له بده مرغه په دې وروستیو کې د ځینو رسنیو په خپل یو غیر حقیقي راپور کې ادعا کړې وه، چې”د میدان وردګ ولایت چک ولسوالۍ بیک سمند دره اړوند د ذوالقاعده په کلي کې یوازې یو وګړی د سواد له نعمت څخه برخمن دی “.
د یاد راپور له خپرېدو وروسته د پوهنې وزارت په دې اړه د ميدان وردګ ولايت له پوهنې رییس سره خبرې وکړې او نوموړي ته يې لارښوونه وکړه، چې د ځینو رسنیو له لوري د خپاره شوي خبر په اړه هر اړخيزه څېړنه وکړي او پايلې يې ژر تر ژره له مرکز سره شریکې کړي.
د میدان وردګ ولایت مشرتابه له پوهنې مسولینو، علماوو، مشرانو او د یاد کلي د خلکو له استازو سره له ګڼو څېړنو او مرکو وروسته یاده ادعا په بشپړ ډول رد کړه.
د پوهنې مشرتابه هم دغه ډول راپورونه غیر واقعي او له حقیقت څخه لرې ګڼي.
د ميدان وردګ ولايت پوهنې رياست له لوري په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا مهال د يادې ولسوالۍ په بکسمند دره کې په ټوليزه توګه يوه لېسه، يو منځني ښوونځى او دوه لومړني ښوونځي، ۷ مدارس او دارالحفاظونه او ۱۸ بابه سیمه ییز ټولګي فعالیت لري، چې همدا اوس پکې په زرګونو زده کوونکي په دیني او عصري زده کړو بوخت دي.
په تېرو کلونو کې د یاې سیمې زیات کادرونه خپل ولس او ټولنې ته خدمت په موخه وړاندې شوي او اوسمهال د افغانستان په دولتي نظام کې په خدمت بوخت دي.
د ياد کلي اوسېدونکو دغه ډول خبرونه په بشپړ ډول له حقیقت څخه لرې بلي، بې بنسټه راپورونه یې د دغه سیمې د خلکو سپکاوى بللی او له دغه رسنیو څخه يې ژر تر ژره د بښنې غوښتنه وکړه.
همدارنګه د پوهنې وزارت د هېواد له ټولو رسنیو غوښتنه دا ده، چې د ژورنالیزم د منل شویو اصولو او بنسټونو او د افغاني ټولنې د حقایقو پر بنسټ خپل خبرونه او راپورونه چمتو او خپاره کړي، تر څو له یوې خوا د ژورنالیزم وقار او اعتبار ته زیان ونه رسېږي او له بلې خوا اړوندې رسنۍ د ټولنې د حقایقو په څرګندولو سره د خلکو د ذهنیت په روښانولو کې رغنده ونډه واخلي.
د پوهنې وزارت مشرتابه په دې باور دی، چې د ناسمو افواهاتو او بې بنسټه راپورونو د خپرولو پر ځای، غوره ده چې لاسونه سره یو کړو او د یو متحد او جنګ ځپلي افغانستان د بیارغونې، سوکالۍ او پرمختګ په برخه کې په رښتیني توګه کار وکړو، ترڅو د خپل هېواد د آبادۍ لپاره کار وکړو.
په دې سره به د خپل دين، وطن او باعزته خلکو په وړاندې خپله ملي او اسلامي دنده په پوره مسوليت سره ادا کړو.

