ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په پکتیا کې درې ۳۰ او ۴۰ کلنې دښمنۍ د سولې له لارې هوارې شوې

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پکتیا ولایت د لجې منګل ولسوالۍ په اړوندو کې د ۳۰ او ۴۰ کلونو راهیسې روانې درې جلا جلا دښمنۍ، چې له امله یې ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، د سولې او روغې جوړې له لارې پای ته رسېدلې دي.

د وزارت په وینا، د دغو دښمنیو د هوارۍ بهیر د پکتیا ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست په مشرۍ، ولایتي ادارې، دیني عالمانو او قومي مشرانو په همکارۍ ترسره شوی دی.

د معلوماتو له مخې، لومړۍ دښمني د لجې منګل ولسوالۍ د دوو کورنیو ترمنځ وه، چې شاوخوا ۴۰ کاله یې دوام کړی و. په دې شخړه کې ۵ تنه وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي وو.

همدارنګه، د همدې ولسوالۍ د برې خولې کلي د اوسېدونکو ترمنځ د غره د ځنګل پر سر رامنځته شوې ۴۰ کلنه دښمني هم د اړوندو مسولینو په منځګړیتوب هواره شوې ده. په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او یو بل زیانمن شوی و.

دغه راز، د لجې منګل ولسوالۍ د څلورو کورنیو ترمنځ د یوې مېرمنې د وهلو ټکولو له امله رامنځته شوې ۳۰ کلنه دښمني هم د خبرو اترو او سولې له لارې حل شوې ده. په دې شخړه کې یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي وو.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت زیاته کړې، د دغو دښمنیو د حل مراسم د لجې منګل ولسوالۍ د غونډو په تالار کې ترسره شول، چې پکې د پکتیا د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسولینو، د ولایتي ادارې استازو، د بېلابېلو ولسوالیو مسؤلینو، دیني عالمانو، قومي مشرانو او مخورو ګډون کړی و.

د وزارت په خبره، مسولینو په خپلو ویناوو کې د سولې، بښنې او ورورولۍ پر ارزښت ټینګار کړی او د دواړو لوریو ترمنځ یې د روغې جوړې او پخلاینې فضا رامنځته کړه.