ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کابل صنعتي پارک کې یوه ملي سوداګر د ۲۵ میلیونو امریکايي ډالرو په ارزښت د سیروم جوړولو کارخونه جوړه کړې

افغان صنعت په تېر شلو کالو کې د پام وړ وده کړې او په سلګونه برخو کې کورني تولیدات په ځان بسیا شوي دي.

یو له دې تولیداتو یې درمل دي چې سلګونه قلمه په کور دننه تولېدېږي.

د پلچرخي په صنعتي پارک کې یوه ملي سوداګر د ۲۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د سیروم کارخونه جوړې کړې، چې ۲۵ ډوله سیروم تولیدوي.

د یادې کارخونې مسولین وايي، چې دلته د تولید شوي سیروم کیفیت د سیمې او ګاونډ له هېوادونو لوړ او په نړیوالو معیارونو برابر دی او په کور دننه د سیروم اړتیا پوره کولای شي.

دغه‌راز له حکومت یې غوښتي، چې د کورني تولید په پرمختګ کې دې لا هڅې وکړي.

د لابراتوار برخې مسولین یې وايي؛ مخکې له تولید څخه د سیروم په موادو بېلابېل طبیعي ټیسټونه ترسره کوي او له کیفیت او ښه‌والي یې ځان ډاډه کوي.

په دې کارخونه کې ۴۰۰ ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د کورنیو درملو د تولید ټولنې د معلوماتو له مخې اوس مهال په هېواد کې ۷۵ د درملو تولید کارخونې فعالیت کوي، چې ۹۵۰ قلمه درمل تولیدوي او د بازار ۲۵ سلنه اړتیا پوره کوي.