د فلسطین عامې روغتیا وزارت وايي، چې غزه کې د سختې لوږې او اوبو د کمښت له امله ۲۵ کسانو ژوند بایللی.
په دې شمېرنه کې یوازې تر روغتونونو رسېدلي کسان شامل دي، چې ښايي دا شمېر تر دې څو چنده لوړ وي.
د سختې لوږې زیاتوالي او د اوبو کمښت له امله مړینه د جدي اندېښنې وړ او د غزې په شمال کې د لا زیاتېدو په حال کې ده.
له بل لوري د روژې میاشتې له پیلېدو سره سم غزهوالو ویلي، چې تر روژې مخکې مو هم روژه نیولې وه.
د غزې اوسېدونکي له پينځو میاشتو ډېرې مودې راهیسې پوره خوړو او د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او له شدیدې لوږې سره مخ دي.
د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو استازولۍ (یونراوا) د شمېرو له مخې د غزې تړانګې د اوسېدونکو شرایط د ۱.۷ میلیونه خلکو په بېځایه کېدو سره لا پېچلی کېږي، چې د ټول ۲.۳ میلیونه نفوس ۷۵ سلنه جوړوي او ټول یې په وحشتناکو شرایطو کې ژوند کوي.