د خپلواکۍ ۱۰۶مه کلیزه په ملي دفاع وزارت کې ونمانځل شوه
له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو ۱۰۶مه کلیزه د ملي دفاع وزارت په تالار کې ونمانځل شوه.
په دې نمانځغونډه کې د اسلامي امارت ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون کړی و.
دوی د خپلواکۍ پر ارزښت خبرې کړې او ویلي یې دي، چې افغانانو تل خپلواکي د سر په بدله ګټلې ده او ساتل یې پر ټولو لازمي دي.
د اسلامي امارت چارواکو پر لا یووالي ټینګار کړی او له اشغال څخه د مخنیوي په موخه یې فکري یووالی، تعلیم او قوي اراده ضروري ګڼلې ده.
هغوی ژمنه کړې، چې هېچا ته به د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي او زیاته کړې یې ده، هر هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر په سر کې لري باید د تېر تاریخ مطالعه وکړي او د نورو یرغلګرو له برخلیک څخه عبرت واخلي.
د دې تر څنګ د افغانستان اسلامي امارت له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت اعلامیه کې ویلي، چې دغه خپلواکي د افغان مجاهدینو د جهاد او قربانیو پایله ده.
افغانانو ۱۰۶ کاله وړاندې له برېتانیوي استعمار څخه خپلواکي واخیسته. دا ورځ هر کال د ویاړلې او تاریخي ورځې په توګه نمانځل کېږي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد: افغانستان د هېڅ هېواد پر وړاندې بد نیت نه لري
د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې افغانستان د هېڅ هېواد پر وړاندې بد نیت نه لري.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، افغانستان باید د تېر په څېر د سترو قدرتونو د جګړې په ډګر بدل نه شي.
د ملي دفاع د وزیر په خبره، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د شریعت په چوکاټ کې د ښو اړیکو پالیسي لري.
ښاغلي مجاهد د خپلواکۍ پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د هېواد هر وګړی باید د خپلواکۍ ساتنې په برخه کې خپل مسولیت ادا کړي.
مولوي محمد یعقوب مجاهد افغانستان د ټولو ګډ کور یاد کړی او زیاته کړې یې ده، چې ټولو قشرونو ته په یوه سترګه کتل کېږي.
دغهراز افغانستان اوس پياوړې اردو لري، چې نه په فکري او نه په مالي توګه د بل تر اغیز لاندې ده.
ښاغلي مجاهد له هېوادوالو غوښتي، چې له خپل ملي پوځ سره اوږه پر اوږه ودرېږي او ډاډ یې ورکړی، چې د افغانستان اسلامي ملي اردو به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې هېواد بیاځلې ناامنه کړي.
د ملي دفاع وزیر ټینګار کړی، هغو کسانو ته هېڅکله اجازه ورنه کړل شي، چې د بل په اراده د هېواد، نظام او شته لاستهراوړنو د ناکامۍ لپاره هڅې کوي.
دغهراز د افغانانو په منځ کې نفاق اچوونکي کسان باید وپېژندل شي او د هغوی د دسیسو ښکار نه شو.
مولوي محمد یعقوب مجاهد په ټینګار سره ویلي، چې دلته اسلاميت او افغانیت مطرح دی او تعصب ته اجازه نه ورکول کيږي.
ملا عبدالغني برادر اخوند: د اسلامي امارت پر بیا واکمنېدو سره د خپلواکۍ ارزښت لا روښانه شو
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې د اسلامي امارت پر واکمنېدو سره له بل هر وخته د خپلواکۍ ارزښت ډېر روښانه شو.
نوموړي زیاته کړې، چې اوسمهال نه زموږ ملت اسیر دی، نه زموږ سیاسي او اقتصادي برخلیک نور ټاکي، نه زموږ ناموس او مال ته څوک په بده سترګه ګوري او نه موږ د بل چا په اشاره پرېکړې کوو. همدارنګه په افغانستان کې یو متحد او قوي نظام واکمن دی.
ملا عبدالغني برادر اخوند دغه راز ویلي، چې اوسمهال اسلامیت او افغانیت مطرح دی او تعصب ته اجازه نه ورکول کېږي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال د ازادۍ د ساتلو لپاره پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې باید لا یو موټی او متحد شو، تر څو دا ازادي په ښه ډول وساتو.
ملا عبدالغني برادر اخوند یو ځل بیا پر هغو افغانانو، چې له هېواده بهر دي، غږ کړی، تر څو خپل هېواد ته راستانه شي، د اسلامي امارت غېږه ورته پرانیستې ده.
مولوي امیرخان متقي: د بهرنیانو فرمایشونه باید زموږ د موخو خنډ نشي
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې د افغانستان سیاست او پالیسي باید تل خپلواک وساتل شي.
نوموړي زیاته کړې، چې بهرني فشارونه او فرمایشونه باید موږ له خپلو موخو منحرف نه کړي.
د ښاغلي متقي په خبره، د خپلواکۍ د ورځو نمانځل دا درس راکوي، چې ازادي څه ډول باید وساتل شي. د دې تر څنګ راښيي، چې ازادي اخیستل کېږي، ورکول کېږې نه.
د بهرنیو چارو وزیر د سیاست پر خپلواکۍ او د ځواکونو په لا تجهیز ټینګار کړی دی.
له انګریزي ښکېلاک څخه د هېواد د خپلواکۍ ۱۰۶ کلیزه د ملي دفاع په وزارت کې ونمانځل شوه، چې د اسلامي امارت ګڼو لوړ پوړو چارواکو ګډون پکې کړی و.




