د ټولګټو وزارت سرپرست ملا محمد عیسی ثاني کندهار ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د شاه ولي کوټ – ترینکوټ عمومي سړک او کندهار – هرات لويې لارې له رغنیزو چارو څخه لیدنه کړې.
د شاه ولي کوټ – ترینکوټ عمومي سړک چې ۴۵ کیلومتره اوږدوالی لري او د ۵۲ پایو پلګوټو د بیارغونې کار هم پکې شامل دی، د کندهار د ټولګټو ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ څخه په ګټه اخیستنې بیارغول کیږي.
د یاو رغنیزو چارو مالي لګښت د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله له دفتر څخه ورکول کیږي.
سرپرست وزیر د کندهار – هرات لويې لارې اړوند د باغ پل – لشکرګاه دوراهي سړک له کاري بهیر څخه هم لیدنه کړې او د پروژې فني او تخنیکي ټیمونو ته یې دنده سپارلې، چې د یاد سړک له کاري بهیر څخه جدي څارنه او پاملرنه وکړي، تر څو په خپل وخت د يادې پروژې چارې بشپړ ې او د خلکو ترانسپورتي ستونزي هوارې شي.
دغه سړک چې ۷۸ کیلو متره اوږدوالی لري د کندهار له باغ پل څخه پیل د یاد ولایت له ژېړۍ او میوند ولسوالیو څخه په تیرېدو تر هلمند دوراهي پورې رسیږي.
د یاد سړک په اوږدو کې د یو شمېر پلګوټو او واشونو رغول هم شامل دي، چې د ترمیم او بیا رغونې چارې یې د ټولګټو وزرات او خصوصي شرکت ترمنځ د معدن په بدل کې قرارداد شوي دي.
د دغو پروژو په پلي کیدو سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شي او خلک به په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي.