ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

له دوه کلن ځنډ وروسته نړیوال بانک افغانستان کې د کاسا۱۰۰۰ پروژې چارې بیا پيلوي

دغه پروژه د افغانستان اسلامي امارت او برېښنا شرکت په هڅو او د سیمې هېوادونو په همکارۍ د نړیوال بانک له لورې بیا پیلېږي.

له قرغیزستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا انرژۍ لېږد تر ټولو سترې پروژې (کاسا۱۰۰۰) بیا پيل په اړه د ترکیې په استانبول ښار کې د نړیوال بانک، افغانستان, قرغیزستان, تاجکستان او پاکستان استازو تر منځ ګډه ناسته شوې.

دا ناسته چې د مارچ په ۷مه او ۸ مه وشوه د افغانستان برېښنا شرکت استازي هم پکې ګډون کړی وو او د برېښنا انرژۍ سوداګرۍ سیمییز نښلون دې سترې پروژې بیا پيل ته یې بشپړ چمتو والی ښودلی.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژې تاسیسات به په افغانستان کې د ۵۸۰ کېلومترو په اوږدوالي د  کندوز له شیر خان بندر څخه د ننګرهار تر طورخم پورې بشپړیږي.

ټاکل شوې له دوو کلونو ځنډ وروسته د برېښنا لېږد دا ستره پروژه د نړیوال بانک په مالي ملاتړ بیاځلې د ۱۴۰۳ لمربز کال غويي/ثور میاشت کې بیا پيل او د ۱۴۰۴ لمریز کال پای کې بشپړه شي.

ددې پروژې چارې د نړیوال بانک له لورې د سیمې هېوادونو په غوښتنه او د افغانستان له لورې د چمتووالي او بشپړو شرایطو او ډاډمنتیا ښودلو سره بیا پيلیږي.