د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د خورا غوره او هر اړخیزې لوبې په پایله کې سیالې ایرلنډ لوبډلې ته په دریمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۱۱۷ منډو په ستر توپیر ماتې ورکړه او د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ یې ۲-۰ په خپله بریا پای ته ورسوله.
افغان لوبډلې په دریمه او وروستۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې هم لومړی توپوهنه وکړه، افغان اتلانو د خپلو ۹ لوبغاړو په زیان سره یې ۲۳۶ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.
د افغان اتلانو په ګټه لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۶۹، رحمن الله ګربز ۵۱ او محمد نبي ۴۸ منډې جوړې کړې.
د یاد هدف په دفاع کې د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې خورا ښه توپ اچونه وکړه؛ محمد نبي او ننګیال خروټي د غوره توپ اچونې په پایله کې یې سیاله ایرلنډ لوبډله په ۱۱۹ منډو له ډګره بهر کړ او د ۱۱۷ منډو په توپیر یې ستره بریا خپله کړه.
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې ځلانده ستوري محمد نبي عیسی خېل په دغه لوبه کې بهترینه توپ اچونه وکړه او د سیالې لوبدلې پینځه لوبغاړي یې له ډګره بهر کړل.
دا لومړنی ځل و چې نوموړی په یوه نړیواله لوبه کې ۵ ویکټې ترلاسه کوي.
دغه راز ځوان الرونډر لوبغاړي ننګیال خروټي چې د هېواد لپاره خپله لومړنۍ نړیواله لوبه کوله، هم د افغان لوبډلې په ګټه څلور ویکتې ترلاسه کړې.
ننګیال خروټی د غوره توپ اچونې او ۴ ویکټو په اخیستو سره د لوبې سټایلش لوبغاړی ونومول شو.
دغه راز محمد نبي عیسی خېل چې په توپوهنه کې یې د ۴۸ منډو ترڅنګ په توپ اچونه کې ۵ ویکټې ترلاسه کړې وې، د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
د نوموړي ترڅنګ رحمن الله ګربز جې د یوې سلیزې او یوې نیمه سلیزې پر مټ یې په دغه لوبلړۍ کې ۱۷۲ منډې جوړې کړې وې، د لوبلړۍ د غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.
په دې سره افغان لوبډلې د درې یو ورځنیو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ ۲-۰ په خپل نوم پای ته ورسوله.
د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د شل اوریزو نړیوالو سیالیو لوبلړۍ د راتلونکې جمعې په ورځ په همدې لوبغالي کې پیل شي.