنول او د هغه سالمه روزنه ده، دا کار یوازې د حکومت مسولیت نه دی، بلکې د هېواد هر وګړی باید په دغه برخه کې کار وکړي څو مو هېواد زرغون او یو ښه چاپېریال ولرو.

ښاغلي برادر اخوند له ټولو هېوادوالو او په ځانګړې توګه له کابل ښاریانو غوښتي، چې په خپلو کورونو کې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي.

د ریاستال وزرا اقتصادي مرستیال ډاډ ورکړی که هر وګړی، یو نیالګۍ کېنوي په راتلونکو څو کلونو کې به د کابل ټولې تپې زرغونې شي.