د خپلواکۍ پټ حقیقتونه
سریزه:
د زمري ۲۸مه زموږ د تاریخ هغه ویاړلې، تاریخي او نه هېرېدونکې ورځ ده، چې افغان ملت د انګلیسي ښکېلاک پر وړاندې د خپلواکۍ بېرته اخیستو پایله پخپلو وینو او قربانیو لاس ته راوړه.
دا ورځ یوازې یوه تاریخي نېټه نه ده، بلکې د افغانانو د غیرت، میړانې او د ازاد ژوند د ارادې ژوندی سمبول دی.
په همدې مناسبت د افغانستان اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست لومړي مرستیال ملا تاجمیر جواد حفظه الله یوه ارزښتمنه وینا کړې ده، چې د پردیو دسیسې، د افغانانو ریښتینې مبارزې او د خپلواکۍ ریښتوني حقیقتونه یې پکې روښانه کړي دي.
دلته د هغه د وینا یوه برخه په لیکلې بڼه را اخیستل شوې، تر څو د تاریخي حقایقو په اړه د یوه نوي لیدلوري دروازه پرانیزي او د خپلې خاورې د ازادۍ او تاریخ په اړه مو د حقایقو له ژور درک او احساس سره اشنا کړي.
—-
د اسد د ۲۸ مې په اړه دومره وايم، چې د افغانستان تېر ۱۰۰ او ۱۵۰ کلن تاريخ کې زيات تحریفات شوي دي، لويه جفا شوې ده او ډېر حقایق پکې پټ شوي دي. په عام بازار او انټرنټ کې چې څومره تاريخي مراجع موجود دي، هغه اکثره تحريف شوي. حقایق پکې پټ شوي دي. کاذب شخصيتونه پکې ښودل شوي دي. که تاسې په هغه ریښتوني تاريخ او واقعاتو پسې ګرځئ، نو په سخته به يې پيدا کړئ. چېرته نايابه قلمي نسخې او تيت پرک اسناد، چې واقعي تاريخ پکې ليکل شوی دی هغه پېدا کړئ، خو په سخته به يې پېدا کړئ. نو تاسو اصلي تاريخ ولولئ. اصلي معلومات ترلاسه کړئ، چې د افغانستان ازادي په څه ډول اخیستل شوې ده، اصلاً ازادي چا اخیستې ده او بدنام تړونونه چا کړي دي؟
افغانستان چې بحر ته لاره نه لري او په وچه کې را ایسار دی، دا تړونونه چا کړي دي، افغانستان په وچه کې چا را ایسار کړ، څوک د دې تر شا ولاړ وو؟! زموږ نيم افغانان چا راڅخه بېل کړل، هغه قومونه چې د انګريزانو په خلاف يې ریښتينې قرباني ورکړه، هغوی چا راڅخه بېل کړل، په دې کې يې غرض څه شی و؟
دا تړونونه چا کړي دي، چې په دې توګه يې اصلاً انګريزانو ته مصونیت ورکړ؟ ډېر ځله مېړنيو افغانانو يرغلګر مات کړي دي، خو د نظام جوړونې برخه د ځينو عواملو له امله ترې پاتې شوې ده. چا د نظام واګي په لاس کې واخیستل، چې د جهاد او قربانيو ارمانونه يې له خاورو سره خاورې کړل؟
خلاصه دا چې اصلي تاريخي حقایق پېدا کړئ، اصلي تاريخي مراجع ولولئ او ځانونه ترې خبر کړئ.
خپله هڅه وکړئ. خپل حیثیت وساتئ. خدمت وکړئ. له خپلې وظیفې او واک څخه غلطه فایده مه اخلئ، ځکه موږ د خپل نظام او مشرانو توهین په هېڅ صورت نشو زغملای.
که له تاسې سره چا همکاري کړې وي او یا یې په کارونو کې مرسته او کومک درسره کړی وي، نو نظام پسې له ناوړه خبرو یې منع کړئ، کنه نو موږ په اصلاح پوهېږو او بیا د چا پروا نه لرو.
ګورئ چې د هر خیر غږ درباندې کېږي، نو کوښښ پکې وکړئ او پوره برخه پکې واخلئ، اوس ډېر کمزوري شوي یاست.
دا یاد لرئ، داسې فتحه الله تعالی راکړې ده، چې هېچا ته یې نه ده ورکړې. کامله او بشپړه فتحه یې راکړې ده. دومره لوی قوت امریکا او ناټو ماتېدل او په دومره اسانۍ له دې ځایه وتل دا وړه خبره نه ده.
داسې کامل قدرت لاسته راتلل او کامله خپلواکي ترلاسه کول هېڅکله نه دي شوي. دښمنان مو یوه لویشت ځمکه هم په اختیار کې نه لري. دا لوی نعمت دی، نو باید شکر یې ادا کړو.
دا وړې، وړې دسیسې او ستونزې چې اوس شته دي، دې ته مه وارخطا کېږئ، تر دې څو چنده زیاتې دسیسې د نبي علیه سلام او صحابه کرامو رضي الله عنهم په مقابل کې جوړې شوې دي. هغوی څومره استقامت وکړ او څنګه برلاسي شول. نو موږ او تاسو باید هېڅکله مایوسه نه شو او په مقابل کې یې لا ډېر استقامت اختیار کړو.
د اسلامي امارت په فیصلو او حکمونو باندې راضي اوسئ، کیدای شي تاسو ته یې اوس خیر معلوم نشي، خو ډېره موده وروسته به درته معلومه شي، چې په دې فیصلو کې څومره خیر و او عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله ډېره پر ځای فیصله کړې وه.
د اسلامي امارت قیادت په حق باندې ولاړ دی، نو پخپلو مشرانو نیک ګمان ولرئ او په حق د ثابت پاتې کېدو ډیرې دعاګانې هم مشرانو ته کوئ او هم یې ځانونو ته کوئ.