ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مالیزیا دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال له نقیب الله احمدي سره په لیدنه کې؛ افغانستان په تېرو دریېو کلونو کې زیات پرمختګ کړی

مالیزیا کې د اسلامي امارت لوی سفیر د یاد هېواد دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له مرستیال سره لیدنه کړې.

 کوالالمپور کې د اسلامي امارت لوی سفیر نقیب الله احمدي په خپل دفتر کې د مالیزیا دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست مرستیال محمد یاني سره په لیدنه کې افغانستان ته د دوی د وروستي سفر د موضوعاتو او پایلو په اړه خبرې کړي.

 د مالیزیا دفاع وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست مرستیال ویلي؛ موږ چې په رسنیو کې د افغانستان په اړه څه اورېدلي وو او هغه څه چې مو په یاد هېواد کې ولیدل ډېر یې سره توپیر درلود.

نوموړي زیاته کړې، افغانستان کې په تېرو دریېو کلونو کې ډېر کار شوی وو.

محمد یاني ویلي؛ مالیزیا کې د افغانستان اړوند نظر ډېر ښه شوی دی، زموږ نظام لېوال دی چې له کابل سره اړیکې نورې هم ښې شي او ورسره په کړې ټولې ژمنې به عملي کوي.

د لیدنې په پاې کې د دوه اړخیزو اړیکو په لا پیاوړتیا ټینګار شوی.