ملګري ملتونه وايي، چې د پنجشنبې په ورځ د مرستو په موخه راټول شوي ډېری کسان په مرمیو لګېدلي.
د تېرې پنجشنبې په ورځ صهیونیستي یرغلګرو ځواکونو د غزې تړانګې په غزه ښار کې د مرستو ترلاسه کولو په موخه د راټولو شویو فلسطینیانو په ګڼه ګوڼه ډزې کړې، چې ۱۱۷ کسان پکې شهیدان او ۷۶۰ نور ټپیان شوي دي.
نړیوالې ټولنې د یادې پېښې په اړه د بشپړې پلټنې غوښتنه کړې او ګڼو هېوادونو یې په مقابل کې غبرګونونه ښودلي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي یاده پېښه غندلي او ویلي یې دي، چې نهیلي خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
بل لوري ته د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مشر جوزیپ بوریل یاده پېښه د نه منلو وړ ګڼلې ده.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي، چې د اسرائیلي ځواکونو له لوري ملکي خلک په نښه شوي.
جرمني او ایټالیا د دې پېښې د پلټنې غوښتنه کړې او
فلسطین بیا دا پېښه عام وژنه بللې ده.
د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې د صهیونیستي یرغلګرو د بریدونو له پیل راهیسي ۳۰ زره او ۲۲۸ کسان شهیدان او ۷۱ زره او ۳۷۷ نور ټپیان شوي دي.