د صهیونستي رژیم د پوځ راډیو نن پنجشنبې اعلان کړی، چې د قطر په پلازمینې دوحه کې د حماس غورځنګ او اسرائیلو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي او امکان لري د اسیرانو د تبادلې او اوربند په اړه هوکړې ته ورسېږي.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي و، تمه لري د راتلونکې اونۍ د دوشنبې په ورځ غزه کې د اوربند د اعلان شاهدان واوسي.
ځینې سرچینې بیا د دې احتمال کوي، چې ممکن دغه اوربند تر رمضان وړاندې ټینګ شي او تر شپږو میاشتو به دوام وکړي.
د روانې نږدې پینځه میاشتېنۍ جګړې په موده کې یواځې د اوو ورځو لپاره اوربند ټینګ شوی و، چې په ترڅ کې یې د ښکېلو لوریو ترمنځ یو شمېر اسیران تبادله شول.
بلخوا بیا د نړیوالو رسنیو د راپورنو په حواله له حماس غورځنګ سره د بندي اسرایلیانو خپلوانو پرون چهارشنبې د اسرائیلو له سویل څخه د اورشلم پر لوري پلی حرکت کړی، تر څو لومړي وزیر نتانیاهو ته د خپلو عزیزانو د ازادولو غوښتنه ورسوي.
دغه کسان د خپلو عزیزانو د راخوشې کولو په برخه کې د نتانیاهو حکومت کمزوری بولي.
غزه کې د روانې نږدې پینځه میاشتې پوره کېږي، خو لا هم صهیونست پوځونه نه دي توانېدلي د حماس له زندانه اسرائیلي اسیران خوشې کړي.
غزه کې د روانې جګړې وضعیت ته په کتو اسرائیل د حماس او نورو فلسطیني جهادي ډلو پر وړاندې پاتې راغلي دي.