ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 437

شیخ نورالحق انور: د اشغال د مخنیوي لپاره فکري یووالی اړین دی

د چارو ادارې لوی رییس شیخ نورالحق انور د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، افغانان باید داسې لاره غوره کړي، چې اشغالګر بیا هېڅ دې هېواد ته د راتګ اراده ونه کړي.

نوموړي زیاته کړې، په تېره یوه پېړۍ کې افغانستان درې ځلې اشغال شوی او د مخنیوي لپاره یې باید افغانان فکري یووالی، تعلیم او قوي اراده ولري.

د ښاغلي انور په وینا، افغانانو په یوه پیړۍ کې درېيو سترو امپراطوریو ته ماتې ورکړې، ځوان نسل باید د اشغالګرو د ماتې ورځې په ویاړ سره ونمانځي او د ترلاسه شوې خپلواکۍ ساتنه وکړي.

د چارو ادارې لوی رییس د ازادۍ پر ساتلو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د خپلواکۍ ساتلو لپاره باید ذهنیوتونه جوړ شي.

ملا عبدالحق وثیق: اسلامي امارت یو قوي نظام دی او هېڅوک یې پر وړاندې عمل نشي کولای

د استخباراتو لوی رییس ملا عبدالحق وثیق د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې اسلامي امارت دا ځل یو پیاوړی نظام دی او هېڅوک یې پر وړاندې عمل نشي کولای.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت ژمن دی په افغانستان کې اسلامي نظام حاکم کړي او هېچا ته به د هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

ملا عبدالحق وثیق دغه‌راز ویلي، هر هغه څوک چې د افغانستان د نیولو فکر په سر کې لري باید د تېر تاریخ مطالعه وکړي او د نورو یرغلګرو له برخلیک څخه عبرت واخلي.

د استخباراتو لوی رییس له یوه امیر څخه اطاعت او یووالی د اسلامي امارت د بریا او فتحې راز ګڼلی دی.

ملا عبدالحق وثیق ټینګار کړی، چې خپلواکي يوازې د يوې ځمکې يا جغرافيې ساتنه نه ده، بلکې د يوې جغرافيې د کلتور او ثقافت ساتنه او اصلاح هم ده.

قاري فصیح الدین فطرت: خپلواک ژوند کول د افغانانو عادت دی

د هېواد د وسله‌وال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح‌الدین فطرت د هېواد د خپلواکۍ د ۱۰۶مې کلیزې د نمانځنې په مراسمو کې ویلي، چې خپلواک ژوند کول د افغانانو عادت او پخوانۍ ځانګړنه ده او دغه ملت هېڅکله نه غواړي د اشغال تر چتر لاندې ژوند وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان د اشغال تر چتر لاندې د ژوند نه کولو لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي.

د ښاغلي فطرت په خبره، دا ورځ داسې مهال نمانځو، چې هېواد مو په بشپړه توګه خپلواک دی.

د وسله‌وال پوځ لوی درستیز ویلي، پخوا به دا ورځ داسې مهال نمانځل کېده، چې افغانانو به د اشغال تر سیوري لاندې ژوند کاوه.

له انګریزي ښکېلاک څخه د خپلواکۍ اخیستلو د ۱۰۶مې کلیزې نمانځغونډه د ملي دفاع وزارت په تالار کې روانه ده، چې له ملي تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

مولوي عبدالکبیر د پکتیکا له والي سره د کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیکا له والي ملا عبدالخالق عابد سره وکتل.

ملا عبدالخالق عابد له محترم وزیر سره له ګاونډیو هېوادونو پکتیکا ولایت ته د ورستنو شویو کډوالو په اړه معلومات شریک کړي او ویلي یې دي، هغه راستانه شوي چې د ثبت پاڼې نه لري بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ښاغلي عابد په خبره، تر دې دمه له راستنو شوو سره ځينې مرستې شوې، خو بسنه نه کوي او خوراکي توکو او سرپنا ته اړتیا لري.

ښاغلي والي د خپلو خبرو پر دوام، په پکتیکا کې د کډوالو چارو ته د رسېدنې او اغېزمن کار په موخه خپل نظرونه له مولوي عبدالکبیر سره شریک کړي او همدارنګه د راستنو شویو د ستونزو حل او د هغوی د لاس‌نیوي په موخه یې وړاندېزونه د وزارت مقام ته سپارلي دي.

مولوي عبدالکبیر د پکتیکا والي ته ښه راغلاست ویلی او د راستنو شویو د ستونزو د حل او لاس‌نیوي په برخه کې یې د اسلامي امارت د مسولینو هڅې ستایلې دي.

نوموړي شویو وړاندېزونو ته په اشارې سره ویلي، چې په ولایتونو کې د کډوالو اړوند هره چاره له ولایت سره په همغږۍ مخکې ځي او د اغېزمن کار لپاره باید د اصولو عملي کېدو ته لومړیتوب ورکړل شي.

مولوي عبدالکبیر یادونه کړې، چې په پکتیکا کې د راستنو شویو ستونزو د حل په موخه به د کډوالو له عالي کمېسیون سره په همغږۍ لاس په کار شي.

د مالي محاسبې قانون توشیح او په رسمي جريده کې خپور شو

د عدلیې وزارت ویاند قاري برکت‌الله رسولي وایي، چې د مالي محاسبې قانون او د امارتي شرکتونو د چارو د تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان په رسمي جریده کې خپور شو.

نوموړی زیاتوي، چې د مالي محاسبې په قانون کې چې په دې رسمي جریده کې خپور شو تمهید، مقدمه، یو باب او ۲۰ مادې شاملې دي چې د اسلامي امارت د ادارو پر مالي چارو د تطبیق وړ دی او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د دفتر د مالي چارو اداره (مرکزي مالي اداره) یې د تطبیق مسوله ده.

د ښاغلی رسولي په وینا، د امارتي شرکتونو د چارو د تنظیم په هکله د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی فرمان چې ۱۶ مادې پکې شاملې دي هم په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

په دې فرمان کې د امارتي شرکتونو د عمومي ریاست مسئولیت، د امارتي شرکتونو د جوړولو څرنګوالی، د بودجې او مالي چارو تنظیمول، نظارت او د دغو شرکتونو اړوند نور مسایل مشخص شوي دي.

د اسلامي امارت رییس الوزرا د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې وینا وکړه

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخند د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند په دې غونډه کې د هېواد د تحصیلي نظام پر کیفیت لوړونه، د تدریس ښه والي، اصلاحاتو راوستلو او د لوړو زده کړو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ملا محمد حسن اخند د استادانو او علماوو دنده مقدسه بللې او ویلي یې دي، چې تدریس او د ځوانانو روزنه جاریه صدقه او تر ټولو غوره دنده ده.

د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم له محترم رییس الوزرا څخه مننه کړې او ویلي یې دي، چې د نوموړي او د اسلامي امارت د نورو مشرانو مسولینو له لوري ارزونه او هڅونه موږ ته د لا ښه خدمت انرژي راکوي.

د یادونې وړ ده، چې ښاغلي رییس الوزرا د کابل پوهنتون له یو شمېر برخو څخه هم لیدنه کړې ده.

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د اشغال پای او د فتحې څلورمه کلیزه ونمانځله‌

په مسکو کې د افغانستان اسلامي امارت لوی سفارت د اشغال پای او د فتحې څلورمه کلیزه ونمانځله‌.

په یاده نمانځغونډه کې د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو وزارت سلاکار او د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، په کوربه هېواد کې د ګڼو هېوادونو سفیرانو، ډیپلوماټانو، علماوو، سياسي شخصیتونو او په روسیه کې مېشتو هېوادوالو ګډون کړی وو.

د اسلامي امارت لوی سفیر مولوي ګل حسن حسن مېلمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، دا تاريخي ورځ د افغان ولس د اوږدې مبارزې، زغم او قربانیو پایله بللې ده.

نوموړي په هېواد کې اوسنی امنیت او نظام د الله تعالی ستر نعمت بللی او زیاته کړې یې ده، چې باید د هېواد د پرمختګ او ابادۍ لپاره ترې ګټه واخیستل شي.

ټرمپ، زېلینسکي او د اروپايي هېوادونو مشرانو په سپینه ماڼۍ کې سره وکتل

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي په سپینه ماڼۍ کې د اروپایي هېوادونو د مشرانو په حضور کې سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو او د کې‌یف لپاره د امنیتي تضمینونو د برابرولو په اړه خبرې شوې دي.

ټرمپ په ټروث سوشیل کې لیکلي، چې له دې لیدنې وروسته یې له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره ټلیفوني خبرې کړې، تر څو د ده او زېلینسکي د لیدنې لپاره زمینه برابره کړي.

په همدې حال کې د جرمني لومړي وزیر فریدریش مرتز ویلي، چې د پوتین او زېلینسکي تر منځ به تر راتلونکو دوو اونیو پورې ناسته وشي.

د استقلال د ۱۰۶مې کلیزې په مناسبت د اسلامي امارت اعلامیه!

له نن څخه ۱۰۶ کاله وړاندې په همدې ورځ د افغانستان مسلمانو او غیورو خلکو د الله پاک په نصرت سره د یوې قوي جهادي معرکې په برکت د وخت استعمار انګليسي امپراطوري دې ته مجبوره کړه، چې د افغانستان بشپړ استقلال ومني او زموږ د وطن د بهرني سیاست صلاحیت، چې هغه مهال د انګریزانو لخوا سلب شوی و، بیرته افغانانوته اعاده کړي.

دغه کامیابي د افغان مجاهدینو د جهاد، سرښندونو او قربانیو په نتیجه کې ترلاسه شوه چې تر نن ورځې زموږ خلک پرې ویاړي او ستاینه یې کوي.

همدا راز له دې بریا وروسته افغانانو په دوو نورو سترو محاذونو کې (د شوروي اتحاد په مقابل کې او بیا د امریکايي اشغال پر وړاندې) هم پرله‌پسې بریاوې تر لاسه کړې، چې الحمد لله د افغانانو په تاریخ کې د میړانې او سرښندونو ستر باب ترې جوړ شو.

په یوه پيړۍ کې د نړۍ درېیو سترو قوتونو ته ماتې ورکول لومړی د الله تعالی جل جلاله نصرت او احسان دی او بیا د دې مجاهدو خلکو کلک ایماني هوډ او غیرت و، چې د خپل دین، عقیدې او استقلال په ساتنه کې یې څرګند کړ.

اوس د دې وخت دی، چې زموږ ځوانان او راتلونکي نسلونه هم د خپلو اسلافو په قدم ګام کیږدې او همیشه د هر ډول تجاوز او اشغال پر وړاندې په خورا کلکه اراده او قوي عزم ودرېږي او له تېر تاریخ څخه مثبته زده‌کړه وکړي.

نن د اسد ۲۸ مه د استقلال ورځ داسې مهال نمانځو چې څلور ورځې وړاندې مو د امریکايي اشغال څخه د فتحې او آزادۍ ورځ ونمانځله. دا پرله‌پسې خوشحالۍ زموږ څخه د الله تعالی پرله‌پسې شکرانې او اطاعت غواړي، موږ باید د مقدس شریعت کلکه پابندي وکړو او هره کامیابي د الله تعالی جل جلاله احسان او نصرت وبولو.