ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کرنې سرپرست وزیر: اسلامي امارت د کرنې او مالدارۍ سکتور پانګه والو او سوداګرو ملاتړ کوي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري او تخنیکي ټیم یې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ له خونې څخه د لیدنې په ترڅ کې د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې له مدیره پلاوي سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې له فرصتونو څخه د استفادې په اړه خبرې کړي.

په دې غونډه کې د کرنې وزارت او د افغانستان د کرنې او مالدارۍ خونې مسولینو د چرګانو روزنې، د صنعت د ودې او پراختیا، بڼوالۍ، د لبنیاتو د حاصلاتو د زیاتوالي، د لبنیاتو د پروسس د کارخونو جوړولو، د مالدارۍ د فارمونو د جوړولو، سوداګرۍ، صادراتو، پانګوالو ته د زمینې برابرولو، د څارویو د خوراکي توکو تولید، د چرګانو د دانې تولید او  د مېوو او سبو ساتلو په موخه د سړوخونو پر جوړولو خبرې کړي.

د کرنې او مالدارۍ خونې رییس خان محمد فروتن د دې خونې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې کړي او د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې تر منځ د کاري سیستم د رامنځته کولو، په کارونو کې د همغږۍ رامنځته کولو، د کرنې وزارت په استازیتوب ولایتونو ته د دې خونې د استازي د ورپېژندلو او په اداري کارونو کې اسانتیا راوستلو په برخه کې خپل وړاندیزونه وړاندې کړي دي.

همداراز د کرنې او مالدارۍ خونې غړو د یوه پریزنټیشن له لارې د کورنیو تولیداتو او بهرنیو تولیداتو ترمنځ کیفي او کمیتي توپیرونه غونډې ته وړاندې کړي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر مولوي عطاء الله عمري د کرنې او مالدارۍ خونې د مسولینو د وړاندیزونو او نظریاتو له اورېدو وروسته ډاډ ورکړی، چې اسلامي امارت په هر حالت کې د بزګرانو، مالدارانو او د کرنې او مالدارۍ سکتور پانګه والو او سوداګرو ملاتړ لپاره کار کوي.

نوموړي ویلي؛ تاسو ته ډاډ درکوو، چې به هر حالت کې له تاسو سره به همکاري کوو، ستاسو هر وړاندیز ته به رسېدنه وشي، اړينه خبره دا ده چې امارتي ادارو سره په همکارۍ د افغانستان د خلکو خوراکي اړتیاوې په ګوته کړئ او داسې څه وکړئ چې د خلکو اړتیاوې پوره کړي، او خلکو ته د کار او بوختیا زمینه برابره شي.

سرپرست وزیر زیاته کړې؛ تاسو هم وکولای شی، چې ګټور کارونه ترسره کړئ، چارو کې د اسانتیا په پار لارښوونه کوو چې د کرنې په وزارت کې د کرنې او مالدارۍ خونې د پیاوړتیا لپاره کمیټه جوړه شي او هره اوونۍ غونډه جوړه کړي ترڅو ستونزې هوارې شي.

په یاده غونډه کې د کرنې وزارت او د کرنې او مالدارۍ خونې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک هم لیک لاسلیک شوی دی.