ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه؛ د غنمو د تولید په برخه کې د ځان بسیاینې ستراتیژۍ په اړه خبرې شوي

د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د ثور میاشتې په ۳۱مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه او له اجنډا سره سم پر ټاکل شویو موضوعاتو خبرې شوي.

یادې غونډې ته د نورو موضوعاتو ترڅنګ د غنمو تولید په برخه کې د ځان بسیاینې ستراتيژي وړاندې شوې وه، چې تر هر اړخیز بحث وروسته د یادې کمېټې د قناعت وړ ګرځيدلې او د تاییدۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته لیږدول شوې ده.

دغه ستراتیژي د هېواد د ملي اقتصاد د پياوړتیا او خوړو خوندیتوب په موخه جوړه شوې، چې په پلي کېدو سره به یې د غنمو د تولید کچه زیاته او په کیفیت کې به یې د پام وړ ښه‌والی راشي.