ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د رحماني د کورنۍ د زنځیري فساد او اختلاس افشا؛ دوبۍ او المان کې د څه باندې ۲۲۷ میلیونه ډالرو جایدادونه لري

د سازمان شویو جرمونو او فساد د راپور ورکولو پروژې یو څېړنیز راپور خپور کړی، چې د ډېری پخوانیو افغان چارواکو او یا یې د خپلوانو د میلیونونه ډالرو ملکیتونه پکې افشا شوي دي.

په دې لیست کې د تېرې ادارې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني او د نوموړي د زوی اجمل رحماني، چې د ولسي جرګې غړی و، په شمول ډېری پخواني چارواکي شامل دي.

د یادو موندنو پر اساس میر رحمان رحماني او زوی یې اجمل رحماني دوبۍ کې د ۱۵.۲ میلیونه ډالرو په ارزښت ملکیتونه لري.

په راپور کې راغلي: په دې ملکیتونو کې اپارتمانونه، بنګلې او د اوسېدو کورونه شامل دي، چې په کلني ډول د پام وړ ګټه ترې ترلاسه کوي.

د یاد راپور پر اساس؛ اجمل رحماني ۱۹۷ میلیونه یورو د (۲۱۲ میلیونه ډالرو) معادل په جرمني کې هم جایدادونه اخیستي دي.

له دې وړاندې د امریکا خزانې وزارت د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په دسمبر میاشت کې د رحماني په کورنۍ د دوی د قراردادي شرکتونو له لارې د فساد او اختلاس په تور بندیزونه هم لګولي وو.