د بهرنيو چارو وزارت وایي، چې کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د ډيالوګ شپږمه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د تېرو ناستو پر پرېکړو د بیا کتنې ترڅنګ د درې واړو هېوادونو ترمنځ پر سياسي، اقتصادي او ټرانزیټي برخو کې د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار شوی دی.
د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي ویلي، سيمه کې په ګڼو برخو کې د همکاريو د پراختيا لپاره غوره فرصتونه راټوکېدلي او باور لرو چې موږ او تاسې وتوانېږو له دغو فرصتونو څخه د خپلو هېوادونو لپاره ګټه واخلو.
نوموړي زیاته کړې، دغه درې اړخيز ميکانيزم موږ ته د دې فرصت راکوي، چې د همکاريو د لا پراختيا پر لارو چارو عملي او متمرکز بحثونه ولرو.
ښاغلي متقي ویلي، د افغانستان اسلامي امارت له حاکمیت وروسته موږ خپله بهرنۍ پالیسي د اقتصاد په محور اعلان کړې او هڅه مو دا ده، چې افغانستان د امنیتي ننګونو له روایت څخه د اقتصادي نښلون د څلور لارې په روایت بدل کړو او نوي ځمکني واقعیتونه هم زموږ د دغه سياست له برياليتوب سره مرسته کوي.
د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، دا چې موږ تېرو څلورو کلونو کې په سوداګرۍ، پانګونې او د سیمهییز اتصال په پروژو کې کوم پرمختګ کړي دي، د همدې نیت او ارادې ملموسه پایله ده.
مولوي امير خان متقي همداراز ټینګار کړی، درې واړه هیوادونه په اقتصادي برخه کې د پام وړ ظرفیتونه لري چې باید په ښه ډول ترې استفاده وشي او اقتصادي موضوعات له نورو مسايلو سره ونه تړل شي.
دغه راز د چين د بهرنيو چارو وزير افغانستان سره د خپل هېواد اړيکې مخ پر وده بللي او زياته کړې یې ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ په ګڼو برخو کې پراخې شوې دي.
ښاغلي وانګيي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سفيرانو کچې ته د ديپلوماتيکو استازوليو لوړول ښه پرمختګ بللی دی.
همدا راز د پاکستان د بهرنيو چارو وزير هم د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو ناسته مهمه بللې او دا یې د یادو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا ښته فرصت یاد کړی دی.
ښاغلي اسحاق دار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاريو زياتوالی ستایلی او هيله يې څرګنده کړې، چې درې واړه هېوادونه لا زيات پرمختګونه ولري.
همدارنګه په پای کې ګډونوالو د ورته ناستو پر دوام او د اړيکو پراختيا ټينګار کړی.





