ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ ندا محمد ندیم: لوړو زده کړو وزارت د لا ښې تحصیلي زمینې برابرولو هڅه کوي

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد لوېدیځ زون ته د خپلو کاري سفرونو پر دوام د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې له بېلابېلو برخو څخه د لیدنې ترڅنګ په یوه لویه ولسي غونډه کې هم ګډون کړی.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي ندا محمد ندیم د بادغیس د لوړو زده کړو موسسې له بېلابېلو څانګو څخه لیدنه کړې او د دغه علمي بنسټ ستونزې یې واورېدې.

نوموړي په هغه ناسته کې، چې د دغه تحصیلي بنسټ له مسولینو او استادانو سره یې لرله، د نیمه کاره تعمیر پروژې د بشپړېدو، د احاطوي دیوال نیمه کاره پروژې او د کتابتون او لابراتوار د تجهیز په برخو کې یې د هغوی غوښتنې او ستونزې واورېدې او د پروژو د بشپړېدو او د ستونزو د حل ډاډ یې ورکړی.

د لوړو زده کړو سرپرست همدارنګه په یوه لویه ولسي غونډه کې، چې د دغه ولایت مسولینو، د علماوو شورا غړو، مجاهدینو، قومي مخورو او محصلینو شتون درلود، د جهاد په دوران کې د بادغیس ولایت د خلکو سرښندنو او قربانیو په اړه خبرې کړي او ویلي يي دي؛ د لوړو زده کړو وزارت به د بادغیس ولایت د مېړنیو ولسونو د سرښندنو او قربانیو د ستایلو لپاره د دې ولایت له ځوانانو څخه د خپل کاري صلاحیت له مخې د تحصیلي مرکزونو د پیاوړتیا او دوی ته د ښې تحصیلي زمینې د رامنځته کولو لپاره په خپل ټول توان کار وکړي.

د بادغیس ولایت مرستیال والي، د لوړو زده کړو د سرپرست وزير د سفر د قدردانۍ ترڅنګ د یاد ولايت د تحصیلي مرکزونو د پياوړتيا او پراختيا په موخه خپلې غوښتنې او وړانديزونه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره شريک کړي، چې د نوموړي له لوري د همکارۍ ډاډ ورکړل شوی.