ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 989

د ملګرو ملتونو ویاند په غزه کې انساني بحران له فاجعې لوړ بللی

د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاریک په غزه کې انساني بحران له فاجعې لوړ بللی او زیاته کړې یې ده، چې د روان زیږدیز کال په اګسټ میاشت کې څه باندې یو میلیون فلسطینیانو د خوراکي توکو بشري مرستې نه دې ترلاسه کړې.

د ملګرو ملتونو ویاند زیاته کړې؛ غزه کې د مرستندویه بنسټونو له لوري وېشل شوې خوراکي مرستې د جولای میاشتې په پرتله ۳۵ سلنه کمې شوې دي.

د ښاغلي دوجاریک په وینا؛ د اسراییلو د بریدونو له پیل څخه تر دې مهاله د انساني وضعیت د څېړلو او راپور کولو په موخه غزې ته د نړیوالو رسنیو په ورتګ هم بندیز لګېدلی دی.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د فاریاب او جوزجان ولایتونو له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د فاریاب او جوزجان ولایتونو له یو شمېر علماوو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.

په پیل کې هغوی د فاریاب او جوزجان ولایتونو د ټولنیز، اقتصادي او امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړي او ویلي یې دي، چې په دې ولایتونو کې بشپړ امنیت تامین دی او محلي مسولین تل د خلکو د ستونزو حل لپاره کوښښ کوي.

هغوی د اسلامي امارت له مسولینو غوښتي، چې د هیواد په بېلابېلو سیمو په ځانګړي ډول په دغو ولایتونو کې د پراختیایي پروژو تطبیق او د ښوونځیو او مدرسو جوړولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

مولوي عبدالسلام حنفي په دې کتنه د خوښي څرګندولو تر څنګ ویلي، چې د هیوادوالو د امنیت تامین، د ټولنیزې هوساینې او لازمو اسانتیاوو برابرول د اسلامي امارت له دندو او مسولیتونو څخه دي او په دې برخه کې هر اړخیز کوښښونه کېږي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د هغوی د وړاندیزونو په اړه ویلي، چې اسلامي امارت به شته امکاناتو ته په پام رسیدنه او اړین اقدامات وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د پنجشنبې ورځ، د ٢-٣-۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې۱۵-۶-۱۴۰۳هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۳۲کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو ۱۶۶ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۶تنه و، ننګرهار، کنړ او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۵ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۴۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۹۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۵ کورنیو سره ټولې ۳۵۴ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۷۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي. 

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۱۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۳۴ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې او کمپلې کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۵ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۵۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز ۹۱۶مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۳ کورنیو سره ټولې ۳۱۸  زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۵۲ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۶۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۲ کورنیو سره ټولې ۳۰۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۱۹۳ کورنۍ او ۷۱۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۱ کورنۍ او ۱۲۶ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۱۷۱ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۶۸ عدده

د عبدالله بن مسعود (رضي الله عنه) د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو له قوماندانۍ څخه ١٠٣ تنه بریدملان فارغ شول

د ملي دفاع وزارت د بېلابېلو قول اردوګانو او قطعاتو څخه ۱۰۳ تنه بریدملان د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د ټيټ رتبه بریدملانو ښوونځي د دلګي مشرانو او بلوک مشرانو له مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندان مولوي نصیب الله مدني یادو فارغانو ته له اِعداد څخه د فراغت مبارکۍ ویلو تر څنګ اړینې لارښوونې کړې او ویلي یې دي: “مجاهدینو! د اسلامي اردو په لیکو کې په زړورتیا، مېړانه او پاک نیت سره خپل مسولیتونه سرته ورسوئ، ځکه دا د مجاهد صفتونه دي.”

ورته مهال نویو فارغانو اسلامي نظام څخه د دفاع او ساتنې په پار بشپړ چمتووالی ښودلی دی.

افغانستان بانک د تېر کال مهمې لاسته راوړنې د رسنیز کنفرانس له لارې ولس سره شریکې کړې

د افغانستان بانک مسولینو نن (پنجشنبه، د وږي ۱۵مه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغه بانک د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

افغانستان بانک مسولینو په یاد کنفرانس کې وویل؛ د افغانستان د پولي او اسعارو سیاست طرحه او پلي کول، د هېواد اسعارو د رسمي زېرمو ساتنه او اداره کول، د کاغذي پیسو او فلزي مسکوکاتو چاپول، ضربول او خپرول، بانکونو او غیر بانکي مالي موسسو ته د جوازونو صادرول، د بانکي قوانینو او مقرراتو پلي کول او د هېواد مالي او بانکي سیستم مدیریت، پراختیا او پیاوړتیا، د دغه بانک له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.

مسولینو زیاته کړه، په تېر کال کې د اغېزناکه پولي سیاستونو د پلي کېدو له لارې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ساتل شوی او ټاکل شویو موخو ته د رسېدو ترڅنګ، د انفلاسیون د کنټرول برخه کې هم اغېزناک ګامونه اوچت شوي دي.

همدارنګه، د افغانستان بانک د پرله پسې هڅو په پایله کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت ۱۷،۲۵ سلنه لوړ شوی دی.

د مسولینو په وینا، د افغانیو او ډالرو په بانکي حسابونو باندې لګول شوي محدودیتونه کم شوي او اوسمهال مشتریان کولی شي، چې د افغانیو له حساب څخه، په اونۍ کې د ۷۰ زره افغانیو پر ځای ۱۵۰ زره افغانۍ او په میاشت کې د ۲۵۰ زره افغانیو پر ځای ۵۰۰ زره افغانۍ، همدارنګه له ډالري حساب څخه په اونۍ کې د زر ډالرو پر ځای دوه زره ډالر او په میاشت کې د درې زره ډالرو پر ځای شپږ زره ډالر واخلي.

په همدې ډول، د افغانستان بانک په تېر کال کې له مرکز او ولایتونو څخه، د اووه میلیارده، ۱۸۶ میلیونه او ۵۴۴ زره افغانیو په ارزښت، زاړه بانکنوټونه راټول او سوځولي او د راکړې ورکړې برخه کې د ستونزو د حل په موخه یې نوي بانکنوټونه بازار ته وړاندې کړي دي.

 دغه راز، د پولي خدمتونو وړاندې کوونکو او صرافیو د میکانیزه کولو قانون، د افغانستان د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله لخوا توشیح شو، چې د دې قانون په رڼا کې د غیر بانکي مالي موسسو د فعالیتونو د تنظیم، معیاري او میکانیزه کولو برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي.

د افغانستان بانک چارواکو د خپلو خبرو په دوام وویل؛ په تېر کال کې صرافیو او د پیسو خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو ته ۱۴۹ جوازونه صادر شوي، چې له دې سره د صادر شویو جوازونو ټولیز شمېر  یو زر او ۷۸۰ ته رسیږي.

همدا راز له برېښنایي پیسو څخه د ګټې اخیستنې ملي ستراتېژي تدوین شوې، د برېښنایي پیسو پینځو موسسو د فعالیت جوازونه ترلاسه کړي او په پلورنځیو، رسټورانټونو، روغتونونو او دولتي او خصوصي ادارو کې یو زر او ۲۵۸ کارت لوستونکې دستګاوې (POS) نصب شوي دي.

د مسولینو په وینا، په مطلوب حد کې د انفلاسیون د نرخ ساتلو پر افغانیو باور زیات کړی او د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو سبب شوی.

دا حالت دا په ډاګه کوي، چې مرکزي بانک د هېواد د اقتصادي بدلونونو په اداره کولو کې مهم او اړین رول لوبوي.

د افغانستان بانک د هېواد پر بانکي سیستم د یوه ناظر بنسټ په توګه، د بانکونو د فعالیتونو او مالي سلامت څارنې، د بانکي قوانینو او مقرراتو چمتو کولو، د بانکونو مالي حالت او نقدینګۍ ارزونې، د ضعف ټکو له منځه وړلو او د بانکي سیستم د ثبات او خوندیتوب برخه کې پرله پسې هڅې کړي دي.

خلیفه سراج الدین حقاني کابل کې د شهید عبدالمنان په نوم جومات پرانیسته وکړه

د کورنیو چارو وزارت وایي، خلیفه سراج الدین حقاني د کابل ښار اړوند یوولسمې امنيتي حوزې په انګړ کې د شهید عبدالمنان په نوم د جوړ شوي جومات په پرانیستغونډه کې ګډون وکړ.

په دې موخه په جوړو شوو مراسمو کې د يادې امنيتي حوزې د علماوو شورا مشر شیخ حضرت بلال او  قومي مشر ګل اغا، يادې غونډې کې د خلیفه سراج الدین حقاني ګډون د ویاړ ځاې بللی او د يادې حوزې اړوند سیمه کې يې د خوندي امنیت ډاډ ورکړی.

 دوی د حکومت او ملت ترمنځ د ښه چلند او تعامل ستاینه کړې او د خدماتو ترسره کولو په برخه کې يې د يادې حوزې د مسولينو له هڅو مننه کړې.

خلیفه سراج الدین حقاني دې ناستې ته په وينا کې د شهید عبدالمنان په نوم د جومات پرانیسته او د خیر په چارو کې د جهادي اتلانو یادونه تاریخي ارزښت او د هغوی حق بللی.

 نوموړي د شهید عبدالمنان د کارنامو يادونه کړې او د شهیدانو ارمانونو په پوره کېدو او د هغوی پر لار تګ باندې ټینګار کړی.

دغه‌راز د کورنیو چارو وزیر په ژوند کې د یووالي د اهمیت یادونه کړې او د ډاډمن امنيت په برخه کې یې د مجاهدینو هڅې ستایلي.

 خلیفه سراج الدین حقاني له هر ډول اختلاف څخه د ځان ساتنې پر ټينګار سربېره زیاته کړې، هېواد له لسیزو جګړو او نا کراريو وروسته یوځای شوی او هيچا ته اجازه نه ورکوي، چې هېواد کې د مېشتو قومونو ترمنځ د شته يووالي پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.

نوموړي د يادې حوزې مسولینو ته په سپارښتنو کې له هغوی څخه غوښتي، خپلې دندې پر وخت او ښه توګه ترسره او پر تقوا سربېره له ملت سره نېک چلند او ښه تعامل وکړي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د چهارشنبې ورځ، د ۱۴۴۶/۳/۱ هـ ق نېټه چې ۱۴۰۳/۶/ ۱۴هـ ل نېټې سره، سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۴۰ کورنۍ هېواد ته راستانې او د نوموړو کورنیو ۱۸۹ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۶ تنه و، ننګرهار، کنړ او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۷۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۱ کورنیو سره لس- لس زره افغانۍ مرسته شوې چې ټولې ۲۵۸ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۱۲۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۱ کورنیو سره ټولې ۳۴۸ زره افغانۍ کیږي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه درې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۲تنه و، کندهار او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۳ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په سپین بولدک کې  راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې ۳۷۲ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۲۲ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۲۶۱ تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم خیمې، کمپلې او توسان کډوالو  ته وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدماتو د ادارې له لوري، راستنو شویو کډوالو  ته ۹۶ عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو  له لارې ۴۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۸۵ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي او همدا راز  یو زر او ۷۶۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۰ کورنیو سره ټولې ۲۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د نیمروز د ورېښمو په لار کې  راستنه شویو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د مسئولینو له لوري ۴۸ عدده سیم کارتونه کډوالو  ته په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم پکې فعاله وې، توزیع شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هرات

اسلام کلا

د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۱۰۲ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۸ تنه و، هېواد ته راستنې او  ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۳۵ کورنیو سره ټولې ۹۵۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.

د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال:    ۲۳۰ کورنۍ او ۸۰۹ وګړي

لېږدول شوي کډوال:  ۲۰ کورنۍ او ۱۰۸ وګړي

مرسته شوي کډوال:   ۲۳۷ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه:  ۲۶۵ عدده

مولوي عبدالسلام حنفي: اسلامي امارت د غوره درملنې لپاره د ښو طبي تجهیزاتو برابرولو هڅه کوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي پرون د اکمال تخصص دورې د ډاکټرانو د فراغت مراسمو کې ګډون او وینا کړې.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال د دغو مراسمو ترسره کولو له امله د عامې روغتیا وزارت له رهبري پلاوي د مننې ترڅنګ متخصصینو، د هغوی کورنیو او ټول افغان ملت ته د هغوی د فراغت مبارکي ویلې.

 په دې مراسمو کې مولوي عبدالسلام حنفي ویلي؛ زموږ ګران هېواد د تحمیلي جګړو په جریان کې له هره اړخه زیان لیدلی او له بل هر څه زیات د روغتیا سکتور زیانمن شوی دی.

نوموړي زیاته کړې؛ اوس افغان ملت په مختلفو برخو کې خدمتونو ته اړتیا لري، متأسفانه په ځینو لرې پرتو سیمو کې کلینیکونه او روغتیایي مرکزونه نشته او د هغو سیمو خلک له لومړنیو روغتیایي خدمتونو څخه هم محروم دي، نو لازمه ده چې په ټول هېواد په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو کې کلینیکونه جوړ او روغتیایي خدمتونه ښه شي.

 د ریاست الوزرا اداري مرستیال ویلي؛ ولایتي، حوزوي او مرکزي روغتونونه واقعي اصلاحاتو او پیاوړتیا ته اړتیا لري او د معیاري لابراتوارونو جوړولو او د ډاکټرانو د مسلکي ظرفیت لوړولو په برخو کې باید لازم اقدامات وشي، ترڅو هېوادوال وکولی شي غوره روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی ومومي.

 ښاغلي حنفي ویلي؛ نن افغانانو ته د خوښۍ ځای دی، چې په مختلفو برخو کې شاوخوا ۳۰۰ متخصص ډاکټران فارغ او خدمت ته تیارېږي او هیله لرو چې په روغتونونو کې د دندو په ترسره کولو سره د خلکو درد او ځور یو څه راکم، زموږ ځورېدلې ټولنې ته ګټور واقع شي او د هېواد په پرمختګ کې برخه واخلي.

 مولوي عبدالسلام حنفي له ټولو ډاکټرانو څخه غوښتنه کړې، چې د خپلو ایماني او وجداني مکلفیتونو پر بنسټ د ناروغانو وضعیت ته پام وکړي، د ناروغیو دقیق تشخیص او د ناروغانو ښه درملنه وکړي او د هېواد پر روغتیایي سکتور د خلکو باور زیات کړي.

د ریاست الوزرا اداري مرستیال په پای کې ویلي؛ اسلامي امارت تل هڅه کوي، چې په هېواد کې د بې کیفیته خوراکي توکو او درملو د تولید او وارداتو مخه ونیسي او د درملنې او طبي تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې به هم د اسلامي امارت مسولین په ټول توان هڅه وکړي.

د افغانستان بانک عمومي رییس د غوره بانکي خدمتونو د پراختیا په موخه  سرپل او جوزجان ته سفر کړی

د افغانستان بانک عمومي رییس نور احمد اغا د افغانستان بانک له څانګو څخه د لیدنې په موخه ولایتي سفرونو په لړ کې د سرپل او جوزجان ولایتونو له څانګو څخه له نږدې لیدنه کړې.

په دې سفر کې د افغانستان بانک رییس په یادو څانګو کې د افغانستان بانک له کارکوونکو غوښتي، چې د درنو هېوادوالو لپاره د ښو خدمتونو د وړاندې کولو زمینه برابره کړي، ترڅو درانه هېوادوال پر وخت له غوره بانکي خدمتونو برخمن شي.

نور احمد اغا ویلي، د افغانستان بانک د مالي او بانکي خدمتونو د پراختیا لپاره ژمن دی او په همدې موخه یې تر دې مهال د هېواد په یو شمېر هغو سیمو کې چې له دې وړاندې هلته مالي او بانکي خدمتونه شتون نه درلود، نوې څانګې پرانیزي.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بانک د عمومي رییس نور احمد اغا د روانې اونۍ په پیل کې د دې بانک له څانګو څخه د نږدې لیدنې او درنو هېوادوالو ته د غوره مالي او بانکي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه سفر پیل کړی، چې تر دې مهاله یې د میدان وردګ، بامیان، غور، سرپل او جوزجان ولایت له څانګو څخه یې لیدنې کړي او مسولینو ته یې اړینې لارښونې کړي دي

د قرغیزستان له لوري له ممنوعه لیست څخه د اسلامي امارت د نوم ایستل؛ بهرنیو چارو وزارت یې هرکلی کړی

بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د قرغیزستان جمهوريت له لوري د ممنوعه ډلو له ليست څخه د افغانستان اسلامي امارت نوم ایستل د ستاینې وړ ګام بللی او هرکلی یې کړی دی.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي: “د نورو هېوادونو په تسلسل د قرغیزستان دا ګام په سیمه او نړۍ کې د افغانستان اسلامي امارت په تړاو د سیاسي درک د رامنځته کېدو ښکارندوی دی او د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ د دوو اړخيزو اړيکو د لا پیاوړتيا په لاره کې د خنډ د لرې کېدو په مانا دي.”

له دې وړاندې قزاقستان هم اسلامي امارت له ممنوعه لیست څخه ایستلی و.

دغه‌راز څه موده مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې هېواد یې د ممنوعه سازمانونو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم ایستل او له اسلامي امارت سره د اړیکو ټینګول یوه اړتیا بولي.

ماریا زاخارووا ټینګار کړی و؛ هغه کسان چې په دې اقدام نیوکه کوي، له واقعیت څخه سترګې پټوي.

له دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم له اسلامي امارت سره د اړیکو په ټينګولو ټینګار کړی و.