حماس اسلامي غورځنګ د اسرائیلي رژیم له لوري د غزې ښار د اوسېدونکو د جبري بېځایه کولو پلان د زرګونه فلسطینیانو “د نسلوژنې او بېکوره کولو نوی پړاو” بللی دی.
یاد غورځنګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د بشر دوستۍ په نوم سویل ته د غزې ښار د اوسېدونکو لېږدول “ښکاره دوکه” ده او دا کړنه “د اشغالګرو ځواکونو د جنایتونو پټولو” په موخه کېږي.
اسرائیلي رژیم تېره اونۍ سویل ته د غزې ښار د اوسېدونکو د بېځایه کولو پلان اعلان کړی. دا پلان په نړیواله کچه غندل شوی دی.
د صهیونیستي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، چې ملکي وګړي به “خوندي سیمې” ته ولېږدول شي، حال دا چې دا سیمه پرلهپسې بمبار شوې هم ده.
د غزې د ۲.۴ میلیونه نفوس ۹۰ سلنه فلسطینیان بېځایه شوي او زیاته برخه یې له سختې لوږې سره مخ دي.
د غزې روغتیا وزارت وايي، چې تر پرون یکشنبې پورې په ۲۴ ساعتونو کې ۷ نورو فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی. د اسرائیلي یرغلګرو د کلابندۍ او تحمیل شوې لوږې له امله د مړو شویو فلسطینیانو شمېر ۲۵۸ ته لوړ شوی، چې ۱۱۰ یې ماشومان دي.
پرون یکشنبه هم صهیونیستي یرغلګرو پخپلو بریدونو کې ۵۷ فلسطینیان شهیدان کړي، چې ۳۸ یې د مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي. د ۲۰۲۳ له اکتوبر راهیسې د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې د شهیدو شویو فلسطینیانو شمېر نږدې ۶۲ زره ته رسېدلی دی.
حماس د اسرائیلي یرغلګرو د بېځایه کولو پلان غندلی دی او د یوې اعلامیې په خپرولو سره یې د “نسلوژنې او بېځایه کولو” نوی پړاو بللی دی.





