د هرات په کهسان او زنده جان ولسوالیو کې ۸۰ وړې او لویې پروژې د هرات والي شیخ نوراحمد اسلام جار، د اطلاعاتو او کلتور رییس، ځايي اوسیدونکو او مشرانو په شتون پرانیستل شوې.
د هرات د کليو پراختيا رييس مولوي عبدالسلام هجرت ویلي؛ دغه پروژې د څه باندې ۳۰۰ میلیونو افغانيو په لګښت په ١٨ مياشتو کې پلې شوې دي، چې پکې ۲۰ زره کسانو ته يې د کار زمينه برابره شوې وه.
په هرات کې د CHA دفتر مشر ویلي؛ په دغو پروژو کې د استنادي دیوالونو جوړول، د سړکونو جغل اچول، د پلچکونو جوړول او د اوبو د کانالونو پاکول شامل دي، چې د کار د زمینې د برابرولو او د خلکو د ستونزو د حل په موخه ترسره کیږي.
د هرات والي ویلي؛ اسلامي امارت پلان لري، چې په هرات کې تر ۳۰ ډېرې لویې اقتصادي پروژې پلې کړي.
نوموړي د صنعتي ښارګوټي، نوي ترمینل، وچ بندر، د هرات د تورغنډۍ د اورګاډي پټلۍ، سمنت پروژې او ټاپي د وروستي پلان د جوړولو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده، اسلامي امارت په عمل کې ثابتوي چې ولس ته خدمت کوي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس د نړیوال بانک له خوا د دا ډول پروژو د پیلیدو د هرکلي کړی او ویلي يي دي؛ د اسلامي امارت په دوره کې د ناامنیو له امله کومه پروژه نه وه بنده شوې، بلکې له نورو هېوادونو یې غوښتي چې پرته له کوم ستونزه کار وکړئ او د بیارغونې پروژو په پیل کې پرته له اندیښنې څخه کار پیل کړئ.
نوموړي زیاته کړې؛ اوس د افغانستان ټول ولایتونه خوندي دي او موسسات کولای شي، هر ځای چې وغواړي خپلې پروژې پلې کړي.
ځايي اوسیدونکو د یادو پروژو له پلي کېدو خوښي څرګنده کړې او د مخابراتي شبکو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو ته د پاملرنې غوښتنه یې کړې.