ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 1447

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: اروپایي ټولنه دې د افغانستان په اساسي بیارغونه کې فعاله ونډه واخلي

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر تېره ورځ افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن او د اروپايي ټولنې له شارژدافېرې او سرپرستې رافایلا یودیچي او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

لیدنه کې ښاغلي نیکلاسن افغانستان ته پر راتګ خوښي څرګنده کړه وې ویل، سره لدې چې زموږ او ستاسو دین جلا دی، خو بیا هم ګڼ مشترکات لرو؛ موږ سیاست او بشري مرستې یو له بل سره نه تړو، بلکې په افغانستان کې به حضور ولرو او مرستې به مو روانې وي

ښاغلي توماس نیکلاسن زیاته کړه، موږ غواړو له افغانانو سره مرسته او همکاري وکړو، اروپايي ټولنه په پوره ژمنتیا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او له دوی سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي. اسلامي امارت او موږ دواړه باید له صبر او زغم څخه کار واخلو، زه باوري یم چې موږ او تاسې د خبرو اترو له لارې کولای شو مخکې لاړ شو او شته ستونزو ته په ګډه حل لار ومومو.

ورپسې د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وویل، افغانستان د اروپایي ټولنې نقش ته د قدر په سترګه ګوري او هیله ده تاسې د افغانستان اسلامي امارت او اروپایي ټولنې ترمنځ د دغو اړیکو په لا پیاوړتیا کې اغېزناک رول ولرئ.

مولوي عبدالکبیر زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټول شرایط او معیارونه بشپړ کړي نو نړیوال هم باید اسلامي امارت په رسمیت وپېژني او په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته ورکړل شي.

 د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت له نړۍ سره د متقابل درناوي په فضا کې دوستي او مثبت تعامل غواړي او هیله لرو چې اروپايي ټولنه دې تعامل ته لاره هواره کړي. هغه، له نړیوالو په ځانګړي ډول اروپایې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اساسي بیارغاونه کې فعاله ونډه واخلي

 مولوي عبدالکبیر وویل، د افغانستان اسلامي امارت پر تفاهم باور لري او له نړۍ څخه غواړي چې هره ستونزه له اسلامي امارت سره مخامخ  مطرح کړي.

 هغه زیاته کړه، په افغانستان کې امنیت تامین، د مخدراتو تولید او قاچاق  بند، د جنایي جرمونو، غصب او اداري فساد مخه نیول شوې ده، افغانان په ډاډ سره په خپل هیواد کې ژوند کوي، خو د دې لاسته راوړنو د ساتلو لپاره باید له اسلامي امارت سره نړیوالې مرستې وشي.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په ټینګار وویل، د افغانانو د دین او  فرهنګ په چوکاټ کې  د بشر د حقوقو درناوی کېږي او  اسلامي امارت  ټولګډونه حکومت ته ژمن دی، هڅه کوو متخصص او هېواد ته ژمن خلک  نور هم په  حکومت کې ځای کړو. هغه زیاته کړه اسلامي امارت دیني او عصري زدکړه د هر افغان دیني او بشري حق بولي او  پدې برخه کې د نړیوالو بې غرضه مرستې هم غواړي.

 مولوي عبدالکبیر یو ځل بیا ډاډ ورکړ، چې د افغانستان اسلامي امارت هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پرضد وکاروي، تراوسه هېڅ داسې سند او ثبوت نشته چې له افغانستان څخه دې چاته خطر پېښ شوی وي.

د امربالمعروف سرپرست وزیر: ستاسې جوړښت او په سالمه توګه خپلو کورنیو ته سپارل د نظام له مهمو اهدافو څخه دي

د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد الحنفي د اغوش پنځه زره بستریز روغتون کې په نشه‌يي توکو روږدو ۳۵۰۰ معتادینو ته د درې ورځني روزنیز سمینار د پیل په خبرو کې ویلي چې د اسلامي امارت مسؤلینو ته تاسې ټول د خپلو اولادونو په څېر یاست او لومړنۍ هڅه یې ستاسې په پښو درول او په سالمه توګه خپلو کورنیو ته سپارل دي.

یاد سیمینار چې د نوموړي روغتون ډېری مسؤلینو په کې ګډون درلود شیخ محمد خالد الحنفي معتادینو ته په خبرو کې وویل، تاسې ته د ښه ژوند برابرول زموږ مسؤلیت دی چې باید تر سره یې کړو او ستاسې د ژوند ټول لومړني ضرورتونه در پوره کړو.

شیخ محمد خالد الحنفي وړاندې و ویل، د نشه یي موادو کارول مو په ټولنه کې حیثیت له منځه وړي شخصیت مو داغ داره کوي اوس په تاسې د الله جل جلاله لوی کرم دی چې له دې ځمکني دوزخ نه را وویستل شوی او د ښه ژوند کولو فرصت یې در کړ؛ موږ په همدې اساس ستاسې د معنوي جوړښت په پار روزنیز سمینار پیلوو چې په دې کې به د امربالمعروف وزارت دیني عالمان تاسې ته د اسلام لومړني احکام در ښیي څو تاسې په جسمي او معنوي توګه خپلو کورنیو ته روغ ستانه شئ.

شیخ محمد خالد حنفي: طب د تجارت وسیله نه، بلکې یو عبادت دی

د عامې روغتیا وزارت له لوري کابل کې  “طب د اسلام له انده” تر عنوان لاندې کنفرانس ترسره شو.

دې کنفرانس کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد، د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي، د عامې روغتیا ولایتي رییسانو او د طبي ټولنو مسولینو ګډون درلود.

د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي دې کنفرانس کې په ټولنه کې د طبابت اغېز ته په اشارې سره ویلي، چې د ټولنې اصلاح او فساد د درېیو قشرونو په لاس کې ده چې هغوی دیني عالمان، طبیبان او د وخت حاکمان دي.

نوموړي ډاکټرانو ته په خطاب کې ویلي، چې په خپله مقدسه دنده کې دې خپل نیتونه صفا کړي، څو د الهي رحمت څخه برخمن شي؛ ځکه طب د تجارت وسیله نه؛ بلکې د عبادت یو غوره ډول دی.

نوموړي دې کنفرانس کې زیاته کړې، چې د درملو کیفیت مه ټیتوئ یا ټیټ کیفیته درمل ناروغانو ته مه ورکوئ، ځکه دوکه کونکی د نبي کریم صل الله علیه وسلم له ډلې څخه نه دی.

د عامې روغتیا وزارت له لوري کابل کې  “طب د اسلام له انده” تر عنوان لاندې کنفرانس ترسره شو.

دې کنفرانس کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي د عامې روغتیا ولایتي رییسانو، د طبي ټولنو مسولینو ګډون درلود.

د امربالمعروف سرپرست وزیر شیخ محمد خالد حنفي دې کنفرانس کې په ټولنه کې د طبابت اغېز ته په اشارې سره ویلي، چې د ټولنې اصلاح او فساد د درېیو قشرونو په لاس کې ده چې هغوی دیني عالمان، طبیبان او د وخت حاکمان دي.

نوموړي ډاکټرانو ته په خطاب کې ویلي، چې په خپله مقدسه دنده کې دې خپل نیتونه صفا کړي، څو د الهي رحمت څخه برخمن شي؛ ځکه طب د تجارت وسیله نه؛ بلکې د عبادت یو غوره ډول دی.

نوموړي دې کنفرانس کې زیاته کړې، چې د درملو کیفیت مه ټیتوئ یا ټیټ کیفیته درمل ناروغانو ته مه ورکوئ، ځکه دوکه کونکی د نبي کریم صل الله علیه وسلم له ډلې څخه نه دی.

د اروپايي ټولنې استازو د فساد پر وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې ستاینه کړې

د افغانستان لپاره داروپايي ټولنې استازي توماس نیکلاسن او د یادې ټولنې د پلاوي رییسې رافیلا ایوډېس کندهار ولایت مقام کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزير مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې.

ښاغلې متقي د اروپايي ټولنې له بشري مرستو مننه کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان او اروپايي ټولنې د نږدې کېدو لپاره دې ډېر کار وشي او اروپايي هېوادونه دې وهڅول شي تر څو په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانيزي.

توماس نیکلاسن او ورسره مل پلاوي د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره د بشپړ امنیت د خوندي کېدو او د فساد پر وړاندي د کلکې مبارزې ستاینه کړې او ویلي یې دي؛ نړیوالو هم په دې اعتراف کړی، چي د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې امنیت ډاډمن شوی او د فساد پر وړاندي جدي مبارزه روانه ده.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې د افغانانو ترڅنګ ولاړ یو، بشري مرستې به دوام ولري او د افغانستان مثبت انځور به نړیوالو ته ورسوو.

د کندهار مرستیال والي مولوي حیات‌الله مبارک چې په همدې ناسته کې یې ګډون درلود د اروپايي ټولڼې له استازو د ښووني او روزني، د رواني ناروغانو لپاره د درملني مرکز جوړولو، د بندونو جوړولو او روغتیايي برخو کي د همکارۍ غوښتنه کړې او د دوی د خدماتو د ښه تطبیق په برخه کي يې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د کابینې 25مه غونډه؛ د پاسپورټ لوی ریاست د چارو د ښه سمون په موخه د ټاکل شوي پلاوي طرحه تایید شوه

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند په مشرۍ د کابینې په ۲۵مه غونډه کې د پاسپورټ لوی ریاست د چارو د ښه سمون او ستونزو د حل په موخه د ریاست الوزرا‌ مقام له لوري د ټاکل شوي پلاوي وړاندیز شوې طرحه تا‎یید شوه.
په دې غونډه کې د اقتصاد سرپرست وزير قاري دين محمد حنيف په مشرۍ، د ټرانسپورټي ستونزو د حل کميسيون ته دنده وسپارل شوه، چې د ملي دفاع، کورنيو چارو وزارت او استخباراتو لوی رياست د لوړ پوړو چارواکو په ګډون د کابينې ۳۹ مصوبې د ۲ بند پر اساس د ټرانسپورټي چارو د کنټرول او تنظيم تصويب شوې طرحې د پلي کېدو په اړه دقيقه ارزونه وکړي او د عملي کولو په موخه يې شته ستونزې په ګوته او د تصميم نيولو په موخه يي د کابينې غونډې ته وړاندې کړي.
دغه راز د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو راګرځولو کمیسیون ته دنده وسپارل شوه، چې د ولایتي تخنیکي پلاوو په همکارۍ د غصب شویو ځمکو د راګرځولو او د ستونزو د حل په موخه ولایتونو ته سفر وکړي.
همدا رنګه د کانونو او پټرولیم وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د جبل السراج د سمنټو پروژې پخوانی قراداد فسخ کړي.

د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال د 215 عزم قول اردو څخه لیدنه کړې

ملي دفاع وزرات وايي، چې د دې وزارت لومړي مرستیال الحاج ملا فاضل مظلوم تېره ورځ د سفر په ترڅ کې د ۲۱۵ عزم قول اردو له قومندان، د لواګانو له مسولینو، د کنډکونو له امرینو او د دې قول اردو له مدیریتونو څخه لیدنه کړې.

یاد وزارت زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستيال د مجاهدينو د صفونو د يووالي د ټينګښت په هکله لارښوونې کړې او سرتېرو ته یې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکمونو د اطاعت سپارښتنه کړې ده.

د ملي دفاع وزرات په وینا؛ نوموړي د دې تر څنګ د شهیدانو له کورنیو سره په لیدنه کې د هغوى ستونزې او وړانديزونه اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

بهرنیو چارو وزارت: تهران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل یو مثبت ګام دی

بهرنیو چارو وزارت تهران کې د افغانستان سفارت اسلامي امارت ته سپارل د کابل او تهران په دوه اړخیزو اړیکو کې یو مثبت ګام بولي

د بهرنيو چارو وزارت مرستیال ویاند وايي، چې تهران کې د افغانستان سفارت لپاره د اسلامي امارت له لوري ټاکل شوي شارژدافیر مولوي فضل محمد حقاني او مل ټیم د چارو د پراختیا او خدمتونو وړاندې کولو په موخه تېره ورځ په رسمي ډول خپله دنده پیل کړه.

“په ایران کې مېشتو افغانانو لپاره د سفارت په خدماتو کې د هرډول خنډ یا ځنډ د مخنیوي په موخه، د بهرنیو چارو وزارت مشرتابه پرېکړه وکړه چې د دوشنبې په سهار له کابل څخه د تجربه لرونکو ډیپلوماټانو اووه کسیز ټیم په تهران کې د افغانستان سفارت ته واستوي.

د بهرنیو چارو وزارت دغه چاره د افغانستان او ایران د دوه اړخیزو اړیکو په اړه یو مهم او ګټور ګام بولي”.

د راپورونو له مخې تر اوسه په پاکستان، چین، ترکیې، روسیې، قطر او چک جمهوریت کې د افغانستان سفارتونه د اسلامي امارت د استازو له خوا اداره کېږي او د نورو سفارتونو د سپارلو هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي: “په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د اسلامي امارت استازي شته دي، په چين، قطر، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو کې زموږ استازولي فعاله ده او سفارتونه يې تر کنټرول لاندې دي او له اسلامي امارت سره په ګډه کار کوي.”

له بل لوري یو شمېر کارپوهان په تهران کې اسلامي امارت ته د افغانستان د سفارت سپارل د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو او اقتصادي اړیکو په ښه کولو کې اغېزمن بولي.

که څه هم تر اوسه کوم هیواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پیژندلی، خو د اسلامي امارت چارواکو تل ټینګار کړی چې د ګاونډیو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ټولو هیوادونو سره د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو پر بنسټ مثبت تعامل غواړي.

بهرنیو چارو وزارت: د ترکیې په استانبول کې افغان جنرال کونسل خپله دنده پیل کړه

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې تېره ورځ د ترکيې په استانبول کې د افغانستان په جنرال کونسلګرۍ کې د بهرنيو چارو وزارت له خوا استول شوي ډيپلومات خپل کار رسما پيل کړی.
یاد وزارت زیاته کړې؛ هڅه کوي چې د ډيپلوماټيکو فعاليتونو ترڅنګ په بهر کې د افغانستان سياسي استازولۍ په بشپړ مسوليت او شفافيت سره بهرمېشتو وطنوالو ته کونسلي خدمات وړاندې کړي.
د دې تر څنګ چې د ترکيې له جمهوريت سره د افغانستان اسلامي امارت ډيپلوماټیکې اړیکې ځانګړی اهميت لري، استانبول کې د زرګونو افغان کډوالو شتون د دې ښار اهميت لا زياتوي او ايجابوي چې د افغان حکومت استازي په شفاف ډول ټول اړین خدمات وړاندې کړي.

کابل کې د داعشي خوارجو عمومي نظامي او عملياتي مشر ووژل شو

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد وايي؛ د یکشنبې په ماښام د کابل ښار اوولسمې حوزې اړوند خيرخانې سيمې ذاکرين ښارګوټي کې د داعشي خوارجو په خلاف په ترسره شويو عملياتو کې چې کوم دوه داعشیان وژل شوي، یو یې د داعشیانو د خراسان څانګې يو مهم مسول او ستر قاتل قاري فاتح و.
د نوموړي په وینا؛ قاري فاتح د خراسان له پاره د داعشیانو اميرالحرب، بیا د کونړ لپاره مسول، بیا د مشرقي زون لپاره مسول او اوس د داعشیانو د خراسان د څانګې د امنيت د ادارې يا دعملياتي ادارې عمومي مسول و، چې د داعشیانو ټول عمليات د ده په قومانده کې ترسره کېدل.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، چې کابل ښار کې په خارجي ډيپلوماتيکو نماينده ګيو، جوماتونو او نورو اهدافو وروستي ترسره شوي بريدونه ټول د نوموړي په مستقيمه قومانده ترسره شوي، چې تېره شپه د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري په يو لړ پېچلو عملياتو کې ووژل شو.
د اسلامي امارت ویاند دغه راز ویلي، چې د ۱۴۴۴/۷/۲۲هـ ق نېټه د اسلامي امارت د ځانګړو ځواکونو له لوري په يو لړ عملياتو کې د هند د نيمې وچې لپاره د داعشیانو مسول يا والي اعجاز امين اهنګر سره له دوو ملګرو هم وژل شوی وو او په دې ورستيو ورځو کې ګڼ شمېر داعشیان چې بهرني اتباع هم پکې شامل دي او د تخریبي کړنو پلانونه یې درلودل نیول شوي دي.

مولوي امیرخان متقي: اسلامي امارت په عمومي بښنې سره د اشغالګرو پلانونه له خاورو سره خاورې کړل

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي زابل ولایت کې له دیني علماوو سره په مشورتي غونډه کې ویلي، چې علما د اسلامي نظام په پایښت کې لوی مسولیت لري او باید نړۍ ته وښيو، چې موږ تر هر چا ښه حکومتولي کولای شو.
ښاغلي متقي زیاته کړې؛ اشغالګرو هڅې وکړې، چې د افغانانو تر منځ نفاق خپور کړي او تر منځ یې دښمنۍ جوړې کړي، خو اسلامي امارت په عمومي بښنې سره د دوی پلان له خاورو سره خاورې کړ.
د نوموړي په وینا؛ الله ج موږ ته دا توان راکړ چې په لکونو د تېرې کارکوونکو او د اسلامي امارت سرتېرو ته معاشونه ورکړو او د هېواد په کچه لویې پروژې پلې کړو.
د دې ټولو تر څنګ د اسلامي امارت په راتګ سره عواید او صادرات د پخوا په پرتله څو چنده زیات شوي دي.
دغه راز ښاغلي متقي له یادو علماوو غوښتي، چې د هېواد پر ځان بسیاینې او له نورو سره د سیالي لپاره راتلونکي نسل او ځوانانو ته د دیني او عصري زده‌کړو په برخه کې روزنه ورکړي او ټولنې ته د خدمت لپاره ژمن کسان وړاندې کړي.
د زابل والي مولوي قدرت الله ابو حمزه دې غونډه ته په خبرو کې ویلي، چې علما زموږ مشران دي او د دوی نیکې مشورې موږ ته ارزښت لري.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د زرګونو مجاهدین په قربانیو حاکم شوی، علماو ته پکار ده، چې د نظام د پایښت لپاره نېکې مشورې راکړي.