د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر خوزه امانویل البارس ویلي، چې هېواد یې په نږدې راتلونکي کې د فلسطین د رسمیت پېژندنې ملاتړی دی.
ښاغلي البارس د اسپانیا له راډیویي شبکې RNA سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د فلسطین هېواد تشکیل په منځني ختیځ کې د ثبات او سولې د تضمین لپاره حیاتي امر دی.
له دې وړاندې یو شمېر اروپايي هېوادونو له اسرائیلو خپل ملاتړ اعلان کړی وو، خو د فلسطین د رسمیت اړوند د اسپانیا څرګندونې د ډېری اسلامي هېوادونو له ملاتړ او هرکلي سره مخ شوې.
ټاکل شوې چې د اسپانیا لومړی وزیر پدرو سانچز د خپل بلجیمي سیال الکساندرديکرو په ملتیا اسرائیلو او منځني ختیځ ته هم سفر وکړي.

