د چاپېریال ساتنې ملي ادارې په نوښت د ختیځ زون په کچه د هېواد د چاپېریالي وضعیت ارزونې مشورتي ورکشاپ په ننګرهار ولایت کې پیل شو.
په دې ورکشاپ کې د ننګرهار تر څنګ د نورستان، کونړ او لغمان ولایتونو استازو ګډون کړی، تر څو د خپلو سیمو د چاپېریالي وضعیت په اړه معلومات او وړاندیزونه شریک کړي.
د یاد ورکشاپ د پرانیستې په مراسمو کې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیعالحق خالص، د ادارې مسلکي ټیم او د رها موسسې مسولینو ګډون کړی وو.
مولوي مطیع الحق خالص د ورکشاپ موخې په تفصیل سره تشریح کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د اقلیمي بدلون له امله له جدي ننګونو سره مخ دی.
نوموړي زیاته کړې: “په هېواد کې وچکالۍ، د ځنګلونو له منځه تلل، د اوبو د سرچینو کمښت او د هوا د ککړتیا زیاتوالی هغه ستونزې دي، چې د خلکو د ژوند پر ټولو برخو یې منفي اغېز کړی دی. د دې ستونزو ریښه یوازې د خلکو ډېروالی نه دی، بلکې د ناپوهۍ، بېنظمۍ او د طبیعي سرچینو د ناسم استعمال له امله راپیدا شوې دي.”
ښاغلي خالص ټینګار کړی، چې د اقلیم بدلون مهار یوازې د چاپېریال ساتنې ادارې کار نه دی، بلکې د ټولو امارتي او ملي ادارو، خلکو او نړیوالو سازمانونو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
هغه په دې برخه کې د ټولنې د بېلابېلو قشرونو رول حیاتي بللی او زیاته کړې یې ده، چې د خلکو د پوهاوي لوړول د هر ډول اصلاح او پرمختګ بنسټ جوړوي، نو لازمه ده چې ټول په ګډه د خپل هېواد د سمسورتیا او پرمختګ لپاره کار وکړو.
د رها موسسې مرستیال عزت الله صدیقي د اقلیم بدلون او وچکالۍ پر وړاندې د ګډو هڅو اهمیت روښانه کړی او د همدې موسسې متخصص محمد طارق عزیز د ارزونې د میکانیزمونو او راپور ورکولو اړوند ځانګړی پرېزنټیشن وړاندې کړی دی.
ورکشاپ په ګروپي بحثونو پای ته رسېدلی، چې ګډونوالو خپلې طرحې او نظریات د ساحوي واقعیتونو پر بنسټ پکې مطرح کړي دي.