د تېرو څو لسیزو ناخوالو له امله په پراخه کچه افغانان ګاونډیو او د نړۍ هېوادونو ته کډوال شول چې ډیری یې له ګڼو ستونزو سره مخامخ وو.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، تېرو څلورو کلونو کې له بهرنیو هېوادونو څخه څه باندې ۶ میلیون ١٤٩ زره او ١٨٧ افغانان بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.
که څه هم دغه څلور کلن مزل د افغان کډوالو لپاره تر ټولو له ستونزو، ننګونو، او کړاونو ډک وو، خو اسلامي امارت د بېرته راستنېدونکو ښه مدیریت کړی او د دوی لپاره يي په کور دننه د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
پاکستان او ایران په ۱۹۷۹ زېږدیز کال کې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له یرغل راهیسې د زیات شمېر افغان کډوالو کوربه دی، چې شاوخوا ۹،۸ میلیون افغان کډوال اوس هم په دغه هېوادونو کې مېشت دي.
دغو هېوادونو که څه هم له څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربتوب کړی، خو ورسره جوخت له تېرو څلورو کلونو راهیسې په یادو هېوادونو کې د خپلمنځي امنیتي، اقتصادي او سیاسي کړکیچونو له امله یې په جبري ډول د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په داسي حال کې پیل کړه، چې وهل، ټکول، بې عزتي او د شتمنېو ګرځول پکې شامل و.
د اسلامي امارت دغه څلور کلن مزل کې د سیمې او نړۍ هېوادونو په ځانګړې ډول ایران او پاکستان له افغان کډوالو سره د نړیوالو اصولو خلاف چلند وکړ، هغوي ته يي ستونزې رامنځته کړې چې د زور زیاتي دغه لړۍ له پراخو کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخامخ شوې.
که څه هم افغان کډوال له څو لسیزو راهیسې پاکستان او ایران کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي او په خصوصي سکټور کې يې هم د یادو هېوادونو په اقتصادي وده کې پراخه برخه اخیستې او شمنتۍ يې دغو هېوادونو کې شته، خو ګاونډي هېوادونه د دوي د ستایلو پر ځای د نړیوالو اصولو خلاف د دوی د ایستلو لړۍ د پیل ترڅنګ د هغوی شتمني هم ایساره کړه.
اسلامي امارت د تېر څلورو کلونو پر مهال ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو د حقونو خوندیتوب په برخه زیاتې هڅې کړي او له نړیوالو اړونده بنسټونو سره يې وخت په وخت ناستې لرلې، په دغه لړ کې د اسلامي امارت د مشرتابه ۱۵۷ ګڼې د فرمان پر بنسټ د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د ۳۱ لوړ رتبه مسولینو په ګډون د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون رامنځته شو، چې موخه له ګاونډیو هېوادونو د بېرته راستنیدونکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.
د ګاونډیو هېوادونو له لورې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د شدت ترڅنګ د اسلامي امارت مسوولین وايي، نړیوالې ټولنې په هغه ډول خپل مسوولیت ندی ادا کړی کوم چې ورته اړتیا لیدل کیږي.
دا چې نړیوالې ټولنې خپلو ۷۰ سلنو بشري مرستو کې کموالی راوستی خو اسلامي امارت په لنډه موده کې وتوانید چې د بېرته راستنېدونکو لپاره د مېشتېدنې لنډمهال کمپونو جوړولو، زده کړو، روغتیايي چوپړونو، ښارګوټو جوړولو، او بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
دغه لړ کې اسلامي امارت په کور دننه ټولو بېرته راستنېدونکو پانګوالو ته د پانګونې ټولې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
هاخوا بیا د کډوالۍ نړیوالې ادارې مسوولینو د بېرته راستنېدونکو وضعیت له نږدې وڅاره، دوی وايي د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې په افغانستان کې د اسلامي امارت او د بېرته راستنېدونکو افغانانو ترڅنګ ولاړې دي.