ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان مرکزي بانګ یو لوړ پوړي پلاوي مالیزیا ته سفر کړی

د افغانستان مرکزي بانګ یو لوړ پوړي پلاوي د مالیزیا د مرکزي بانک په بلنه د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په نړیوال کلني کنفرانس کې د ګډون لپاره یاد هېواد ته سفر وکړ.

د افغانستان مرکزي بانګ وایي؛ چې د یاد پلاوی به د دې سفر په لومړۍ ورځ د مالیزیا د مرکزي بانک له خوا په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړي.

 یادې غونډې ته د افغانستان بانګ او نورو اسلامې هېوادونو د مرکزي بانکونو استازي بلل شوي دي، ترڅو د اسلامې بانګوالۍ د پراختیا په اړه له یو بل سره نظرونه او تجربې شرېکې او اړینې پرېکړې وکړي.

دغه راز په دویمه او درېیمه ورځ به د افغانستان بانګ پلاوی د مالیزیا د دولت له خوا د اسلامي اقتصاد او مالي چارو نړیوال فورم په جوړېدونکي نړیوال دوه ورځني کنفرانس کې ګډون وکړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد کنفرانس ته د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو څخه د مرکزي او نورو اسلامي بانګونو او مالي موسساتو استازي را غوښتل شوي دي، چې په ترڅ کې به یې ګډونوال د اسلامي بانګوالۍ د پراختیا, کوچنیو او منځنیو تشبثاتو په پیاوړتیا او د صکوکو او مالي بازارونو د پراختیا اړوندو مسایلو په اړه بحثونه او ګټورې مشورې وکړي.

د افغانستان د مرکزي بانګ په وینا؛ له دې سربیره به یاد پلاوی د اسلامي بانګوالۍ اړوند د نړیوال شرعي څېړنیز مرکز، د اسلامي بانکوالۍ او تمویل د نړیوال پوهنتون، د مالیزیا د نړیوال اسلامي پوهنتون او د زکات او حج له ادارو سره د اړیکو د ټينګولو په موخه لېدنې کتنې تر سره کړي.

همداراز باید وویل شي، چې د افغانستان بانګ په ټول هېواد کې پر اسلامي او شرعي بنسټونو ولاړې اسلامي بانګوالۍ د پراختیا لپاره هلي ځلي کوي, ترڅو له سود څخه پاک بانکي نظام رامنځته شي.

د افغانستان بانګ غواړي، له ټولې نړۍ په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره متقابلي بانکي اړیکي ولري.