د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولايت مغلیز پل رغنیزې چارې بشپړې او د ټولګټو وزارت د سرپرست وزیر ملا محمد عیسی ثاني، د وزارت یو شمېر مرکزي رییسانو او د زابل ولایت د ټولګټو رییس په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه پل پرانيست غونډه کې د ټولګټو وزارت سرپرست وزیر ویلي؛ د مغلیز پل ۴۹.۲ متره اوږد والی ۸.۲ متره پلنوالی لري، چې رغنیزې چارې یې د ټولګټو وزارت او یو خصوصي ودانیز او سړک جوړونې شرکت ترمنځ د ۱۳ میلیونه افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې او د اته میاشتو په موده کې بشپړې شوې.
سرپرست وزیر زیاته کړې؛ د ټولګټو وزارت د یادې لویې لارې اړوند د دوه پایو نورو (غشي رباط او سنګر مانده پلونو) کار د څه باندې ۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت له وړاندې بشپړ کړی و او د مغلیز پل د کار په بشپړیدو سره د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د ټولو پلونو کار بشپړ شوی دی.
د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسیدونکو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړیدو سره یې د خلکو ترانسپورتي ستونزې د پخوا په پرتله هوارې شوې دي.

