ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 441

محمد سهیل شاهین: د اسد ۲۴مه د قربانیو پایله او د ویاړ ورځ ده

په دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت سفارت وايي، د یاد سفارت او کلتوري اتشې په ګډه همکارۍ د اسد ۲۴مه، د اشغال پای او د فتحې ورځ د قطر مېشتو افغانانو په ګډون ونمانځل شوه.

د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین ویلي، دا ورځ د قربانیو پایله او د ویاړ ورځ ده، چې راتلونکي نسلونه به پرې هم ویاړي.

نوموړي زیاته کړې، اوسنی امنیت او نظام د الله تعالی ستر نعمت دی او باید د هېواد د پرمختګ لپاره ترې ګټه پورته شي.

همدارنګه، په دې مراسمو کې علماوو، قومي مشرانو او ګڼ شمېر قطر مېشتو هېوادوالو ګډون کړی و، چې د ديني، افغاني او ملي احساساتو له مخې یې د ازادۍ، ملي یووالي او سوکالۍ په اړه بېلابېلې ویناوې، شعرونه او ترانې وړاندې کړې.

خلیفه سراج الدین حقاني د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني، کابل کې د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې ویرونیکا بوسکوویچ سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغان کډوالو ملاتړ، بشري او روغتیايي مرستو دوام، مخدره موادو او انساني قاچاق مخنیوي، کاري فرصتونو رامنځته کول، خوندی امنیت او د روږدو د درملنې او روزنې په برخه کې د همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د بغلان، پروان او کاپیسا له مسولینو او مجاهدینو سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د مرستیال والي مخدوم عبدالسلام سعادت په ملتیا د بغلان، پروان او کاپیسا ولایتونو له یو شمېر مسولینو او مجاهدینو سره وکتل.

په دې ناسته کې د یادو ولایتونو مجاهدینو او ځينو ځایي مسولینو په دې سیمو کې روان حالت د ډاډ وړ یاد کړی او ویلي یې دي، چې د اسلامي امارت په هڅو، بشپړ امن حاکم دی او ولس له امنیتي ادارو سره ښه همغږي او همکاري لري.

دې مجاهدینو اسلامي امارت ته د خپلو وړاندېزونو پر مهال د یادو ولایتونو خلکو ته د کاري فرصتونو او اقتصادي ودې په موخه د یو لړ پراختیايي چارو د پيل غوښتنه کړې ده.

دوی د ځینو موضوعاتو په هکله خپل نظرونه او سلا مشورې له ښاغلي وزیر سره شریکې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر د بغلان، پروان او کاپیسا مجاهدیتو ته ښه راغلاست ویلی او د جهادي دورې پر مهال یې د هغوي قربانۍ او هڅې د قدر وړ بللې دي.

نوموړي ویلي، چې اسلامي امارت د افغان ولس شریک ټغر دی او له توپير پرته هر افغان پکې حق لري.

د ناستې په پای کې ښاغلي وزیر د یادو درېیو ولایتونو مسولینو او مجاهدینو ته ډاډ ورکړی، چې پر وړاندېزونو به یې غور وشي او حللارې به ورته ولټوي.

اسلامي امارت خیبر پښتونخوا کې د سېلابونو پر تلفاتو خواشیني څرګنده کړې

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې د خیبر پښتونخوا د وروستيو اورښتونو او سېلابونو له امله د رامنځته شويو تلفاتو په اړه ژوره خواشینې ښودلې ده.

یاد وزارت د‌ “دې غميزې” له امله د قربانيانو له کورنيو، ټول ولس او حکومت سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د الله تعالی له دربار څخه یې د ټولو قربانیانو لپاره د رحمت، د ټپیانو لپاره د بېړنۍ بشپړې روغتیا او د کورنیو لپاره د صبر او تسلیت غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، په تېرو دوو شپو او ورځو کې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شمېر ۳۰۷ کسانو ته رسېدلی دی.

په مړو شویو کسانو کې ۱۵ ښځې او ۱۳ ماشومان هم شامل دي.

سربېره پر دې له سېلاب‌ځپلو سره د مرستې په موخه خیبر پښتونخوا ته یوه لېږل شوې چورلکه هم لوېدلې، چې له امله یې پینځو کسانو ژوند بایللی دی.