ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 435

هرات کې د ترافیکي پېښې له امله د شهیدانو شمېر ۷۹ ته لوړ شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، د هرات- اسلام کلا پر لویه لاره د ترافیکې پېښې له امله ۷۹ کسان شهیدان شوي، چې ۱۹ یې ماشومان دي.

ښاغلي قانع دا پېښه، چې تېره شپه شاوخوا ۸ نیمې بجې شوې ده، زړه بوږنوونکې بللې ده.

ځايي مسولینو ویلي، چې ۵۸۰ ډوله بس له یوه موټر سایکل او وروسته له یو بل موټر سره ټکر کړی او اور یې اخیستی دی.

دوی زیاته کړې، چې په دې بس کې له ایرانه تازه راستانه شوي کډوال کابل او شاوخوا ولایتونو ته لېږدول کېدل.

سیمه‌ییزو چارواکو پر دې پېښه ژوره خواشیني څرګنده کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده.

دوی ویلي، چې د پېښې قربانیان او ټپيان یې سملاسي روغتونونو ته لېږدولي او د جسدونو د لېږد لپاره هم بشپړ چمتووالی نیول شوی دی.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د سه شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۲۵ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۲۸ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۵۷۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې درې زره او ۷۰۰ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۷۱ کورنیو سره ټولې څلور میلیونه او ۳۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۱۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۷۱۶ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له نیمروز څخه ۱۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۱ تنه و، هرات، فراه او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۸۶ زره کرایه  ورکول شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۰۱ کورنیو سره ټولې ۸۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه  د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

روغتیا: په ورېښمو لار کې ۶۴۳ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.

مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو  ته ۱۲۳ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د سپین بولدک له لارې ۵۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۶ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۴۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۲ تنه و، کندهار، هرات، اورزګان،  زابل او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۲۳۵ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۵۷ کورنیو سره ټولې۴۸۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۶۲۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي. 

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۹۰ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

ننـــــــــګرهــــــار  

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه: 

د تورخم له لارې ۲۴۵ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو یو زر او ۳۴۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۳۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۳۴۷ تنه و، ننګرهار، لغمان، کونړ او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۳۵ زره او ۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴۲ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۷۲ زره افغانۍ  مرسته شوې ده. 

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

 په تورخم کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه  د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۷۳۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

پکتیکا

انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

پکتیکا انګور اډې  له لارې یوه کورنۍ چې د غړو شمېر یې څلور تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له یوې کورنیو سره ټولې اته زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: انګور اډه کې ۱۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.   

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه  د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

کابل

مرکز

د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:

له کابل څخه ‍۲۰۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۱ زره او ۱۷ تنه و، کندوز، تخار، بغلان، بلخ، دایکنډي، سرپل، کاپيسا، کندهار، بدخشان او پروان ته په خوندي  توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۸۹ زره  او۱۸۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:               ۹۹۷ کورنۍ او پینځه زره او ۹۲۸ وګړي

لېږدول شوي کډوال:           ۴۹۶ کورنۍ او دوه زره او ۷۵۷ وګړي

مرسته شوي کډوال:             ۹۷۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:          ۹۴۳ عدده

غزه؛ د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې تر دې مهاله نږدې ۱۹ زره فلسطیني ماشومان شهیدان شوي

د غزې د رسنیو دفتر وايي، چې د ۲۰۲۳ زېږدیز کال له اکټوبر راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۸ زره او ۸۸۵ فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (انروا) هم پرون سې‌شنبه ویلي، چې په غزه کې د ماشومانو لپاره هېڅ ځای خوندي نه دی. یادې ادارې د سملاسي اوربند غوښتنه کړې ده.

په غزه تړانګه کې د اسرائیلي یرغلګرو د کلابندۍ له امله لوږه په چټکۍ سره خپرېږي او اوسېدونکي یې له سخت بشري ناورین سره مخ دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې زیاته کړې، په تېرو پينځو میاشتو کې، کله چې اسرائیلي یرغلګرو په یو اړخیز ډول اوربند مات کړ او بیا یې بریدونه پيل کړل، هره میاشت په منځني ډول له ۵۴۰ ډېر فلسطیني ماشومان شهیدان شوي دي.

اسرائیلي یرغلګرو په غزه کې خپلو بریدونو او وحشتونو ته دوام ورکړی او یوازې پرون سې‌شنبه یې ۵۱ فلسطینیان شهیدان کړي، چې ۸ یې د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.

د مې میاشتې په وروستیو کې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې بشري بنسټ له جوړېدو راهیسې د مرستو د وېش په مرکزونو کې مرستو ته په تمه نږدې دوه زره فلسطینیان شهیدان شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې د ۲۰۲۳ د اکتوبر له ۷مې راهیسې په غزه کې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۲ زره او ۶۴ فلسطینیان شهیدان شوي او ۱۵۶ زره او ۵۷۳ نور ټپيان شوي دي.

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس پکتیا ته سفر کړی

د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس مولوي مطیع‌الحق خالص پکتیا ولایت ته سفر کړی او هلته یې د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې ریاست له رییس او کار کوونکو سره یې د یوې ناستي په ترڅ کې لیدنه کړې ده.

په دې ناسته کې د پکتیا د چاپېریال ساتنې رییس مولوي عبدالهادي هدایت د ښاغلي مولوي مطیع‌الحق خالص د هرکلی کړی او د یاد ولایت د چاپېریال ساتنې د شته وضعیت، ستونزو او کاري امکاناتو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړي دی.

مولوي مطیع‌الحق خالص د خپل سفر د موخو او اجنډا په اړه خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د هېواد په کچه د چاپېریال ساتنې ادارې به نورې هم پیاوړې شي.

نوموړي ټینګار کړی، چې اسلامي امارت چاپېریالي موضوعاتو ته جدي پاملرنه کوي او په دې برخه کې کلک هوډ لري.

د یادونې وړ ده چې د دې لیدنې وروسته به د چاپېریال ساتنې ملي ادارې عمومي رییس په هغه ګډ ورکشاپ کې هم ګډون او وینا وکړي، چې موخه یې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت ارزونه ده.

دغه ورکشاپ د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له لوري د رها موسسې په همکارۍ په پکتیا ولایت کې ترسره کېږي.

زلمی خلیلزاد: افغانستان له لسیزو جګړو وروسته د پرمختګ په لور ګامونه اخلي

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۶ کالیزي په مناسبت  مبارکي ویلې.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان له لسیزو جګړو وروسته اوس زیات امن دی او د نشه یي توکو پر ضد مبارزه کې پرمختګ شوی او پر مهمو بنسټیزو پروژو هم کار روان دی.

نوموړي د افغانستان د تېرې ادارې سیاسیونو ته په اشارې ویلي، پخوانيو مشرانو او واکمنانو د تېرو ۲۰ کلونو له سترو فرصتونو ګټه وانخیسته او اوس هڅه کوي، خپلې تېروتنې بیا تکرار او پخوانۍ ګټې بېرته ترلاسه کړي.

ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې په داسې مهال کړې، چې د راپورونو له مخې د تېرې ادارې یو شمېر چارواکي د پاکستان د حکومت په غوښتنه هلته راټولیږي.

ننګرهار کې د درېیو کورینو ترمنځ د شاوخوا ۷ لسيزو اوږدمهاله دښمني پای ته ورسېده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، د د غه ولايت په پچير اګام ولسوالي کې د شاوخوا ۰ ۷ کلونو په دوام هغه اوږدمهاله شخړه حل او فصل شوه، چې دواړو لوريو ته يې د ګڼو مالي تاوانونو ترڅنګ لويه مرګ ژوبله هم تر شا پرېښې وه.

یاد وزارت زیاته کړې، د دې خونړۍ شخړې په پايله کې د ښکېلو خواوو ۱۲ تنه وژل شوي، څو تنه ټپيان شوي او لوی اقتصادي تاوانونه هم ورته رسېدلي وو، چې مسوولينو يې ترمنځ د خير په پرېکړې کولو سره دوی پخلا او له بښنې وروسته يې يو بل ته د سولۍ غاړې ورکړې.

د وزارت په وینا، د ننګرهار د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رییس حافظ رحمت‌الله غازي عمر د قومي مشرانو، علماوو، متنفذینو او رسنیو د استازو په شتون کې دا شخړه د یوې جوړې شوې غونډې پر مهال هواره کړه او د ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شوه.