د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند بغلان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې نن د ثور میاشتې په ۲۴مه نېټه له غرمې مخکې د دغه ولایت له مرکز څخه سېلابځپلو سیمو ته سفر وکړ او هلته یې زیانمنې شوې سیمې له نېږدې وکتلې.
ملا عبدالغني برادر اخوند د زیانمنو سیمو له لیدنې وروسته د بغلان ولایت مرکز ته له رسېدو سره سم د یاد ولایت مسولینو او ټاکل شویو کاري کمېټو استازو ته لازمې لارښوونې کړې دي.
نوموړي ویلي، هغه ولسوالۍ چې موږ له نېږدې وکتلې د زیان کچه یې لوړه ده، په کار ده چې د خوراکي توکو، درملو او بېځایه شویو هېوادوالو لپاره د سرپناه برابرولو په برخه کې یادې ادارې خپلې هڅې ګړندۍ او سېلابځپلو سیمو ته د مرستو بهیر چټک کړي.