د اکبر موسسې له رییس سره د ملا عبدالغني برادر اخوند لیدنه؛ د پراختیايي پروژو پر زیاتوالي خبرې شوې دي
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري میاشتې پر ۲۷مه پخپل کاري دفتر کې د اکبر موسسې له رییس نمیک حیدروف سره وکتل.
په دې لیدنه کې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو پر زیاتوالي خبرې شوې دي.
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په افغانستان کې د اکبر موسسې د فعالیتونو ستاینه کړې او د دې موسسې له مسولینو یې غوښتي، چې له امارتي ادارو سره په همغږۍ د پراختیايي پروژو زیاتوالي او په ښه ډول تطبیق ته پاملرنه وکړي.
نوموړي ویلي، چې د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه شوي او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې د افغانستان په بیارغونه کې همکاري وکړي.
د اکبر موسسې رییس ویلي، چې په افغانستان کې د سراسري امنیت په ټینګېدو د پراختیايي کارونو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، له همدې فرصت څخه په استفادې به هڅه وکړي، چې په افغانستان کې د پراختیايي پروژو د تطبیق لپاره د نړیوالو مرستې راجلب او له امارتي ادارو او اړوند موسسو سره په همغږۍ یې په ښه ډول تطبیق کړي.
په پای کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال له خپل لوري د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی دی.
نورالدین عزیزي د قرغیزستان-روسیې په اووم اقتصادي فورم کې ګډون وکړ
د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او مل پلاوي د قرغیزستان-روسیې په اووم اقتصادي فورم کې ګډون وکړ.
په قرغېزستان کې د افغانستان سفارت وایي، چې افغان پلاوي د قرغیزستان له لومړي وزیر ادیلبېک الېشوویچ او د دې هېواد له یو شمېر وزیرانو، د سیمې د پلاویو له مشرانو او په کوربه هېواد کې د ځینو هېوادونو له سفیرانو سره هم وکتل.
د یاد سفارت په وینا، په دې کتنو کې پر دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو، پانګونې، سوداګریزو همکاریو، د اسلامي امارت د لاسته راوړنو او پرمختګونو او همدا راز د ډيپلوماټیکو او سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا او نورو موضوعاتو خبرې شوې دي.
نږدې پینځه زره بېرته راستانه شوي د هرات په صنعتي ښارګوټي کې په کار ګومارل شوي
د هرات ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې تر دېمهاله پينځه زره بېرته راستانه شوي کډوال د هرات صنعتي ښارګوټي په صنعتي او تولیدي کارخونو کې په کار ګومارل شوي دي.
د خبرپاڼې لهمخې، دغه لړۍ لا هم دوام لري او په راتلونکي پړاو کې به ۱۰ زره نور راستانه شوي کډوال هم په دې ښارګوټي کې په کار وګومارل شي.
په یاد ولایت کې ځایي مسولین د راستنو شویو له ظرفیت څخه د ګټې اخیستنې لپاره نور پروګرامونه هم پیل کړي او هڅه کوي، چې په راتلونکې کې لا ډېرې کاري زمینې ورته برابرې کړي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو اتشو د همغږۍ غونډه وکړه
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې په پاکستان کې د اسلام اباد او خیبر پښتونخوا د افغان کډوالو د اتشې دفترونو مسولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د وزارت په خبره، د غونډې په پیل کې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د وروستي دریځ د کډوالۍ کارتونو (POR) د لغوه کولو، د یاد هېواد د امنیتي ادارو له لوري له کډوالو سره د چلند، د ستنېدنې په مرکزونو کې د ستونزو، د تورخم په فرضي کرښه د ننګونو، د محصلینو د وضعیت او نور موضوعات په اړه بحثونه شوي.
د غونډې غړو د ګډې هوکړې پر بنسټ یو لړ مشخصې پرېکړې کړې، ترڅو د راستنېدونکو کډوالو ستونزو ته په بېړني او اغېزمن ډول رسیدنه وشي.
په اسلام اباد کې د کډوالو اتشې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د وروستۍ غونډې د اجنډا راپور وړاندې کړی او ویلي یې دي، کمېشنري د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سره په همغږۍ هڅه کوي، چې یو میکانیزم رامنځته کړي، ترڅو په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د افغان محصلینو د اوسېدو ستونزه حل شي، د دوی د زدهکړو بهیر تضمین او د جبري ایستلو مخه یې ونیول شي.
ډونالډ ټرمپ: اوکراین به نه د کریمیا ټاپووزمه بېرته ونیسي او نه به د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوکراین پر ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي فشار زیات کړی، تر څو د روسیې پر وړاندې روانه جګړه پای ته ورسوي.
ټرمپ د ټروث سوشیل په یوه تازه پوسټ کې ویلي، که زېلینسکي وغواړي جګړه “تقریباً سملاسي” پای ته رسولای شي.
نوموړي زیاته کړې، چې کېیف به د کریمیا ټاپوزمې د بېرته نیولو او له ناټو سره د یوځای کېدو اجازه ونه ولري.
ټرمپ پر ټروث سوشیل لیکلي: “د اوکراین ولسمشر زېلینسکي که وغواړي له روسیې سره جګړه تقریباً سملاسي پای ته رسولای شي او یا هم دوام ورکولای شي.”
زېلینسکي پر اکس پاڼه لیکلکي: “موږ ټول غواړو چې جګړه ژر او په باوري ډول پای ته ورسېږي. سوله باید تلپاتې وي، نه د تېرو کلونو په څېر چې اوکراین مجبور شو کریمیا او زموږ د هېواد ختیځه برخه -د دونباس برخه- پرېږدي او پوتین په ساده ډول د نوي برید لپاره ګټه ترې واخیسته. یا کله چې اوکراین ته په ۱۹۹۴ کې «امنیتي ضمانتونه» ورکړل شول، خو اغیزمن نه وو.”
دا څرګندنې وروسته له هغه شوې، چې د امریکا او روسیې ولسمشرانو تېره جمعه په الاسکا کې غونډه وکړه. په دې غونډه کې ټرمپ د اوربند پر ځای د دایمي سولې د هوکړې غوښتنه وکړه.
ټاکل شوې، چې نن دوشنبه به ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي او د اروپایي ټولنې د مشرانو کوربتوب وکړي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور
د یکشنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۲/۲۳ هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۵/۲۶ هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۴۶۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۹۵۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۲۶ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۴۶۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۸۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۵۸ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۴۰۲ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له نیمروز څخه ۳۰کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۳ تنه و، هرات، فراه او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي او ۵۴۸ زره کرایه ورکول شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۸ کورنیو سره ټولې ۵۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګهد هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شول:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۳۷۶ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۸۲ عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۷۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۳۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۳۳کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۹۷ تنه و، کندهار، زابل او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۱۹۲ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷۶ کورنیو سره ټولې ۶۶۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
پهسپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۳۰۵ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو ته ۳۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۲۳ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۱۲۴۵ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۲۳۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۱۰ تنه و، ننګرهار او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۸۸۰ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴۴ کورنیو سره ټولې یو میلیون او ۹۸۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګهد هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۶۷۹ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
پکتیکا
انګور اډه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
پکتیکا انګور اډې له لارې شپږ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۰ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له شپږ کورنیو سره ټولې ۶۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د پکیتکا انګور اډې کې راستنو شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: انګور اډه کې ۸۰ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د پکتیکا انګور اډه کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدارنګهد هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۱۸۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۸۲ تنه و، پکتیا، لغمان، کاپیسا، دایکندي، بغلان، کندوز، تخار، بلخ، جوزجان او بدخشان ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۸۰ زره او ۱۶۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۸۴۸ کورنۍ او پینځه زره او ۳۲ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۴۸۷ کورنۍ او دوه زره او ۶۲۲ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۸۲۰ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۷۹۶ عدده
تېره میاشت د ۱۰۴ میلیون ډالرو په ارزښت صادارت شوي
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د ۱۴۰۴ کال د چنګاښ مياشتې د صادراتو او وارداتو اړوند ارقام راټول او تحليل کړي دي.
یاده اداره وایي، چې د دې ارقامو له مخې په ياده مياشت کې د هېواد په کچه د صادراتو ټول ارزښت ۱۰۴ ميليون ډالر او د وارداتو ټول ارزښت یو میلیارد او ۱۹۱.۱ ميليون ډالرو ته رسېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۶۳.۱ میلیون ډالر و، د ارقامو تحلیل ښيي، چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د صادراتو ارزښت د روان کال د غبرګولي میاشتې په پرتله ۴۰.۹ ميليون ډالره زیاتوالی لري.
له بل لوري د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۳۷.۲ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ مياشت کې د تېرې میاشتې په پرتله ۲۵۳.۹ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی پهکې راغلی دی.
ارقام ښيي چې د ۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او تاجیکستان ته شوي او تر ټولو زیات واردات له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه وو.
د یادونې وړ ده، چې په صادراتو کې صادرات او بياځلي صادرات شامل دي او په وارداتو کې ټول محصولي او غير محصولي واردات حساب شوي دي.
افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي
اقتصادي معاونیت وايي، افغانستان اوسمهال د خپلې اړتیا وړ ۶۰ سلنه اوړه په کور دننه تولیدوي.
یاد معاونیت زیاته کړې، په هېواد کې د اوړو تولید ۲۰۰ کارخونې فعالیت کوي، چې یو میلیون ټن اوړه د یادو ۲۰۰ کارخو او پاتې نور د اطرافي ژرندو په واسطه تولیدیږي.
یاد معاونیت د معلوماتو له مخې، افغانسان په کلني ډول شاوخوا شپږ میلیون ټنه اوړو ته اړتیا لري، چې له ډلې یې ۳.۵ میلیون ټنه په کور دننه تولیدیږي.
اقتصادي معاونیت په وینا، اسلامي امارت د اوړو سکټور د پیاوړتیا او ملاتړ په موخه له بهر څخه د غنمو پر وارداتو تعرفې کمې کړي، له هېواد څخه یې د غنمو پر قاچاق بندیز لګولی او هر کال د غنمو حاصلاتو په وخت کې له بزګرانو اضافي غنم په مناسبه بیه پیري او په امارتي سېلو ګانو او زېرمو کې یې ساتي چې دا بیا د اړتیا پر مهال بازار ته وړاندې کوي.
د یادونې وړ ده، چې په دغو کارخانو کې شاوخوا ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه شوې او دوه زره او ۵۰۰ هېوادوال په دایمي ډول پکې په کار بوخت دي.








