د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په سپېدار ماڼۍ کې د پولې هاخوا متخصصينو اتحاديې له استازو سره لیدنه کړې.
په دې ناسته کې د یادې اتحاديې استازو ویلي؛ دغه اتحادیه د ۱۶۰ مسلکي او متخصصو ډاکټرانو په لرلو سره د خپلو هېوادوالو خدمت کوي او ګڼ شمېر بهر مېشتي افغان متخصصین چمتو دي بېرته خپل هېواد ته را وګرځي.
نوموړو زیاته کړې، د پخوا په پرتله په طبي برخه کې ظرفیتونه لوړ شوي او د ډېرو ناروغیو درملنه اوس په کور دننه ترسره کېږي.
دوی همدا راز د پولې هاخوا متخصصینو اتحادیې اړوند یو شمېر ستونزې او وړاندیزونه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال سره شریک کړي دي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ د ډاکټرانو او روغتيايي سکتور د کارکوونکو هڅو ستايلو ترڅنګ، ياد متخصصين د هېواد لويه پانګه بللې او ویلي يي دي، افغانستان په هر حالت کې تاسو ته اړتيا لري.
مولوي عبدالکبیر زیاته کړې، د هېواد د کادرونو او شخصیتونو ستاینه او ملاتړ د اسلامي امارت پالیسي ده او هغوی ته د هر راز سهولتونو برابرولو لپاره هڅې کوي.
نوموړي ویلي؛ دا چې افغانان بېوسه او غریب دي، اړتیا ده چې دولتي او خصوصي روغتيايي ادارې د درملنې او تشخیص په برخه کې له پوره دقت او مهربانۍ څخه کار واخلي.
د رياست الوزرا سیاسي مرستیال د خپلو خبرو په پای کې د يادې اتحاديې غړو ته ډاډ ورکړی، چې د حللارې موندلو لپاره به يې ستونزې او وړانديزونه له اړوندو ادارو سره شريک کړي.