ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 992

حج او اوقافو وزارت: د حاجیانو پاتې پیسې به په پوره روڼتیا بېرته پرې ووېشل شي

د حج او اوقافو وزیر شیخ نور محمد ثاقب وایي، چې د حاجیانو پاتې پیسې به بېرته په پوره روڼتیا پرې ووېشل شي.

سږ کال له افغانستان څخه ۳۰ زره کسان د حج فریضې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو، چې له هر حاجي څخه ۳ زره، ۸۰۰ او ۲۸ ډالر اخیستل شوي وو.

اوس د حج او اوقافو وزارت مسولین وايي، چې هر حاجي ته به په پوره روڼتیا ۳۷ ډالر او ۶۱ افغانۍ بېرته ورکړل شي.

د حج او اوقافو د وزیر په وینا؛ حاجیان په ټولو ولایتونو کې خپلې پیسې بېرته ترلاسه کولای شي او دغه بهیر سر له نن چهارشنبې څخه په ټول هېواد کې پیل شوی دی.

نوموړی زیاتوي؛ د افغانستان نفوس اوس زیات شوی او هڅه کوي، چې راتلونکي کال کې د حاجیانو زیاته سهمیه واخلي.

د رییس الوزرا د حکم په بنسټ د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه

د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند د حکم په اساس د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش کې د اسانتیاوو برابرولو او د چارو د هر اړخیز ښه والي په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه.

د ریاست الوزرا د دفتر عمومي ریاست د مرستیال مفتي سید احمد مستقیم په مشرۍ یاده کمېټه به چې د بېلا بېلو وزارتونو استازي مولوي عبدالکریم فاتح، مفتي نورالله ربیعه، مولوي عبدالاحد طیب او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې دوه تنه لوړپوړي مسولین یې غړي دي، د برېښنایي پېژندپاڼو په وېش کې د ګڼې ګوڼې د کمښت، د اړینو اسانتیاوو برابرولو او د پېژندپاڼو د وېش د ټول بهیر په اړه د خپلو څېړنو او موندنو راپور د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کوي.

اسلامي امارت هېوادوالو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د اسانه ترلاسه کولو په موخه د جدي اقداماتو او اړینو اسانتیاوو د برابرولو کوښښ کوي.

تر دې وړاندې د محترم رییس الوزرا په لارښوونه ځانګړي پلاوي د پاسپورټونو د وېش د نویو مرکزونو په جوړولو سره ګڼه ګوڼه کمه او په هغه برخه کې هېوادوالو ته اسانتیاوې رامنځته کړې.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال: د اسلامي امارت په ارتګ سره د روغتیايي سکټور کیفیت لوړ شوی

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کابل طبي علومو پوهنتون د ۱۴۰۳ لمریز کال د محصلینو په فراغت غونډه کې ګډون او وینا کړې.

په دې غونډه کې د لوړو زدهکړو وزیر شېخ ندا محمد ندیم، د پوهنتون استادانو، علماوو او ځوانانو ګډون کړی و.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال تازه فارغو شویو ډاکټرانو او د هغوی کورنیو ته مبارکي ورکړې او ویلي يي دي، ټولنه دغو ځوانو کادرونو او ډاکټرانو ته اړتیا لري.

مولوي عبدالکبير زیاته کړې؛ د افغانستان روغتیايي سکتور د منفي تبلیغاتو، مافیايي کړیو او د روغتیايي مرکزونو د کمزوري ظرفیت له امله بې اعتباره شوی وو او ناروغان به د درملنې لپاره ګاونډیو هېوادو ته تلل، خو د اسلامي امارت په راتګ سره په هېواد کې مافیايي کړۍ له منځه لاړې، اصلاحات رامنځته شول او کوښښ کېږي، چې د روغتیايي خدماتو کیفیت هم لوړ شي.

سیاسي مرستیال په هېواد کې د باکیفیته روغتیايي خدماتو په عرضه کولو د ټینګار ترڅنګ ویلي، ډاکټران او د روغتیا برخې پانګوال او سوداګر دې د افغانانو کمزوري اقتصادي وضعیت ته په کتو هېواد ته با کیفیته درمل را وارد کړي.

مولوي عبدالکبير د لېرې پرتو سیمو اوسېدونکو په شمول ټولو هېوادوالو ته د روغتیايي خدماتو د عرضه کولو په برخه کې په ټینګار روغتیا وزارت ته سپارښتنه کړې، چې د روغتیايي خدماتو او درملو کیفیت وڅاري.

د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال له نړیوالو مرستندویه ادارو او د روغتیا نړیوال سازمان څخه غوښتي، چې په افغانستان کې له روغتیايي سیستم سره خپلې مرستې ډېرې او ټولو افغانانو ته د باکیفیته خدماتو په عرضه کولو کې ونډه واخلي.

مولوي عبدالکبير په ملي او نړیوالو پانګوالو هم غږ کړی، چې د روغتیا په تخصصي برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت به ورته لازم سهولتونه برابر کړي.

همدارنګه يې زياته کړې، اوس په ټول افغانستان کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی او د ډاکټرانو په شمول هېڅوک د غلا، اختطاف او نورو پېښو اندېښنه نه لري.

د رياست الوزرا سياسي مرستيال ویلي؛ نن تاسې دلته د مسلمان، افغان او مجاهد ورور درملنه کوئ، چې همدې ورور ستاسې لپاره امن راوستی، نن په افغانستان کې وحشت، بربریت او قوم جنګي نشته، بلکې سرتاسري امنیت شتون لري.

محترم مولوي عبد الکبير د خپلو خبرو په پای کې ویلي، تېرو حکومتونو د افغانستان د ابادولو هوډ نه درلود او د روغتیايي سکتور په شمول یې د افغانستان سیستمونه له ستونزو سره مخ کړي وو.

غزه کې د اسرائیلو روان وحشت؛ د فلسطیني شهیدانو شمېر ۴۰ زره او ۸۱۹ ته ورسېد

د فلسطین روغتیا وزارت وايي، چې پر غزه تړانګه د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسې ۴۰ زره او ۸۱۹ فلسطینیان شهیدان او ۹۴ زره او ۲۹۱ نور ټپیان شوي.

یاد وزارت زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳ فلسطینیان شهیدان او ۶۷ نور ټپیان شوي دي.

غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو بریدونه لا هم دوام لري او هېڅ سیمه خوندي نه ده. په دې بریدونو کې هره ورځ لسګونه فلسطینیان ژوند بایلي او قرباني کېږي.

د دې تر څنګ تېره یکشنبه(د وري ۱۱مه) اسرائیلو کې لسګونه زره کسانو د صهیونیستي رژیم پر ضد لاریونونو کې د بندیانو د خلاصون او غزه کې د اوربند غوښتنه کړې وه.

د دې لاریونونو په ترڅ کې عمومي کاربندیز هم اعلان شو او ګڼو بنسټونو یې ملاتړ وکړ.

یادو لاریون‌والو نتانیاهو وژونکی بللی او ویلي یې دي، چې نوموړی د یرغمل شویو په خوندي راستنولو کې پاتې راغلی دی.

د دې لاریونونو او کورنیو او نړیوالو فشارونو له امله بنیامین نتانیاهو بښنه غوښتې ده.

د امريکا ولسمشر جو بايډن هم د دوشنبې په ورځ ویلي، چې غزه کې د بندیانو د خلاصون لپاره وروستۍ هوکړه کېدونکې ده، خو د اسرائیلو لومړی وزیر یې د وروستي کېدو لپاره کاپي هڅې نه کوي.

غزه کې د اوربند هڅې تل له خنډ او ځنډ سره مخ شوې او د منځګړو لورو تر منځ خبرې بې‌پایله پای ته رسېدلې دي.

تازه حماس ویلي، چې نتانیاهو د یوه نوي شرط په وړاندې کولو سره د هوکړې مخه ډب کړې.

د اسرائیلو لومړی وزیر د غزې او مصر تر منځ د فيلادلفيا يا صلاح الدين په لاره د کنټرول غوښتنه کوي، چې حماس ته په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده.

ياده لاره د غزې او مصر تر منځ د پولې په اوږدو کې ستراتيژيک اهميت لري.

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس د (ای سي ار سي) له سرپرست سره لیدنه کړې

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رییس مولوي محمد یوسف مستري په خپل کاري دفتر کې د دفتر رییس قاري رحمت الله ګلزاد او د اقتصادي پروګرامونو او ستراتېژیکو اړیکو رییس عبیدالله اخلاص په شتون، د افغانستان لپاره د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ای سي ار سي) له مرستیال او رییس مارټن ډي بویر، د زندانونو د فعالیتونو او همکاریو مشرې مارینا او د مشرتابه سلاکار عزت ګل سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو پر خپلمنځي همغږۍ زیاتولو، یو له بل سره همکاریو او د زندانیانو لپاره د خدمتونو او مرستو ترڅنګ په راتلونکو پلانونو باندې خبرې کړي دي.

مولوي محمد یوسف مستري د یادې لیدنې په ترڅ کې د (ای سي ار سي) په ګډه همکارۍ د خوښۍ ترڅنګ د دوی له مخکینیو مرستو مننه کړې او له نړیوالو مرستندویه موسسو یې غوښتي، چې له دغې ادارې سره د مرستو په موخه د کړو ژمنو عملي کولو بهیر چټک کړي.

په ورته وخت کې، د سره صلیب نړیوالې کمېټې رییس مارټن ډي بویر هم د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار کړی او د زندانونو چارو د سمون ادارې له لوري یې زندانیانو ته په ښه ډول د مرستو رسولو او وېشلو لپاره د همغږۍ او زمینې برابرولو په موخه خوښي څرګنده کړې ده.

د احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېره میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱.۴ سلنه ټیټوالی راغلی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي؛ ‌د روان ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۱.۴ سلنه ټیټوالی راغلی دی، چې له دې ډلې ۱.۶ سلنه د غوړیو، ۲.۲ سلنه د مېوو او ۶.۹ سلنه د سابو په بیو کې دی.

 له بلې خوا د غیرخوراکي توکو په بیو کې ۱.۲ سلنه زیاتوالی ښکاري، چې ۲.۱ سلنه یې د جامو او ۱.۹ سلنه یې د کور سامان په بیو کې راغلی دی.

‌د روان کال په زمري میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۰.۲ سلنه زیاتوالی ښيي، چې د پړسوپ دا زیاتوالی تر ډېره د خوراکي توکو (غوښه) او غیرخوراکي توکو (جامې او کورسامان) د بیو د زیاتوالي له امله دی.

همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې د تېر کال د همدې میاشت په پرتله ۵.۶ سلنه ټيتوالی ښکاري.

 بل خوا د روان کال په زمري میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځني ډول ۷۱.۰ افغانۍ و، په داسې حال کې، چې یاد ارزښت په چنګاښ میاشت کې ۷۱.۱ افغانیو ته رسېده.

 که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي نو ښکاري، چې د امریکا ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱۶.۴ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی مرستیال هېواد کې د ګرځندوی برخې پر ودې ټینګار کړی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت وايي؛ د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال په خپل کاري دفتر کې د (TLO) موسسې له مسولینو سره د دوی د فعاليتونو او پراختيايي پروژو په اړه لیدنه کړې.

د ليدنې په ترڅ کې د (TLO)موسسې مسولینو د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال سره په افغانستان کې د يادې موسسې د فعاليتونو په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړي دي.

مولوي قدرت الله جمال په افغانستان کې د (TLO) موسسې کړنې ستایلي او افغانستان کې يې د پراختيايي پروژو او د ګرځندوی برخې په ودې ټينګار کړی دی.

نوموړي ویلي؛ افغانستان د ګرځندوی په برخه کې دولت او ملت ته د عوايدو ښې سرچينې لري، چې په دوامداره هڅو سره کولی شو ورڅخه عوايد ترلاسه کړو.

ناسته کې دواړو لوريو په دوه اړخيزو همکاريو ټینګار کړی.

د چین مرستیال سفیر: په نړیوال سټېج د اسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکوو

د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي سره د چین هېواد د سفیر مرستیال باؤ ژو هوی لیدنه کړې.

بهرنیو چارو وزارت وايي؛ په دې لیدنه کې د افغانستان او چین په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو سیمه ېیزو پرمختګونو خبرې وشوې.

 یاد وزارت زیاته کړې، شېر محمد عباس ستانکزي له افغانستان سره د چین د مرستو له مننې سربېره د افغانستان او چین دوه اړخیزې اړیکې مهمې بللي او د پیاوړتیا هیله یې څرګنده کړې.

 باؤ ژو د چین او افغانستان د دوه اړخیزې همکارۍ او په بېلابېلو برخو کې یې د پرمختګونو یادونه کړې او ویلي يي دي؛ هېواد یې غواړي چینايي سوداګر په افغانستان کې پانګونې ته تشویق کړي او له افغانستان سره یې د خپلو اړیکو ټینګښت ارزښتمن یاد کړی.

نوموړي ډاډ ورکړی، چې په نړیوال سټېج به د اسلامي امارت ملاتړ ته دوام ورکوي.

 په پای کې ښاغلي عباس ستانکزي د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او دوام ټینګار کړې او ویلي يي دي، چې دوه اړخیزې ګټې دې مثبتې وپالل شي.