د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د چین ولسي جمهوریت د بهرنیو چارو له وزیر وانګيي سره وکتل.
په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو تر منځ په ګڼو برخو کې د دوو اړخيزو همکاريو پر پراختيا خبرې شوې دي.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او چين دوه اړخيزې اړيکې مخ پر وده بللې او چين يې د افغانستان ښه سوداګريز شريک یاد کړی، چې په کلني ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه يو ميليارد ډالرو ته رسېږي.
مولوي امير خان متقي هيله څرګنده کړې، چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګریز حجم د پام وړ کچې ته پورته شي.
ښاغلي متقي د افغانستان او چین تر منځ د اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د ترانسپورتي همکاریو، بانکي اړیکو او د سوداګرۍ بلانس د برابرولو په برخه کې خپل عملي وړاندیزونه هم وړاندې کړي او غوښتنه یې کړې، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د لا پراختیا او تخنیکي بحثونو لپار بین الحکومتي کمېسیونونه ګډ کار وکړي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا یادونه کړې، چې د افغانستان خاوره به هېڅکله د ګاونډیو پر وړاندې ونه کارول شي.
د چين ولسي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير هم د دواړو هېوادونو اړيکې مخ پر وده بللې او په ګڼو برخو کې يې د همکاريو پراختيا د پام وړ یاده کړې ده.
ښاغلي وانګيي ویلي، چې د دواړو هېوادونو اړوند ادارې کار کوي ترڅو چین ته د افغانستان صادرات لا زيات کړي.
د چين د بهرنيو چارو وزير زياته کړې، چې هېواد يې لېواله دی د کمربند او لارې ستره پروژه کې افغانستان رسما ورګډ شي.
هغه همدا راز ویلي، چې هېواد يې لېواله دی د کانونو د شونتياوو څېړنې او استخراج په برخو کې د افغانستان اړوند ادارو سره همکارۍ لا زياتې کړي. دغهراز چین غواړي روان کال د کانونو د استخراج عملي چارې پيل کړي.
ښاغلي وانګ يي ژمنه کړې، چې د افغانستان سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکوي او کوښښ به کوي، چې د زراعتي محصولاتو او نورو افغاني وارداتو په برخه کې شته خنډونه له منځه یوسي.

