ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 434

د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه؛ له زر مینځونکو شرکتونو څخه د ثابتې مالیې په توګه د زرو په اخیستلو بحث شوی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په ۲۹مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

دې غونډې ته له اجنډا سره سم له زر مینځونکو شرکتونو څخه د ثابتې مالیې په توګه د زرو اخیستلو او همداراز د کرومایټ ډبرو د کوچني او لوی مقیاس کانونو قراردادي شرکتونو څخه د ونډې پر بنسټ د رویالیټۍ د ورکړې موضوعات د بحث لپاره وړاندې شول.

له بحث وروسته د ریاست‌الوزرا عالي مقام ته نظر ورکړل شو، چې له زر مینځونکو شرکتونو څخه دې په میاشتني ډول په هر هکټار ځمکه د کټګورۍ له مخې، پینځه، لس او ۱۵ ګرامه د لوړ معیار سره زر د ثابتې مالیې په توګه واخیستل شي.

د سرو زرو دا ثابته مالیه به د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري له زر مینځونکو شرکتونو څخه د رویالیټۍ اخیستلو پر مهال د مالیې وزارت د استازي په شتون کې اخیستل کېږي.

همدارنګه په دې غونډه کې له مفصل بحث وروسته د ریاست‌الوزرا عالي مقام ته نظر ورکړل شو، چې د کوچني مقیاس کرومایټ ډبرو د استخراج ټول مصارف د شرکتونو پر غاړه دي او استخراج شویو او ناپروسس شویو کرومایټو کې د وزارت ونډه ۴۵ او د شرکت ونډه ۵۵ سلنه ده.

د کوچني مقیاس هغه شرکتونه چې د پروسس فابریکه ولري او استخراج شوي کرومایټ پروسس کړي، په دې صورت کې بیا د وزارت ونډه ۴۰ او د شرکت ونډه ۶۰ سلنه ده.

همداراز د لوی مقیاس کرومایټ ډبرو د استخراج ټول مصارف د شرکتونو پر غاړه دي او استخراج شویو او ناپروسس شویو کرومایټو کې د وزارت ونډه ۳۵ او د شرکت ونډه ۶۵ سلنه ده.

د لوی مقیاس هغه شرکتونه، چې د پروسس فابریکه ولري او استخراج شوي کرومایټ پروسس کړي، په دې صورت کې بیا د وزارت ونډه ۳۰ او د شرکت ونډه ۷۰ سلنه ده.

د کرومایټ ډبرو د کوچني او لوی مقیاس کانونو د هغو قراردادي شرکتونو په حق کې هم دا پرېکړه د تطبیق وړ ده، چې له وړاندې څخه یې کرومایټ استخراج او اوس‌مهال په ساحه کې پراته دي.

یادې پرېکړې د نهايي تصمیم په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله دفتر ته واستول شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د مولوي امیرخان متقي کتنه؛ پر سیاسي او اقتصادي موضوعاتو خبرې شوې دي

نن په کابل کې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار تر منځ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو او سترو پروژو، کډوالو او یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.

په پیل کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې اسلامي امارت د خپل متوازن او اقتصاد محوره سیاست په رڼا کي د پاکستان په شمول له ټولې نړۍ سره مثبتې او پر متقابل احترام ولاړې اړیکې غواړي.

نوموړي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت لېواله دی، چې له ګاونډي هېواد پاکستان سره سوداګرۍ، ترانزیټ او ګډو پروژو ته پراختیا ورکړي.

ښاغلي متقي له پاکستاني پلاوي غوښتي، چې په دې برخو کې دې د ستونزو د هواري او اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره عملي ګامونه واخلي.

د بهرنیو چارو وزیر په پاکستان کي د افغان کډوالو په اړه له پاکستاني چارواکو غوښتنه کړې، تر څو هلته د مېشتو او راتلونکو افغانانو د حقونو د ضایع کېدو مخنیوی وکړي.

محمد اسحاق ډار ویلي، چې حکومت یې له افغانستان سره دوه اړخیزې سوداګرۍ او ترانزیټ ته د لا پراختیا هوډ لري او ژمنه یې کړې، چې په یادو برخو کې به اړینې اسانتیاوې رامنځته کوي.

د دواړو لوریو تر منځ په همغږۍ، ګډې همکارۍ، د ویزو پر زیاتوالي او اسانتیا، د کرنیزو محصولاتو پر چټک لېږد او د سوداګرۍ او ترانزیټ پر ودې هم خبرې شوې دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر: له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاریو ته چمتو یو

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا محترم ملا محمد حسن اخند د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي او مل پلاوي سره وکتل.

په دې کتنه کې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي، د ریاست الوزرا مقام د دفتر لوی رییس ډاکتر ملا عبدالواسع او د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت هم ګډون کړی و.

محترم رییس الوزرا د چین د بهرنیو چارو وزیر او مل پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي، چې چین او افغانستان دوه ښه او اوږدمهالي ملګري دي. موږ په نړیوالو غونډو کې د افغانستان په اړه د چین د مثبت دریځ، ملاتړ او د همکاریو قدرداني کوو.

نوموړي زیاته کړې، چې چین یوازې له افغانستان سره نه، بلکې د نړۍ له نورو هیوادونو سره هم په پرمختګ کې همکار پاتې شوی او تل یې مثبت رول لوبولی دی. له چین څخه مو غوښتنه دا ده، چې پر نړیوال سټېج د افغانستان د برحقه دریځ د ملاتړ په موخه خپلې هڅې او همکارۍ دوامداره وساتي.

ملا محمد حسن اخند یو ځل بیا ټینګار کړی، چې اسلامي امارت هېڅ ډلې او لوري ته د افغانستان له خاورې څخه د نورو په چارو کې د لاس‌وهنې اجازه نه ورکوي او له نورو هېوادونو هم غواړي، چې د دوستۍ، ښو مناسباتو او مثبت تعامل لاره غوره کړي.

د اسلامي امارت د رییس الوزرا په خبره، په افغانستان کې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې ډېرې ستونزې وې، چې د لویو قدرتونو په راتګ سره لا زیاتې شوې، مګر د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د جګړو او ناامنۍ په ګډون ډېرې ستونزې حل شوې دي. زموږ پالیسي دا ده، چې له ګاونډیو او نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو او همکاریو له لارې مخته ولاړ شو. د چین په ګډون له ټولو هیوادونو سره د دوامدارو او مثبت اړیکو لرلو په پایله کې به ښه پرمختګونه ولرو.

د چین د بهرنیو چارو وزیر د چین او افغانستان تاریخي اړیکو ته په اشارې دواړه ښه ملګري هېوادونه بللي او ویلي یې دي، چې چین د افغانستان استقلال او د افغانانو انتخاب ته درناوی لري او باوري دی، چې دوی ښه مسیر ټاکلی دی.

نوموړي زیاته کړې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دایمي غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له جملې څخه یوازینی کس یم، چې دوه ځله مې افغانستان ته سفر کړی او دا له افغانستان سره زموږ ملګرتیا او صداقت ښیي. موږ مشترک راتلونکی لرو او غواړو چې اسیایي هېوادونه، په ځانګړې توګه افغانستان د عصري کېدو او پرمختګ په لور ګامونه واخلي.

د ښاغلي وانګ یي په خبره، چین له افغانستان سره په ملګرتیا کې صادق او ثابت قدمه دی. موږ له افغانستان سره په اقتصادي او امنیتي برخو کې همکاریو ته چمتو یو او د پرمختګ په برخه کې د افغانانو ملاتړ کوو.

دغه‌راز د دواړو هیوادونو تر منځ ښه امنیتي همکاري د افغانستان لپاره د ښه پرمختګ زمینه برابروي.

محترم ملا محمد حسن اخند د چین د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي، زما نېکې هیلې د چین مشرتابه ته ورسوئ او هغوی ته ډاډ ورکړئ، چې موږ په عمل کې ثابته کړې چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان له خاورې څخه هېچاته هم امنیتي ګواښ او یا بله کومه ستونزه نه ده متوجه شوې او نه هم چاته د دې اجازه ورکوو، چې له افغانستان څخه نورو ته زیان واړوي.

د ټولګټو وزیر د کابل-جلال‌اباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزیر ملا محمد عیسی ثاني د کابل-جلال‌اباد لویې لارې د دویم لین سړک له کاري بهیر، کرش پلانټونو او لابراتوارونو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د سړک تطبیق کوونکو ټیمونو او د قراردادي شرکت مسولینو ته د کار د چټکتیا، غوره کیفیت، د یاد سړک د پاتې برخو د سروې او ډیزاین او هېوادواولو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اړینې لاښوونې کړې دي.

د کابل-جلال‌اباد دویم لین سړک، چې شاوخوا ۱۴۷ کیلو متره اوږدوالی لري، ۶۵ کیلو متره یې له وړاندې په کانکریټي ډول رغول شوی او د پاتې ۸۳ کیلو متره چارې یې له یوه خصوصي شرکت سره قرارداد شوې، چې په چټکۍ سره روانې دي.

د اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې اقتصادي او ترانزیټي ارزښت ته په کتو، د هېوادوالو د ستونزو حل او د کابل-جلال‌اباد پر لویه لاره د ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي په موخه د یادې لارې د دویم لین سړک د اساسي رغونې چارې پیل کړې، چې پر بشپړېدو سره به یې ډېری ستونزې حل شي.

په پکتیا کې د سویل ختیځ زون د چاپېریالي وضعیت د ارزونې مشورتي ورکشاپ پیل شو

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیع‌الحق خالص د پکتیا ولایت مرکز ګردېز کې د سویل ختیځ زون د چاپیریالي وضعیت د ارزونې مشورتي ورکشاپ پرانیست.

په پیل کې د پکتیا د چاپېریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادي هدایت د چاپېریالي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

وروسته د پکتیا مرستیال والي شیخ انعام‌الله صلاح‌الدین د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د هڅو ستاینه کړې او له دې ادارې سره یې د پلانونو او پروګرامونو په تطبیق کې د بشپړي همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

مولوي مطیع‌الحق خالص د ورکشاپ د پرانيستي او د هېواد د چاپېریالي وضعیت په تړاو هر اړخیزه وینا کړې.

نوموړي چاپېریال ساتنه د ټولو هېوادوالو ګډ ایماني او ملي مسولیت بللی او ویلي یې دي، چې سالم چاپېریال د ژوند د دوام او د زرغون افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.

ښاغلي خالص د طبیعي منابعو ساتنې، د اوبو د ضایع کېدو مخنیوي، د هوا د ککړتیا کمولو او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اغېزمنو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د هغه په خبره، د امنیت د ټینګښت په پایله کې د چاپیریال د ابادۍ لپاره مناسب شرایط رامنځته شوي او اوس‌مهال د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د مهمو پروګرامونو او پروژو عملي کېدو ته ښه زمینه برابره شوې ده.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس زیاته کړې، چې افغانستان د طبیعي منابعو له پلوه بډای هېواد دی، خو د تېرو جګړو، نفوس زیاتوالي او د اقلیمي بدلون له امله د هوا ککړتیا، د ځنګلونو له منځه تګ، د اوبو کموالی او د ځمکو تخریب هغه ستونزې دي، چې د خلکو پر ژوند یې منفي اغېز کړی دی.

ښاغلي خالص د نړیوالو همکاریو او مرستو یادونه هم کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان د اقلیمي بدلون له امله ډېر زیان لیدلی، نو نړیواله ټولنه او د چاپیریال اړوند موسسې باید له موږ سره خپلې مرستې او همکارۍ لا پیاوړې کړي، تر څو د چاپېریالي ستونزو پر وړاندې ګډه مبارزه وکړو.

هغه د رها موسسې له همکاریو څخه مننه کړې او د NDC سند په جوړولو کې یې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو ګډون ارزښتناک بللی دی.

د یادونې وړ ده، چې په پکتیا کې د لومړي ځل لپاره د سویل ختیځ زون په کچه د چاپېریالي وضعیت د ارزونې مشورتي ورکشاپ پيل شوی، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

د چین د بهرنیو چارو له وزیر سره د مولوي امیرخان متقي کتنه؛ د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر وانګ‌يي‌ سره وکتل.

په دې ناسته کې د‌ دواړو هېوادونو تر منځ په ګڼو برخو کې د دوو اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې شوې دي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او چين دوه اړخيزې اړيکې مخ پر وده بللې او چين يې د افغانستان ښه سوداګريز شريک یاد کړی، چې په کلني ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.

مولوي امير خان متقي هيله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریز حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.

ښاغلي متقي د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ترانسپورتي همکاریو،‌ بانکي‌ اړیکو او د سوداګرۍ بلانس د برابرولو په برخه کې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړي او غوښتنه یې کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمېسیونونه ګډ کار وکړي.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا یادونه کړې، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.

د‌ چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير هم د دواړو هېوادونو اړيکې مخ پر وده بللې او په ګڼو برخو کې يې د همکاريو پراختيا د پام وړ یاده کړې ده.

ښاغلي وانګ‌يي ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړوند ادارې کار کوي ترڅو چین ته د افغانستان صادرات لا زيات کړي.

د چين د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې هېواد يې لېواله دی د کمربند او لارې ستره پروژه کې افغانستان رسما ورګډ شي.

هغه همدا راز ویلي، چې هېواد يې لېواله دی د کانونو د شونتياوو څېړنې او استخراج په برخو کې د افغانستان اړوند ادارو سره همکارۍ لا زياتې کړي. دغه‌راز چین غواړي روان کال د کانونو د استخراج عملي چارې پيل کړي.

ښاغلي وانګ يي ژمنه کړې، چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي، چې د زراعتي محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.

په هرات کې د ترافیکې پیښې د تلفاتو په اړه د اسلامي امارت د تسلیت پیغام!


بسم الله الرحمن الرحیم
په ډیره خواشینۍ سره چې تېر ماښام د هرات په ولایت کې د بس موټر د تصادم او اور لګېدو له امله زموږ لسګونه تنه افغانان شهیدان او ټپیان شوي دي.
انالله و انا الیه راجعون
اسلامي امارت د دغې دردونکې پیښې له امله د الله جل جلاله څخه د ټولو شهیدانو لپاره جنت الفردوس، ټپیانو ته عاجله روغتیا او کورنیو ته یې جمیل صبر او جزیل اجر غواړي.
ترانسپورتي مسولینو ته لارښوونه کوو چې هرڅه ژر د پیښې دقیق معلومات وکړي او د ملامت اړخ په اړه خپل معلومات شریک کړي.
الله تعالی دې نور زموږ د خلکو سر او مال ساتنه وکړي او بیا دي داسې غم نه پیښوي.

والسلام
د افغانستان اسلامي امارت
۱۴۴۷/۲/۲۶ ھ ق

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د هرات په ترافیکې پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې

په خورا خواشینۍ سره خبر شو، چې له ایران څخه د راستنېدونکو هېوادوالو یو موټر د هرات-اسلام قلعه پر لار ترافیکي پېښه کړې ده، چې په کې سپاره ۷۹ راستانه شوي هېوادوال مو په کې شهیدان او دوه کسه ټپیان شوي دي.

انالله و انا الیه راجعون

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دغې غمیزې شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي او د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوي.

همدارنګه وزارت به د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره د مرستې او د هغوي د پوښتنې په موخه له نږدې وګوري؛ د کډوالو له اړوندو بنسټونو او ادارو څخه هیله کوو، چې د انساني مسوولیت له مخې د پېښې د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره له مرستې خپل امکانات ونه سپموي.

بلخ کې د امر بالمعروف مسولینو له سوداګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې

د بلخ ولایت د امر بالمعروف ریاست مسولینو د خپلو کړنو پر مهال په بازارونو کې د سود، احتکار، ترازو کې د خیانت کولو د مخنیوي، د نرخونو کنټرول او د اسلامي سوداګرۍ رامنځته کولو په موخه د مرکز په ګډون په ولسوالیو کې له یو شمېر سودا ګرو او هټۍوالو سره اصلاحي ناستې وکړې.

 د امر بالمعروف ریاست مسولینو په دې بېلا بېلو اصلاحي ناستو کې له سودا ګرو او هټۍوالو سره د سود، احتکار، دوکې، نرخونو کنټرول او له اسلامي احکامو سره د سمې سوداګرۍ په برخه کې سودا ګرو او هټۍ والو ته سپارښتنې کړي او له هغوی یې غوښتي ترڅو خپلې چارې له اسلامي اصولو سره سمې تر سره کړي او په یادو برخو کې له سود، احتکار او ټولو غیر شرعي کړنو له کولو ډډه وکړي.

بلخوا ځایي اوسېدونکي د نورو اصلاحي کړنو ترڅنګ د محتسبینو دغه کړنې ستایلي او له مسوولینو غواړي، چې په بازارونو کې د نرخونو کنټرول، سود او احتکار مخه ونیسي او د وزارت د شویو سپارښتنو د پلي کولو په برخه کې جدي کړنې تر سره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مسولین د هېواد په ټولو ولایتونو کې ورته اصلاحي کړنې تر سره کوي، چې ور سره  په بازارونو کې د منکراتو په کموالي کې د پام وړ بدلون راغلی دی.

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله د شهیدانو شمېر ۷۹ ته لوړ شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د هرات- اسلام کلا پر لویه لاره د ترافیکې پېښې له امله ۷۹ کسان شهیدان شوي، چې ۱۹ یې ماشومان دي.

ښاغلي قانع دا پېښه، چې تېره شپه شاوخوا ۸ نیمې بجې شوې ده، زړه بوږنوونکې بللې ده.

ځايي مسولینو ویلي، چې ۵۸۰ ډوله بس له یوه موټر سایکل او وروسته له یو بل موټر سره ټکر کړی او اور یې اخیستی دی.

دوی زیاته کړې، چې په دې بس کې له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال کابل او شاوخوا ولایتونو ته لېږدول کېدل.

سیمه‌ییزو چارواکو پر دې پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.

دوی ویلي، چې د پېښې قربانیان او ټپيان یې سملاسي روغتونونو ته لېږدولي او د جسدونو د لېږد لپاره هم بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.