د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یونیسف سیمهييز مدیر عادل خدر ویلي، چې غزه کې د ماشومانو د مړينې په تړاو اندېښنه په حقیقت بدله شوه او د لا زیاتېدو وېره یې موجوده ده.
نوموړي ویلي، چې که غزې ته د مرستو رسولو په برخه کې جدي اقدام ونهشي، نو ګڼ نور ماشومان به هم د اوبو کمښت او ناوړه خوړو له امله خپل ژوند بایلي.
له دې وړاندې هم یونیسف خبرداری ورکړی و، چې غزه کې بشري ناورین به د ماشومانو مړینه دوه برابره کړي.
د یونیسف او خوړو او روغتیا نړیوالو سازمانونو د شمېرنو پر اساس غزه کې ۹۰ سلنه له پینځو کلونو کمعمره ماشومان په یوه یا څو ضد عفوني ناروغیو مبتلا دي.
له بل لوري د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنۍ برخې مسول وايي، چې لوږه او ناروغۍ د غزې د خلکو ژوند ګواښي. دغهراز وږي او کمزوري ماشومان چې له رواني ستونزو سره هم مخ دي، له ټولو زیات زیان منونکي دي.
د روان زېږدیز کال تېره جنوري میاشت کې د ملګرو ملتونو د ارزونې پر اساس د غزې ۱۵ سلنه له دوو کلونو کمعمره ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره مخ او په بشپړ ډول له بشري مرستو محروم وو، چې دا وضعیت اوس څو چنده بدتره شوی دی.
د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې غزه کې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له پيل راهیسي نږدې ۹ زره ماشومان شهیدان شوي دي.