ژوندۍ
ژوندۍ
Home Blog Page 998

عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله بادغیس ولایت ته سفر کړی

د بادغیس مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي؛ د اسلامي امارت زعیم رهبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله یاد ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له والي مولوي عبدالصمد جاوید، سیمه‌ییزو مسولینو او مجاهدینو سره لیدنه کړې.  

په دې لېدنه کې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د اسلامي نظام د پیاوړتیا، د شریعت د پلي کېدو، د سپیڅلي جهاد او موخو د ساتنې، د هېواد د مومنو بچیانو ترمنځ د اسلامي زده‌کړې د ترویج او د امیرانو د اطاعت او تر لاس لاندې کسانو باندې د شفقت په اړه خبرې کړې دي.

ورته مهال د اسلامي امارت رهبر خلکو  ته د خدمت کولو په تړاو یو شمېر لازمې سپارښتنې هم کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت زعیم رهبر عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله بادغیس ولایت ته کړی دی.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپ پروژې هوکړه لیک لاسلیک شو

د کانونو او پټرولیم وزیر ملا هدایت‌الله بدري په مشرۍ ترکمنستان هېواد ته د افغان پلاوي د سفر پر مهال د افغانستان د برېښنا شرکت د اجرایوي عمومي رییس عبدالباري عمر او د یاد هېواد د انرژۍ وزیر اناګلدي ساپاروف ترمنځ د ټاپي پروژې د پلي کولو هوکړه لیک لاسلیک شو.

ټاپ پروژه د افغانستان برېښنا شرکت یو له مهمو پروژو څخه ده، چې د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان برېښنا لیږدوي.

د دې هوکړه لیک په لاسلیک سره دواړو خواو په خپلو خاورو کې د یادې پروژې پلي کولو په موخه د تاسیساتو جوړولو او همداراز د یادې پروژې اړوندو اسنادو د بشپړولو په برخه کې ژمنه کړې.

د یادې سترې او مهمې پروژې په پلي کېدو او بشپړېدو سره به په هېواد دننه زرګونو کسانو ته د کاري زمینې د برابرولو سربېره افغانستان د یاد مزي له لارې زیاته کچه برېښنا ترلاسه کړي او ترڅنګ به یې هر کال د ټرانزیټ حق پیسې پاکستان ته د لیږدوونکې برېښنا څخه ترلاسه کوي.

د سیاحتي شرکتونو ټولنه: هېواد کې تاریخي او تفریحي سیمو ته د خلکو ورتګ زیات شوی

د سیاحتي شرکتونو د ټولنې مسولین وايي، د اسلامي امارت په واکمنېدو سره په هېواد کې تاریخي او تفریحي ځایونو ته د خلکو ورتګ زیات شوی دی.

سیلانیان وايي، د اسلامي امارت په واکمنېدوسره سراسري امنیت ټینګ شوی او له دې کبله تفریحي او تاریخي سیمو ته د خلکو ورتګ زیات شوی دی.

بلخوا سیاحتي شرکتونو ته ځيني مراجعه کوونکو ویلي، چې له تاریخي او تفریحي سیموڅخه لیدنه او د خلکو په دود او دستور پوهېدنه، کولی شي چې په ورځني ژوند ېې مثبت اغېزوکړي.

په ورته مهال د سیاحتي شرکتونو مسولین وايي، چې په ورځني ډول شاوخوا ۵۰ تنه د تاریخي او تفریحي ولایتونو د لیدنې په موخه دوي ته مراجعه کوي.

د سیاحتي شرکتونو د ټولنې مسولین زیاتوي، بهرنیو او کورنیو سیلانیانو ته یې لازمې آسانتیاوې برابرې کړي دي او هڅه کوي چې دخدمتونو لړۍ لا پراخه کړي.

ازموینو ملي اداره: تېر کال د څه‌باندې ۱۷۷ زره کسانو څخه ازموینه اخیستل شوې

د ازموینو ملي ادارې مسولینو نن( شنبه، د وږي لسمه نېټه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پروګرام کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، د دغې ادارې د یو کلنو کړنو او لاسته راوړنو راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د ازموینو ملي ادارې مسولینو په دې خبري کنفرانس کې وویل؛ تېر کال کې د تخنیکي او اداري پروسو د معیاري کولو، د کانکور ازموینو د جامع سیستم جوړولو، د ستراتېژیک پلان چمتو کولو، د افغانستان د ازموینو قانون مسودې د ترتیب او همدا راز د لسو طرزالعملونو او دوه مادو د پلي کېدو په برخه کې مهم ګامونه پورته شوي دي.

مسولینو زیاته کړه؛ په ۱۴۰۳ کال کې د کانکور ازموینې لپاره ۹۷ زره او ۹۱۷ د ګډون کارتونه چاپ شوي، د ازموینې پوښتنې په څلور ژبو (پښتو، دري، انګلیسي او عربي) چمتو شوي او د ازموینې وخت له ۱۶۰ دقیقو څخه، څلور ساعتونو ته زیات شوی دی.

دغه راز د یاد وزارت مسولینو وویل، د لومړي ځل لپاره د دې ادارې دویمې واحدونه په کندهار، هرات، بلخ، بامیان، کندوز، پکتیا او ننګرهار زونونو کې رامنځته شوي دي.

مسولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، له پوهنې وزارت سره د شاوخوا ۴۰ زره ښوونکو د ازموینې اخیستو په موخه، د همکارۍ تفاهم لیکونه لیک لاسلیک شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې له ۱۷۷ زره او ۲۰ کسانو ازموینه اخیستل شوې او ۸۷۱ زره او درې بریالي کسان بېلابېلو ادارو ته ورپېژندل شوي دي.

دغه‌راز یادو مسولینو وویل، د بېلابېلو ادارو ۵۸ ډله ییزې ازموینې په پوره شفافیت سره اخیستل شوي او پایلې یې هم اعلان شوي دي.

د ازموینو ملي ادارې مسولینو زیاته کړه، په تېر کال کې د ۱۴۰۳ کال د عمومي کانکور، متفرقه، اختصاصي، دیني، د ماسټرۍ پروګرامونو، د علمي کچې تثبیت، مالیې وزارت، طبي شورا، عامې روغتیا وزارت، د امر بالمعورف او نهې عن المنکر وزارت، نظامي اکاډمیو او د نورو ادارو د ازموینو لپاره، شاوخوا ۲۰۰ زره د نوم لیکنې فورمې وېشل شوې او له راټولولو وروسته، د ادارې په سیستم کې ثبت شوي دي.

د مسولینو په وینا، د ۱۴۰۴ کال کانکور لپاره د اړینو تدابیرو نیول، د افغانستان د ازموینو قانون مسودې نهايي کول، د ادارو د ډله ییزو ازموینو اخیستل، د سیستمونو پراختیا، د اوو زونونو په کچه د ادارې د دویمي واحدونو تجهیز او د تخنیکي او اداري سیستمونو معیاري کول، په روان کال کې د ادارې له مهمو لومریتوبنو څخه دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت: د اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې د تورخم او کراچۍ بندرونو بدیلې لارې موندل شوي

نږدې درې کاله وړاندې افغان سوداګرو د صادارتو او وارداتو په برخه کې ډيره تکیه د پاکستان په کراچۍ او تورخم بندرونو کوله، چې د دغه بندرونو په بنديدو سره به د افغانستان نړیواله سوداګري ټکنې کېده او ورسره به په کورنیو بازارونو کې د سوند او لومړنیو خوارکې توکو بیې لوړیدې.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي؛ د اسلامې امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ په مټ توانیدلي، چې د کراچۍ، تورخم او سپین بولدک بدیلې لارې پیدا کړي او سیمې او نړۍ سره خپله سوداګرۍ پراخه کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده وايي؛ د اسلامي امارت د اقتصاد محوره پالیسۍ له مخې اوس د تورخم او کراچۍ بندرونو بدیلې لارې موندلي او دا مهال د تورغونډې، حیرتان، شیرخان، چابهار او بندر عباس له لارې د منځنۍ اسیا ترڅنګ ایران، چین، هند او ترکیې سره سوداګرېزه راکړه ورکړه لري.

ورته وخت کې د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رییس مفتي عبدلمتین سعید وايي، اوس مهال يې د هېواد په ټولو ګمرکونو کې افغان سوداګرو ته هرډول اسناتیاوې برابره کړي او په ښه توګه يې د سیمې او نړۍ سره سوداګرۍ روانه ده.

د یو شېمر افغان سوداګرو په وینا، په تېرو درې کالونو کې يې په کراچۍ او تورخم بندرونو تکیه کمه شوې او د خپلې نړیوالۍ سوداګرۍ لپاره يې نورې لارې پیدا کړي او واخان کوردور په جوړېدو سره به د افغانستان نړیواله  سوداګري لا پراخه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان اوس مهال د سیمې او نړۍ له ۸۰ زیاتو هېوادونو سره سوداګریزه راکړه ورکړه لري او تېر کال کې نړیوالو مارکیټونو ته د دوه ملیارده ډالرو په ارزښت د افغاني توکو صادرات کړي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د  جمعې ورځ، د ۲٦/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۹/٦/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۰٦ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۲۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۵ تنه و، کابل او ننګرهار ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۸۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۳۲ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې ۲۴۰ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۳۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۱۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ٦٦ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په تخته پل کمپ کې له ۱۴ کورنیو سره ټولې ۱۱ زره او ۴۰۰ افغانۍ مرسته شوې .

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۷٦ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۰۱ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۲۳۰ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ٦۰ کورنیو سره ټولې ۵۴٦ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷٦ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۷۳ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۵۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۹۰ کورنیو سره ټولې ٦۴۲ زره افغانۍ مرسته شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۸٦ کورنۍ، ٦۲۷ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۲۰ کورنۍ، ۱۰۵ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۹٦ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۲۰۷ عدده

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د غنمو د پېرلو او زېرمه کولو په موخه بغلان ته سفر کړی

کرنې وزارت وايي: د دې وزارت مالي او اداري مرستیال د کروندګرو د ستونزو د څېړلو، د عایداتي سرچینو د زیاتوالي، د طبیعي سرچینو د ساتنې او له  شپږ زره متریک ټنه څخه د زیاتو اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو په موخه بغلان ولایت ته سفر کړی.

د دې سفر په ترڅ کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا اغاجان اخوند د بغلان د کرنې په ریاست کې له یو شمېر بزګرانو او د کرنیزو تخمونو د تولید د شرکتونو له مسولینو سره لیدنه کړې.

ملا اغاجان اخوند له بزګرانو سره په لیدنه کې ویلي؛ په اسلامي امارت کې تبعیض ځای نه لري، زموږ بنسټیزه موخه د خلکو خدمت دی، زموږ اصلي موخه د کرنې او مالدارۍ له لارې اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

د بغلان د کرنې رییس مولوي رحیم الله احدي ویلي؛ سږ کال د دغه ولایت په څو ولسوالیو کې د سېلابونو له امله ډېرې ځمکې ویجاړې شوې، کروندګر مرستې ته جدي اړتیا لري.

نوموړي همداراز د محصولاتو د زېرمه کولو لپاره د معیاري سړې خونې او د کیمیاوي سرې او د غنمو او وریجو د اصلاح شویو تخمونو وېش غوښتنه کړې.

دغه‌راز د یاد ولایت بزګرانو ویلي؛ د اوبو لګولو کانالونه ډک دي او پاکولو ته اړتیا لري، د اقلیم بدلون پر بڼوالو اغېز کړی دی او بڼوال یې زیانمن کړي دي، متخصصین باید ورته د حل لاره ومومي او د غنمو اصلاح شوي تخمونه دې پر وخت ووېشل شي.

 په همدې حال کې په بغلان ولايت کې د کرنیزو تخمونو د يوه شرکت مسول ویلي؛ د کرنیزو تخمونو د توليد لپاره د غنمو تر کښت لاندې سیمه لږه ده، شرکتونو ته باید د قوشتیپې په کانال کې ځمکه ځانګړې شي او د کرنیز بانک پورونه ورکړل شي.

د کرنې وزارت پلاوي د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته سفر کړی

کرنې وزارت وايي؛ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تخمونو د تصدیق ورکوني د رییس مولوي صدیق الله رحماني په مشرۍ د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د متخصصینو یو پلاوی د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ په درې اړخیز کرنیز کنفرانس کې د ګډون په موخه چین ته تللی دی.

په دغه پلاوي کې، چې مشري یې د کرنې وزارت د تخمونو د تصدیق رییس مولوي صدیق الله رحماني کوي، د بدیل معیشیت رییس عبدالخالق محجوب، د کرنې وزارت د مقام سلاکاران میرویس خوګیاڼی او شفیع الله مومند، نوراغا خلیل صافی او د کرنې وزارت ی وشمېر کارپوهان ګډون لري.

یاد وزارت زیاته کړې؛ دغه غونډه به د لسو ورځو لپاره د چين په شي ښار کې ترسره شي او د چين د ټولو کرنيزو پروګرامونو، د چين د ۱۰ کلن کرنيز پلان او د چين د کرنې د بدلون او پرمختګ د عواملو په اړه به په کې خبرې اترې وشي.

دغه راز په دې پروګرام کې به د کرنې برخې د کارګرانو او بزګرانو د ظرفیت د لوړولو او د کرنې په برخه کې د چین د ځان بسیاینې د څرنګوالي په اړه هم خبرې وشي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې؛ په غونډه کې به د پنبې، جوارو، د اوبو لګولو د سیستمونو، د اوبو لګولو د ټکنالوژۍ، جي، آی، اس او ام، آی، اس او د کرنې په پراختیا کې د هغو د کارولو په اړه هم خبرې وشي.

ټاکل شوې، چې دغه پلاوی به په چین کې له کرنیزو تاسیساتو، کرنیزو وسایلو او ماشینونو او نورو کرنیزو پرمختګونو څخه هم لیدنه وکړي او د دوی بریالۍ تجربې افغانستان ته انتقال کړي.

ملا عبداللطيف منصور: د اسلامي امارت نننۍ برياوې د شهيدانو د سرښندنو پايله ده

د اوبو او انرژي وزير ملا عبداللطيف منصور د شاهي کوټ مشاعره کې ګډون او وینا کړې.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د اوبو او انرژي وزير ملا عبداللطيف منصور، د حج او اوقافو وزارت معينانو شيخ عزيزالرحمن منصور او مولوي عارف الله عارف، د کورنيو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد قاسم فريد، د دفاع وزارت مرستیال شيخ مهرالله حماد، د پکتيا والي ملا حمدالله فطرت، د افغانستان د اسلامي امارت د وياند مرستيال، د اسلامي امارت د نورو لوړ پوړو مسولينو او د پکتيا ولايت د شاهي کوټ درې د ګڼ شمېر اوسېدونکو ګډون کړی و.

د اوبو او انرژي وزير په دغه غونډه کې ویلي؛ شاهي کوټ هغه ځاى دى، چې هره پاڼه يې د دين او د هېواد د ازادي په لار کې د جهاد، اخلاص او سرښندونو څخه ډکه ده.

ملا عبداللطيف منصور ټينګار کړې؛ د افغانستان د اسلامي امارت نننۍ برياوې د هغو شهيدانو د سرښندنو او د هغوى د وينو پايله ده، چې په دې لاره کې يې خپل خواږه ځانونه  قرباني کړې دي.

نوموړي همدارنګه له ټولو مجاهدينو او د اسلامي امارت له مسولينو څخه غوښتنه کړې، چې د جهاد د ارزښتونو او د شهيدانو د وينو ساتنه وکړي او له بيت المال څخه د ګټې اخيستنې او د خپلو مسوليتونو په ترسره کولو کې هوښيار واوسي.

ګڼو ویناوالو د شاهي کوټ د معرکې د ورځو د خاطراتو په هکله د مجاهدينو د زړه وړتيا، اخلاص او سرښندنو په هکله د خپلو  سترګو د لېدلي حال په اړه خبرې کړي، او د شاهي کوټ مبارزه يې د جهاد د بريا او د اشغالګرانو د ماتې په برخه کې يوه تاريخي پېښه بللې.

د غونډې په دوام کې ګڼ شمېر شاعرانو په خپلو شعرونو کې د شاهي کوټ د مجاهدينو او شهيدانو د اتلوليو او سرښندنو يادونه کړې ده.

غزه کې د پولیو ضد واکسین تطبیقولو لپاره په لنډ مهاله اوربند هوکړه شوې

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي؛ اسرائیلو غزه کې د پولیو ضد واکسین درې ورځني کمپاین پر مهال د جګړې درېدل تایید کړي.

یاد سازمان زیاته کړې؛ په درېیو ورځو کې به د سهار له شپږو تر ماسپښین درې بجو پورې په جګړه کې وقفه وي.

دې سازمان ویلي؛ غزه کې به د سپټمبر له لومړۍ نېټې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پل شي، چې په ترڅ کې به يې جګړه درېدلې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ په غزه کې د یوې لس میاشتنۍ ماشومې د ګوزن خبر ورکړل شوی و.

د ملګري ملتونو د معلوماتو له مخې، غزه کې باید ۶۴۰ زره اوسېدونکي ماشومان واکسین کړل شي.

حماس ډلې هم د ګوزڼ ضد واکسین لپاره د ملګرو ملتونو لخوا د یاد اوربند غوښتنې هرکلی کړی.