ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

احصایې او معلوماتو ملي اداره: تېر کال کې د صادراتو او وارداتو ارزښت څه باندې لس میلیارد ډالرو ته رسېږي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي؛ د تېر ۱۴۰۲ کال د هېواد د صادراتو او وارداتو ارقام راټول، توحید او تحلیل کړي دي. د دې ارقامو له مخې د صادراتو ارزښت یو میلیارد او ۷۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره او د وارداتو ارزښت ۸ میلیارده او ۵۷۶ میلیونه او ۳۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.
یادې ادارې زیاته کړې؛ د هېواد په صادراتي توکو کې مېوې تر ټولو زیاتې صادرې شوې، چې د صادراتو ارزښت یې ۶۴۵ میلیونه ۵۰۰ زره ډالرو ته رسېږي. د دې ترڅنګ طبي بوټي، معدني توکي او سبزيجات په ترتیب سره د هېواد د صادراتو دویمه، درېیمه او څلورمه برخه جوړوي.
د یادې ادارې په وینا؛ ۱۴۰۲ کال کې هېواد ته په را واردو شویو توکو کې نفتي توکي او روغنیات تر ټولو زیاته ونډه لري، چې ټولیز ارزښت یې یو میلیارد او ۳۷۷ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو ته رسېږي.
همدارنګه ماشینونه، ټرانسپورتي وسایط او پرزې د یو میلیارد او ۱۵ میلیونه او ۹۰۰ زره ډالرو په ارزښت او ټوکر (منسوجات)، فلزونه او فلزي محصولات په ترتیب هغه توکي دي، چې تېر کال ډېر وارد شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره، هر کال د هېواد د صادراتي او وارداتي توکو ارقام او معلومات له اړوندو بنسټونو څخه راټول، توحید او تحلیلوي او کره احصاییوي ارقام د ملي او نړیوالو بنسټونو او څېړونکو په واک کې ورکوي.